ادبي لیکني

تزلزل/ اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

په شلمه پېړۍ کې د ادبي ماهيت په اړه د فورماليستانو دې خبرې په ادبى نړۍ کې غوغا جوړه کړه، چې ادبيات د عادي ژبې غير عادي کول دي. رغښتوالې د فورماليزم پر بنسټ د ادبي ماهيت د رغښت خبره وکړه او د متن د بېلابېلو توکيو پر داخلي اړيکو يې خبرې وکړې.

پسرغښتواله تر دې مخکې راغله او د ناعادي پر ځاى يې په ژبه کې د ځنډولو او لړزندولو(تزلزل) خبره وکړه. د دوى په اند ادب د ژبنيو توکيو ثابتې اړيکې بې ثباته کوي او پخوانۍ ماناوې يې ځنډوي. د دې مطلب دا شو، چې د ژبنيو عناصرو ترمنځ اړيکې تل متزلزلې وي چې کله پرې هم د ادب زلزله راشي، له دې اړيکو رغېدلى د ژبې ماڼۍ درز درز شي او راپرېوځي. ادب يې پرځاى بله ماڼۍ ورغوي.

دا ماڼۍ د ماهيت له پلوه د ژبې له ماڼۍ سره توپير لري؛ خو دا تر عادي ژبې يو څه زياته لړزانده وي. يعنې د ثابتو اړيکو بې ثباته کول پخپله هم بې ثباتي ده او له دې بې ثباتۍ چې کوم ادبى رغښت رامنځته شوى وي، هغه موقتي وي.

همدا علت دى، چې پسرغښتوال وايي، چې ادبي متن ثابته مانا نه لري. هر لوستونکى له متنه د خپلو شخصي علمي او عملي تجربو پر بنسټ مانا اخلي. مطلب، هر څوک ځان د متن په هېنداره کې ويني.

پر لوستونکي سربېره د زمان له پلوه هم د ادبي متن ماهيت روغ نه پاتېږي. وخت که په هر څه کې بدلون راولي، د متن کلي مانا هم بدلوي او دا کلي مانا د بېلابېلو ادبي عناصرو د خپلمنځي تړاو له بدلونه راپيدا کېږي. موږ چې خپل پخوانى ادب لولو، هغسې مانا ترې نه اخلو، لکه پخوانو چې اخيسته. صراحي موږ ته هغسې ارزښت او مانا نه لري، لکه پخوانو چې لاره، څراغ چې پخوا د واقعي ژوند برخه و او په عملي ژوند کې کارېده، خيالي ارزښت يې نه لاره او په دې طريقه يې شاعرانه ارزښت لا نه و ترلاسه کړى، ځکه نو په شاعرۍ کې نه کارېده؛ خو اوس چې څراغ نشته، موږ ته د يوه خواږه خيال غوندې خوند راکوي او په شاعرۍ کې پر بېلابېلو سمبوليکو ماناوو سربېره يې له دې تاريخي مانا خوند اخلو، ګنې د همغو سمبوليکو ماناوو لپاره يې پرځاى ګروپ يا لاسي بيټري هم کارولى شو؛ خو هغه خوند ځکه نه لري، چې دا لا زموږ د واقعي ژوند برخې دي.

له دې نه ښکاري، چې وخت د عادي او ناعادي ژبې په رغښت کې ګوتې وهي او چې څومره موږ لرې کېږو يا له خپل عملي ژوند سره د دې عناصرو په تړاو کې تاريختوب يا فاصله احساسوو، هغومره يې ادبي ارزښت زياتېږي او لکه غمي له لرې نه ځلېږي.

خو د دې مطلب دا نه دى، چې ګنې موږ د خپل ژوند اوسني اوزار په شاعرۍ کې نه شو کارولى. کارولى يې شو؛ خو څه نا څه خواري به ورسره کوو او هغه خواري دا ده، چې زموږ په تصور کې به يې له نورو توکيو سره عادي اړيکې پرې کوو يا ځنډوو يا متزلزلې کوو.

زموږ د معاصرې شاعرۍ لويه ستونزه دا ده، چې معاصرې نړۍ ته کم ارزښت ورکوي. زه د يوه شاعر په توګه ولې الوتکه، ګاډى او فيسبوک په شعر کې ونه کاروم او پر ځاى يې خټينو لوښو او مينا او جام او سبو کې شراب وڅښم. ولې دا نوي ښيښه يي ګيلاسونه؟

دا زموږ د شاعرۍ مخې ته مهمه پوښتنه ده. زموږ شاعرۍ ته پکار ده، چې له وخت سره ګام واخلي. له پخوانو سره زموږ لوى توپير دا دى، چې هغوى په خپله زمانه او خپلو اوزارو کې ژوند کاوه؛ خو موږ د هغوى په اوازرو کې شاعرانه ژوند کوو او هله راته د ژبې عناصر ارزښت پيدا کړي، چې له حال سره يې تړاو پرې شي.

که موږ ته د ژبنيو عناصرو پر تخيلي کولو سربېره د خيالي کولو بله لار ماضي کول ښکاري، نو ولې همدا استفاده له اوسنيو اوازارو ونه کړو. که ګاډى د خپلې فردي تجربې په ډول په خپله شاعرۍ کې د خواږه خيال يا د بېګاني خوندور خوب غوندې له ماضي سره په تړاو کې وړاندې کړو، ښايي، همغومره خوند پيدا کړي، لکه څراغ يې چې لري. دا راته وايي، چې د شاعرۍ او تاريخ يا ماضي يو مرموز خو خوندور تړاو دى. د ټاګور د ګيتانجلي يوه ځانګړنه دا ده، چې ټاګور راته د حال تجربې په خپله فردي ماضي کې وايي او موږ ترې د يوې خوږې خاطرې غوندې خوند اخلو.

خبره په طبيعت کې د موجودو شيانو او زموږ د شاعرۍ ده. په طبيعت کې دوه ډوله شيان دي. يو طبيعي او مصنوعي. طبيعي شيان پخپله نه بدلېږي. مار پخوا هم و او اوس هم دى؛ خو په منګي کې اوس څوک اوبه نه څښي. انسان په طبيعت کې ګوتې وهي او تصنع پکې کوي؛ خو د ده تصنع ثبات نه لري؛ خو لومړى ژبه د طبيعت عکس دى او ادب بيا د ژبې عکس دى. زما د اپلاتون او ارستو له خبرې سره کار نشته؛ خو زه فکر کوم، چې خپله ژبه راته د طبيعت په اړه تصور او عاطفي تعبير راکوي او ليکوال و شاعر په دې تصور کې او له نورو سره د دې تصور په تړاو کې ګوتې وهي، نوې ماناوې ورکوي او لا يې بارز کوي. د منګي تصور د پخوانو په ذهنونو کې يو ډول و؛ خو د اوسنيو په ذهنونو کې ورسره ماضي او خيال هم يوځاى شوى، ځکه چې اوس منګى هغومره نه کارېږي.

دا ژبني تصورات چې په يوه متن کې وپېيل شي، نوې اړيکې پيدا کړي؛ خو دا نوې اړيکي د تاريخ او فردي تجربو له مخې وي. د شلمې پېړۍ د مسلط فکر پر بنسټ متن پخپله کومه مانا نه لري؛ خو د لوستونکي فردي تجربې او زمانه ورته مانا او ارزښت ټاکي.

لوستونکى د خپلو تمايلاتو له مخې د ادبي متن د بېلابېلو عناصرو ترمنځ اړيکې کشف کوي. که خبره دا وي، د رحمان بابا يو شعر به سلو لوستونکو ته سل ماناوې لري. ښکاري خو همداسې. که خبره دا وي، بيا کليت څه مانا؟ د شلمې پېړۍ واکمن فکر تعبير همدا دى، چې په کايناتو کې ثبات هېڅ مانا نه لري، هر څه په تزلزل او تحول کې دي او دا له پخوانو سره زموږ بل توپير دى، چې پخوانو د طبيعت په ګډون تاريخي، فرهنګي او اخلاقي حقايق هر څه ثابت ګڼل؛ خو په شلمه پېړۍ کې د فلسفې پر اساساتو هم شک وشو، چې د حقايقو د پېژندلو لپاره د فلسفې په اصولو کې تحول ته اړتيا ده.

د تحول دا لړزاند حالت راته د انسان ټولنيز ثبات ته ښه نه ښکاري، ځکه که هر څه ګډوډ کړو او ټولنيز نظم ختم کړو، ژوند به څنګه کوو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د مېشل فوکو او ژاک درېدا په ګډون يې د شلمې پېړۍ ټول مسلط علمي جريان ننګولى دى. ځواب يې له همدوى د خولې نه اقبال ورکړى، چې په انساني ژوند کې بل ثبات نشته، همدا تحول ثابت دى.

په دې توګه ويلى شو، چې ژبني او ادبى معيارونه هم ثبات نه لري او د بېلابېلو ژبنيو او ادبي عناصرو ترمنځ اړيکه تل په تزلزل کې وي. ادب دا کمال لري، چې دا تزلل ګړندى کوي او د خيال او شخصي تجربې تومنه پکې ورواچوي؛ نو د بېلابېلو ژبنيو عناصرو ترمنځ لړزنده اړيکه پرې يا نوره هم کاواکه شي او وځنډېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x