نظــر

علماء السلطان د عملاء الشیطان په رول کې

قاري سعید

د حق او باطل جګړه تلپاتې ده، اصل کې د الله تعالی له لورې په خپل مکلف مخلوق انسان د آزمون پدیده له همدې تلپاتې صراع څخه سرچینه اخلي. لاندې قرآني آیتونه ددې مدعاد اثبات لپاره کفایت کوي: الله تعالی فرمایي:

أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ
وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ. سورة العنکبوت ۲ – ۳ آیتونه.
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ. آل عمران ۱۴۲
أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تُتْرَكُواْ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللّهُ الَّذِينَ جَاهَدُواْ مِنكُمْ . . . التوبه ۱۶

په همدې بنیاد له ادمه تردې دمه او الی قیام القیامة پورې د حق اوباطل ترمنځ ډغرې روانې دي،کله مسلمان د کافرو ملک ته ورغلي او کله کافر دمسلمانانو په سیمو هجوم راوړی،خو ددې تلپاتې مقابلې په اوږده تاریخ کې عجیبې او عبرتناکې پیښې او پدیدې هم را مخکې شوي دي،چې په دقت مطالعه یې د هر مبارز مؤمن سترګې خلاصوي، د پند سبب یي ګرځي او د خطرشناسۍ او دښمن تشخیصولو په چاره کې ورسره همکار واقع کیږي.

د حقپالو مؤمنانو په وړاندې د باطل پرستو کفارو او د هغوی دګوډاګیانو او حلیفانو یو خطرناک چال دادی چې دمسلمانانو په خلاف ددیني تحریف شویو توجیهاتو او عالمانو حربه کاروي، اهل الباطل په منظم ډول یو شمیر ضعیف العقیده،متملق او دنیادوسته دیني پوهان او روحانیون په اعتماد کې اخلي او بیا یي د مسلمانانو پر ضد کاروي.

اصل کې دیني علماء په دوو ډلو ویشل شوي،چې یوه ته علماء حق او بل ته علماء سوء وايي، علماء حق هغه دي چې په خپل علم عمل کوي او حق یي اداء کوي او علماء سوء بي عمله عالمانو ته ویل کیږي،مګر د مسلمانو عالمانو دغه ډول چې کفار یي د خپلو ګټو لپاره استخداموي، یا د اسلام د دفاع په ځای خپله دیني پوهه د باطلو حاکمانو او یرغلګرو کفارو د ګټو لپاره کاروي، مسلمان تاریخ پوهان ورته علماء السلطان وایي.

ددغسې مستأجرو عالمانو لومړنۍ ښکاره بیلګه د بني اسرائیلو وتلی عالم بلعم باعورا و، تاریخ لیکي چې بلعم باعورا دخپل وخت لوی دیني عالم او بزرګ و چې د کشف او کراماتو څښتن و،کله چې موسی علیه السلام غوښتل بیت المقدس او شام ته خپل دیني حاکمیت پراخ کړي او دا سیمې له باطلو او جابرو حاکمانو ازادي کړي، نو ددې ځای حاکمانو د موسی علیه السلام د لښکر د شکست او ماتولو لپاره هڅه وکړه دغه دیني عالم د وخت دپیغمبر پر خلاف استخدام کړي، دوی بلعم بن باعوراء په مال او شهواتو سره تطمیع او دې ته اماده کړ چې د موسی علیه السلام لښکر ته ښېرا وکړي، خووروسته الله تعالی دده ښیرا په دعاء بدله کړه او دغه د باطل په دام کې ګیر عالم یي رسوا او تر قیامته عبرت وګرځاوو چې د قران کریم په سورة الاعراف کې یي هم قصې ته اشارې شوې ده.

د دښمن لخوا د حقپالو پر خلاف د ددیني عالمانو استخدام او یا ځيني دنیاپرست عالمان طوعا د باطل په صف کې دریدل،د حاکمانو په مزاج برابر نامشروع توجیهات او تبلیغات کول یوه داسې پدیده ده چې زموږ تاریخ ورسره همیشه همغاړی پاته شوی،د عراق وتلي عالم شهید شیخ عبدالعزیز البدري په دې موضوع یو ښایسته کتاب لیکلی چې عنوان یي دی: الاسلام بین العلماء والحکام.

شهید بدري په دې کتاب کې دې نتیجې ته رسیدلی چې اسلام ته د رسیدليو زخمونو عاملین جابر حاکمان او ددوی چاپلوس درباري عالمان دي،چې د هر باطل پلان لپاره ورته شرعي دلائل له ګیډي جوړوي.دا کتاب چې د حقاني او مبارزو علماء په زرین تاریخ سربیره د ګمراه عالمانو او ددوی د باطلو ولي نعمتانو په مخ درنه څپیړه بلل کیږي یو وخت په ډیری عربي هیوادونو کې یي په چاپ بندیز لګیدلی وخو اوس یي د انټرنټ له لارې موندلی شئ.

علماء السلطان او بلاعمة الزمان که له یوې خوا همیشه د جابرو حاکمانو د لاس آلې پاته شوي له بلې خوا په اسلامي هیوادونو د پردیو یرغلونو په مهال هرځل د یرغلګرو کفارو ملګري او همسنګران هم اوسیدلي دي.

دا خبره مې له یوه عالم نه اوریدلې وه،چې د دې وخت بلعم خیلو په اړه یي کوله. ده وویل داچې سیاف او فضل هادي د امریکا یرغل ته د جواز فتوی ورکوي یا دخوست خان امیر ملا په امریکایي بیس کې د خدمت له لارې جنت لټوي. ورباندې تعجب مه کوئ. په مسلمانانو تر ټولو ظالمانه یرغل د چنګیز یرغل و،هغه چې د مسلمانانو د نیمي زریزې تمدن یې د ایرو په ډیرۍ بدل کړ او په وژنو او قتلونو سربیره یي زرګونه مسلمانې پاک لمنې پیغلې د ولجې په حیث اختطاف هم کړې. مګر د چنګیز په مهال تر یرغل لاندې سیمو کې داسې منافق علماء لږ نه و چې تاتاري یرغل ته یي شرعی توجیهات جوړول اوخلک یي د چنګیز سره دمقاومت او جهاد له امله شرعا ملامت بلل.

په وروستیو پیړیو کې چې اسلامي نړۍ ته دغربیانو مخه شوې، د غربیانو لخوا د استشراق او اسلامي علومو د زده کړې یوه موخه هم داوه چې مسلمانان په خپله توره ووژني،اسلامي علوم د اسلام او مسلمانانو پر ضد وکاروي چې تر ډیره په دې کې موفق هم و اوورسره یي پیوسته دا هڅه هم کړې ده چې د مسلمانانو دیني مراجع او علماء په کنټرول کې واخلي او بیا یي د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

په اسلامي نړۍ د روانو یرغلو پیل چې څه باندې دوه پیړۍ پخوا په مصر د ناپلیون برید بلل کیږي، تاریخ لیکلي چې دپوځي یرغل تر څنګ ناپلیون دا هڅه هم وکړه چې د الازهر د فتوی مسند په خپل کنټرول کې واخلي او ددې لپاره یي ورته د خپل خوښې عالمان د رئیسه هیئت په حیث وټاکل.

دغه مهال په داسې حال کې چې په مصر د فرانسویانو ظلم او ستم روان و، د محارمو او مقدساتو توهین کیدلو، خلک د مسلمانۍ په جرم وژل کیدل،حتی داسې وشول چې د جامع ازهر علمي صحن یي د آسونو په مردارۍ ولاړه، اکثرو برحقو علماء کرامو د فرانسوي یرغلګرو په ضد مبارزه کوله، مګر بالمقابل د خلیل البکري په نوم یو داسې شیخ یا د وخت بلعم بن باعورا هم و چې د فرانسویانو په ضد جهاد یي ناروا باله، دغه مصری عالم دومره له کفارو سره مخلص و چې د دین په تحریف او د فتواوو په طراحي سربیره یي خپله پیغله لور زینب البکري هم ناپلیون ته په واک کې ورکړې وه چې د مسافرۍ او تجرد له غمونو یي خلاص کړي.

په وروستیو پیړیو کې په اسلامي نړۍ د کفري یرغلونو په مهال همیشه یو شمیر داسې درباري عالمانو ظهور کړی چې د شیطان د نوکرانو د رول په اداء کولو سره یي د یرغلګرو کفارو ملګرتیا کړي وي. دغه ملګرتیا کله د فتوی او شریعت د تحریف په ډول ښکاره شوې، کله یي ورسره عملا په سړو او تودو جګړو کې برخه اخیسې او کله یي بیا له یرغلګرو سره په تبشیري فعالیتونو کې همکاري کړې.

څو ورځې وړاندې له مشهور افغان داعي او د تبشیر او مسیحیت له متخصص ښاغلي عبدالغفار جبیر صاحب سره میلمه وم،نوموړي دبایبل یوه داسې پښتو نسخه راوښودله چې په غالبا ګومان په ۱۸۹۰ میلادي کال کې پښتو ته ژباړل شوې او بیا هغه مهال په لندن کې چاپ شوې وه، دژباړونکي نوم ته یي متوجه شوم، شیخ فلان او مولوي فلان یي ژباړنان و، یعني سل کاله پخوا چې دلته انګریز یرغلګر راغلي وو هم ورسره یو شمیر افغان مزدور عالمان د همکارانو په حیث تردې حده ملګري و چې د مسیحي دعوت لپاره یي ورته انجیل هم ترجمه کاوو.

اوس چې اسلامي نړۍ او په خاص ډول زموږ مؤمن اولس له یوه بل ازمون سره مخامخ دی، کفارو مو په کور یرغل راوړی، دامریکا بیرغ مو په پاکه خاوره رپیږي، څلورستوریز صلیبي جنرالان زموږ په هیواد کې دندې لري او ټول واک او ځواک د امریکایي جان کیري په لاس کې دی. یرغلګرو په مستقیم یا بالواسطه ډول داسې ډیر بې عمله عالمان استخدام کړي چې دغه یرغل او د کفارو شتون ته شرعي توجیهات جوړ کړي.

په اصل کې یرغلګرو زموږ د مجاهد اولس د قوت نقطه کشف کړي ځکه زموږ روان جهاد دظاهربین عقل، عاطفې،انساني طبعې او وطن پالنې په مقیاس هیڅ د توجیه وړ نه دی بلکې سراسر تاوان دی، مګر هغه څه چې زموږ جهادته مشروعیت او تقدس ورکوي، زموږ جهاد د بریا، عزت، ګټې او لوړو انعاماتو او عندالله د ستر اجرونو سبب ثابتوي، هغه زموږ د جهاد شرعي حیثیت دی چې د شریعت له نظره د کفارو د یرغل په مهال جهاد فرض عین، تارک یي فاسق او له فرضو څخه منکر کافر دی.

یرغلګر کفار او باطل پرستان غواړي زموږ همدا د قوت نقطه یعنی زموږ شرعي دلیل او برهان تر برید لاندې ونیسي، دوی غواړي زموږ شرعي اعتبار چیلنج کړي چې ددوی لپاره دغه کار یوازې د کرایې عالمان کولای شي چې دیني اصطلاحات ورمعلوم دي او کولای شي د عربي عباراتو په غلط تأویل، ناسم تفسیر او ترجمې سره عوام الناس ورباندې تیر باسي.

زه چې د امریکایي کفارو په خلاف د روان جهاد په فرضیت داسې باور لرم لکه په الله تعالی چې ایمان لرم، دا مې ټینګه عقیده ده اوډاډمن یم چې دغه بلاعمة العصر نه شي کولای حقائق تحریف کړي، دا د چا د پلار په وسه نه ده پوره چې حق په باطل واړوي. مګر که دوی که څه کول هغه به دا وي چې یوازې عوامو یا بې علمه او کم علمه خلکو ته تشویش ورواچوي.

خو دوی دې پوه شي چې په دې کار کې ددوی ډیر وتلي د قلم، ژبې او اعتبار خاوندان لکه سیاف و اذنابه ناکام ختلي،دوی خو پرته له دې چې د خپلې ګناه پیټی دروند کړي بل هیڅ هم نه شي کولای.

نوځکه ښه داده چې د لوی شیطان یعني امریکایي طاغوت له نوکرۍ ځان خلاص او الله تعالی ته راجع او تائب شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

آفرین سعید صاحب

الله تعالی دی په گوتو، قلم او همت کی برکت واچوه، امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x