ټولنیزه برخه

د کتاب مينه

ژباړه او زياتونه: احمدالله احمدزی

امير تيمور ۴۲ هيوادونه فتحه کړي وو بې اندازې مال و دولت يې ټول کړی و، تاريخ يې په اړه ليکي چې امير تيمور به خپل دولت پر اسونو او کچرو ګرځاوه او دغه سلګونه اسونه او کچر به سمرقمند ته د يو ځانګړي کار لپاره راتلل. هغه د دنيا هغه نوميالی فاتح هم و چې په يو لاس به يې توره وه او بل لاس کې کتاب، کېدای شي دا خبر ګرانو لوستونکو ته افسانوي کيسه ښکاره شي چې، هغه په ښي او چپ دواړو لاسونو ليکل هم کولای شول. الله تعالی هيښونکې حافظه هم ورکړې وه، چې کومه خبر به يې واوريده يا ولوستله، هيڅکله به يې نه هېرده؛ مګر د ده ټولې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې د ده نه ختمېدونکی مال و دولت او ۴۲ هيوادونو نيول د ځمکې خوراک شول، ولې د تيمور يوه سرمايه د زمانې له ځواک او زوره ژوندۍ پاتې شوه، هغه د ده په لاس ليکل شوی کتاب و “زه تيمور يم” امير تيمور دا کتاب په فارسي ژبه په ۱۴۰۵ز کې ليکلی و او د قلمي نسخې په شکل د ډېرو خلکو لاسو ته ورغلی و او په ۱۷۸۳ کې اول ځل په برتانيه کې چاپ شو،  له هغې پس څلويښت ژبو ژباړل شوی او له ۲۲۹ کالو راهيسې چاپيږي او لوستل کيږي.

اصلا دا دکتاب عظمت او لویوالی دی کتاب هيڅکله زوال نه مني دنيا کې د امير تيمور په څېر دولتونه له منځه ځي خو د هغه په لاس ليکل شوې پاڼې تل ژوندۍ وي، دا ليکنې به تر هغې ژوندۍ وي تر څو چې د لو ستونکو تنده ژوندۍ وي. دلوستي او نا لوستي ترمنځ يوازنی واټن کتاب وي د تيمور په څير انسانانو يادښتونه د لوستو او نا لوستو تر منځ توپير را منځته کوي او الله تعالی د همدې توپير ژوندي ساتلو لپاره دا کتابونه ژوندي ساتي.

که د دنيا ټولنو ته ځير شو؛ په هغو ټولنو کې به خوښي، امنيت، زغم د ژوند معيارونه او روحي خوشالي وي چې کومه ټولنه کې کتابونه لوستل کيږي.د دې بر عکس چې کومو هيوادونو کې کتابونه کم چاپیږي، کتابتونونه پکې لږ وي، هلته رواني ستونزې ډېرې وي، غم و غصه  او ټولنيزه نا امني پکې ډېره وي.

په ژوند کې د ګردو نعمتونو د لرلو سربېره هم لالهانده، ستړي او غم ځپلي وي، که خپلې ټولنې ته وګورو نو ډېر داسې خلک به ووينو چې ډېر مال و دولت به لري، قدرت او پاچاهي به يې لاس کې وي خو تل به پريشانه انديښمن، او ناقرار وي؛ ستر لامل يې له کتابه لرې والی دی، که موږ په دنیا کې هر څه تر لاسه کړو خو له کتابه پرته خوند ترې نشو اخيستلای، د برياوو راز او نتيجه يوازې له کتابه ترلاسه کولای شو.

که کتابونه له جنګونو، برياوو او فتحو لوړ نه وای، نو لويو لویو فاتحينو، پاچاهانو او دولت مندو به هيڅکله نه وای ليکلي، له سکندر اعظمه تر اوسني بلګيټس پورې که د دنيا د ګردو لويو خلکو ژوند ليکونه وګورو، نو پوه به شو چې ټولو سترو څټو يو يو ارزښتمند اثر دنيا ته پريښی چې همدې کتاب بيا ده ته ژوند وربښلی په همدې کتابونو کې د دوی د بريا او زوال لاملونه هم وي او د دوی د ژوند رښتينی انځور هم دا کتاب وي او تر څو چې موږ دغه کتابونه ونه ولولو، د بریا په لور قدم نشو کيښودای او خپلې تېروتنې نشو پيژندلی.

ليک لوست يو عادت وي او دا عادت هم د نورو عادتونو په څير بايد سم او د ژوند يوه مهمه برخه وګرځول شي. که موږ کتاب لوستل د خپل ژوند روان عادت ونه ګوځوو، زموږ عادت هيڅکله هم د مطالعې وړ نه کيږي. بريالی انسان خپل ماشومان مخکې له دې چې ښونځۍ ته وليږي، له کتابونو سره اشنا کوي بازار کې يې د کتابونو دوکانو ته بيايي واړه واړه کتابونه ورته اخلي کتابتون ته يې بيايي خپل کوچني ته د کتاب راخيستلو لارې چارې ښيي، له کوره د وتلو پر مهال يې کتاب تر څنګ نيولو عادت هم ور جوړوي.

موږ تاسې چې هر ځای کامياب انسان وينو،خامخا به د سفر پر مهال، رستورانت او پارکونو کې اخبار يا کتاب لولي. په اروپا او امريکا کې د کتاب لومړی چاپ شمېر لس لکه وي. د متحده ايالاتو ابادي ۳۱ مليارده او درې مليونه ده، ولې هلته داسې کتابونه هم شته چې څلويښ څلويښت لکه دانې چاپ شوي وي، موږ تاسې هر يو بايد مياشت درې څلور کتابونه واخلو په هره ژبه چې څه ناڅه عبور لرو بايد کتابونه يې واخلو له پښتو پرته فارسي، اردو، عربي او انګريزي چې څوک پوهيږي تر خپلې کچې دې د همدې يا نورو ژبو کتابونه واخلي، ځکه چې ژباړې باندې دومره باور نه وي په کار څومره چې اصل کتاب باندې په کار دی، موږ تاسې بايد خپلو کوچنيانو ته هم د کتاب لوستلو او اخيستو عادت ور جوړ کړو او وخت پر وخت ترې د کتابونو په اړه پوښتنې وکړو، لکه څرنګه چې هره اوونۍ موږ د کور سودا کوو، همدغه شان بايد کتاب پلورنځيو ته هم سر ورښکاره کړو او د خپلې کورنۍ غړو ته کتابونه واخلو.

دا سمه ده چې کتابونه هم ورځ تر بلې ګرانيږی، مګر ددې هر څه سربيره اوس هم د جامو، څپلیو او غوښې څخه ارزانه دي. که څوک ځان لپاره څپلۍ واخلي نو يوازې دی يې کارولی شي نه بل څوک، همدا رنګه موږ تاسې د خپلې ښځې چپړې نشو پښو کولای چې د باندې ورسره را وځو، او نه ښځه او ماشومان زموږ څپلۍ پښو کولای شي، ولې کتاب بيا داسې نه دی. ستا کتاب، ستا ښځه ماشومان او د کور هر غړی لوستلی او له ځان سره هر ځای ته وړای شي، بله دا چې جامې و څپلۍ زړيږي څه وخت پس به يې غورځوې مګر کتاب زړيدل نه لري دا د ټول عمر پانګه او ملګری دی.

څرنګه چې موږ په خپلو کورونو کې کوټې، تشنابونه، ميلمستون او اشپزخانې جوړو، همدغه شان بايد یو وړوکی کتابتون هم ولرو، که کورونو کې مو مناسب ځای نه وي نو دومره خو خامخا کولای شو چې يوه وړه المارۍ په خپله کوټه کې ولرو بايد پخپله کوټه کې يو ميز او چوکۍ کيږدو او د خپل لوستو ځای يې وټاکو. چې له کوره وځو موږ له ځان سره تسبې او کتاب دواړه اخيستلی شو په تسبو به   د ګرځيدو، سودا، دفتر، کار او خبرو پر مهال د الله تعالی ذکر کوو او چې لږ هم د ناستې ځای راته پیدا شي، نو خپل کتاب را اخلو او  لوست کولای شو، دې سره به موږ خپل ارزښتمند وخت هم وساتو او له ناوړه حرکتونو او بې ځایه خبرو هم ځان وساتو.

د علم تر لاسه کولو يوه لار سوال کول دي، زموږ په ذهنونو کې هره ورځ په زرګونو سوالونه راځي موږ بايد په خپلو جيبونو کې يوه وړه کتابچه ولرو او هر مهم سوال پکې وليکو او چې کله هم د ځواب چانس په لاس راځي نو له کتاب، انټرنيټ او علماوو کولای شو د دې سوالونو ځوابونه ترلاسه کړو، نو زموږ علم کې به ورځ تر بلې زياتوالی راځي، موږ بايد هره اوونۍ له لوستو اوعلمي سټو سره کينو، مګر دا علمي خلک بايد له يوې ډلې نه وي، په دوی کې بايد ساينس پوه، مؤرخ، اديب، ديني عالم او سیاستوال شامل وي تر څو چې موږ له هر رنګه علمي ټولنې يو څه تر لاسه کړو، که موږ تل يو رنګه خلکو سره ناسته ولاړه کوو نو فکر به مو محدود وي. او نيمګړی سوچ له ناپوهۍ هم ډېر خطرناک دی.

موږ هره ورځ لږ وخت تلويزون هم کتلای شو يو نيم معياري فلم هم کتل ښه دي او انټر نيټ هم د علمي موخو لپاره کارولی شو ځکه چې انټر نيټ هم د معلوماتو لويه زيرمه ده. موږ سره دوه لارې دي يو دا چې ناپوه، نالوستي د ځناورو په څير ژوند وکړو چې خوراک، څښاک کوي او ماشومان زيږوي او له دنیا ځي؛ بل پلو هغه انسان دی چې د خوراک، څښاک او کورني ژوند سربېره د ژوند اصلي موخه هم وپيژني چې انسان ورسره خپل خوراک ،څښاک او نور ژوند هم با مقصده کولای شي. او دا کار له کتابه پرته ناشونی دی. له کتابه پرته ژوند داسې دی لکه بې خونده ميوه چې هر څه پکې وي خو مزه نلري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x