د روژې مبارکه میاشت

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (25) او پاتي ټولي برخي

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۵)
 
اوبه اوساينس
Water and Science

اوبه که په هربڼه سره وی (حرارتي، کیمیاوې، لزوجی اوداسی نور۔۔۔) داهره بڼه ئې دانسان لپاره پخپل ځای کی ګټوره ده، اوپخپل ځای کی خپله دنده ترسره کوی؛ داوبوڅخه دژوندیوموجوداتوڅخه هرډله اوګروپ ئې خپله ګټه اخلی دبېلګې په ډول سره ماهیان داوبوڅخه خپل تنفس ولاسته راوړی،

اواوبه ددوی ژوندژواک دی, په کیمیاکی داوبوفارمول ( H2O) دی، نوځکه کبان داوبوددغه اکسېجن څخه استفاده کوی اوټول ژوندئې پوری تړلی دی، ځینی بیاداسی نورحیوانات شتون لری چې (ذوحیاتین) دی یعنی هم دازاداکسیجن څخه اوهم داوبوداکسېجن څخه پوره استفاده کولای شی، اوانسان بیایواځی دازاداکسېجن څخه خپل تنفس کوی۔
ساینس پوهان په دې باوردی چې داوبوارزښت دومره زیات دی د(Viscosity) یعنی لزوجیت له پلوه چې په هیڅ مایع شی نشته چې ورسره پرتله اووروسره مقابله شی۔
داُمت مسلمه لوی عالم هارون يحی وايی:
اوبه دخپلوکیمیاوې اوطبعي ځانګړتیاووسره ـ سره دژونداصلی جوهراوبنسټ دی، اوځمکه اودځمکې ژوندپراوبو ولاړدی، الله جل جلاله انسان پیداکړاوومځکې ته ئې راواستاوی چې پرځمکه ژوندوکړی اوبشریت وهدایت ته چمتواواماده کړی، وروسته دانسان ژوندپراوبووتړل شو اوهمدارنګه اوبه دانسان دژوندلپاره یوبنسټ اودانسان وژوندته ئې توازن ورکړیدی۔
په نړۍ کی دژوندپيل داوبوڅخه شويدی:
داوسنی نړۍ ټول ساینس پوهان پردې باندی متفق اوپه یوه خوله دی چې دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی، دجرمنی یووتلی جیالوجیست(مځکپوه) ابراهام ورنر(۱۷۵۰-۱۸۱۷) په دې باورووچې دغروپیدایښت داوبوله وجی دی، هغه اوبه چې دمځکې په نس کی دی هغه غازونه جوړوی چې په نتیجه کی دغروڅخه دځمکې دنس غازونه داورغورځونکوپه بڼه سره صورت نیسی۔
په قرانکریم کی دژوندبقاء هم په اوبوپوری تړاولری، اوهمدارنګه په نړۍ کی دژوندپیل داوبوڅخه شوی دی۔ اوپاته دی نه وی چي دقران حکیم هرایات پخپله ساینس پوهانو تصدیق کړیدی، خواُمت مسلمه ودې ته اړتیانلری چې دقرانکریم تصدیق دی یوساینس پوه وکړی، دالله جل جلاله په کلام کی هیڅ شک وشبه نشته، خودانسان عقل ، فکراوعلم ناقص دی، اوکله چې ئې علم ولوړې درجې ته ورسیږی نودقرانکریم هرایت به تصدیق کړی۔
ډاکټرموريس بوکائې دقرانکريم په هکله وايی:
قرانکریم چې دژوندپه هکله هرڅه ویلی دی هغه داوسنی ساینس سره هیڅ ټکرنلری۔
(اسلام کې سچائې اورساینس کې اعترافات، محسن فارانی)
قرانکریم کې ساینسی انکشافات، ابومحمدمخدوم زاده)

(اوبودوران)
Water Cycle
اوبه دکائیناتوپنځونکی دیوه ځانګړی نظام لاندی طی کوی، چې ودې نظام ته داوبودوران (Water Cycle) وایی، ساینس پوه برنارډپالیسی (Bernard Palissy) په ۱۵۸۰ کال کی داوبوددوران نظریه وړاندی کړله اوده وویل چې دسمندرواودریابواوبه دبخارپه بڼه سره وهواته پورته کیږی وریځ ورڅخه جوړیږی اوبیا چې کله یخی شی نودباران په شان اوری، اوهمدارنګه دمیلادڅخه ۷ پېړۍ مخکی یویونانی فلیسوف (Thales) هم په دې عقیده وو، خوهغه وخت داخبره چانشوای منلای۔
په قرانکریم کی چې څومره ځایه داوبوپه هکله بیان شویدی هغه ټول حقایق داوبودعلم (Hydrology) سره خوله په خوله دي بلکې ددې علم پوهان دقرانکریم په ډېروایاتواوس هم نه پوهیږی اودائې ویلې دی چې په راتلونکووختوکی به داسی پوهان پیداشی چې دقرانکریم په ټولوحقایقوباند پوه شی۔
(Islam and Science/Water /Water Cycle/Dr. Abdul Karim Zaker Naik)

نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

———————————–

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۶)
 
داوبوکيمياوي تجزيه
Chemical Analysis of Water
په اصل کی لکه چي ذکرشوه چي اوبه دهایدروجن اواکسیجن ددووغازونویومحصول دی، یعنی (H2O) ده، چې په صفردرجه کی دحرارت یخی (منجمد) کیږي، اوپه ۱۰۰ درجوکې دجوش نقطې ته رسیږی اوایشی ؛ یوه ځانګړتیا اوبه دا لری چې واوبوته چې په هراندازه  سره حرارت ورکول شی تر۱۰۰ درجونه اضافه کیږی اوکه چيری همدااوبه په بخاربدلې شی نوتوان ورڅخه پیداکیږی چي دابېله موضوع ده۔
دکیمیادعلم له پلوه اوبه په دې اړینې دې چې کیمیاوې زیاتې تجربې بې اوبوصورت نه نیسی اوبله ښکلې اودتعجب خبره خولاداده چي که هرڅه دااوبه ددووغازونواکسېجن اوهایدروجن څخه جوړشوی دی، که فرضااوبه دمځکې دکُرې څخه نیستی شی، اوکه یادیوه ښار، سیمې، هیواد څخه دااوبه نیستی شی؛ په نړۍ کی چې هرڅومره دنړۍ په کچه پرمختللې صنعتي هیوادونه چې په عصری تیکنالوجی هم برلاسی وي، په مصنوعی ډول سره نشی کولای چې داوبوکموالی پوره کړی، اونه ئې هم په مصنوعی ډول سره جوړولای شی چې دایوواقعیت دی حتی دیوه کوچنی لښتي اوبه نشی پوره کولای؛ چي داهم دیوه قادرجل جلاله په پوره ځواک اوالهی واک باندی دلالت کوي
داوبوکيمياوي اجزاء
اوبه دنړۍ په ګوټ ګوټ کی لکه څرنګه چي ئې خوندونه مختلف دی په همدې ډول سره ئې کیمیاوې اجزاء ئې هم مختلف دی اویوه سیمه دبلې سیمې سره توپیرلری، یوځای اوبه خوږې وې، یوځای اوبه څه مالګینې وې بل ځای بیااوبه څه ترخې وې اوداسی نور۔۔۔
په عمومي ډول سره داوبواجزاء په لاندی ډول سره دي:
Calcium 25 (کلسیوم)
Magnesium 22(مګنیزیم)
Chlorides 28(کلورایدونه)
Nitrites 28(نایتریتونه)
Iron 0.2(اوسپنه)
Hardness 110
Carbohydrates 230(کاربوهایدریتونه)
Sulphates 38(سلفیت)
Fluorides(فلوراید)
Iodine(ایودین)
(طب نبوي اورجدید ساینس ټوک دوهم)
Water is the Basic Source of Life
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر


 
روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۷)
 
داوبوکيمياوي ځانګړتياوې

اوبه یوداسی الهی نعمت دی چي هیڅ انسان ورڅخه سترګې نشی پټولای، اوبه ځینې ځانګړتیاوې لری چې دفطري شریعت مطابق دی، داکیمیاوې ځانګړتیاوې ئې دساینس سره کوم ټکراوبداړخ هم نلری، داوبوترټولو لویه ځانګړتیا داده چې غوره محلل(Solvent) دی، یعنی هرشی په اوبوکې په اسانۍ سره حل کېدلای شی ؛ یاپه بله ژبه درته وایم چې ټولې کیمیاوې مادې په اوبوکی په اسانۍ سره حل کېدلای شی  ، دمعدني موادودښه حل کېدوله کبله اوبه چې هرځای په هره دښته ، ویاله، رود، سیند اولښتی کی بهیږی، ځمکه خوراښیرازه اوخړوبه کوی، له همدې کبله اوبه دزرعت لپاره یوژوندژواک بلل کیږی اوواوبوته دژوندیوه کړۍ  هم ویل کیږی؛ دزرعت له پلوه هغه اوبه ډېرې ښې وې چې پرډېرواټن باندی بهیږی اومختلف معدنی موادله ځانه سره وړی، که چیری دااوبه پرځمکوبهیږی نوهغه ځمکه دجنت په یوې ټوټې بدلوې، زرغونه کوی ئې اویوه وچه اوشاړه صحرااوبدیاپه یوه سمسوره چمن اوبڼ باندی بدلوی؛ وبل لورته که همدااوبه یوه جهیل، اویاهم سمندرته  پریوه ریګستان باندی وبهیږی نوهغه به دبخمل په شان یوه شنه اوزرغونه دره ورڅخه جوړه کړي۔
اوبه په ډېروکیمیاوې تعاملاتوکی دکتلست (Catalyst) دنده ترسره کوی، یعنی په تعامل کی چټکې راولی اوخنډونه له مینځه وړی، بله ځانګړتیائې داده چې په اوبوکی کیمیاوي تعاملات ډېرښه صورت نیسی۔
يونړېواله اووتلی کيمياپوه مائيکل ډيټس وايی
اوبه دخپلوځانګړتیاووله کبله دتعامل قبولودقابلیت په درلودلوسره دژونداوځمکې لپاره ترټولوښه مایع اونعمت دی۔
دبايوفزيکس (Biophysics) يوپروفيسرهيرلډمورووټزداسی وايی:
په دې څوکلونوکی داوبونوی خاصیت پېژندل شوی دی اوپردې باندی څېړنې اومطالعې هم پیل شوی دی اوهغه خاصیت ئې دادی چې اوبه د بیولوژیکل توان (Biological Power) یوه کیلې ده، اوکېدای سی چې دژوندپیل هم داوبوڅخه شوی وي، چې هرڅومره څېړنې اومطالعې شوی دی په پایلوکی داراوتلی ده چې  اوبه دقدرت دښکلی نظام څومره ښه ښکلی سمون خوری اودمقتضا مطابق دی۔
(کائنات کی تخلیق)

داوبونورې ځانګرتياوې

دانسان په بدن کی چې په شریانو(Arteries) اویاپه وریدو(Veins) کی وینه حرکت کوی، اویادانسان په بدن کی خپل دوران کوی دهغې زیاته برخه اوبه دی؛ دوینې په حجروکی چې پروتینونه، هارمونونه اونوربېل شی نوپاته برخه ئې دوینې پلازما(Blood Plasma) ده چي ۹۵ سلنه ئې اوبه دی۔
دادالله جل جلاله ښکلی اودرست نظام دی چې دوینې لپاره ئې دومره اوبه ټاکلی دی، که چیری اوبه تردې اندازې کمی شی نووینه خټه (Viscous) کیږی، چې بیادداسی وینې پمپ کېدل دزړۀ لپاره بدعواقب اوستونځې لری، اوکه ډېره خټه شی نوزړۀ نشی کولای چې وینه پمپ کړی۔ نوداوینه (خټه وینه) نه پمپ کیږی، چې مطلب ئې
دادی چي داوینه وعروق شعریه (Capillaries) یعنی وهغونریو اوکوچنیورګونوته چې دوېښته په شان دی نشی داخلېدلای چې داپایلې ورڅخه راوځی چې وینه زموږوټول بدن ته نه ځی۔
دعروق شعریه اصلی دنده داده چي اکسېجن، غذایی توکی، هارمونونه اوداسی نوردبدن وهرې حجرې ته رسوي، چي داحیاتی دنده ده؛ دانسان په بدن کی ددې نریورګونویوه شبکه (Network) شتون لری، چي دانسان لپاره خوراارزښت لری اودنده ئې هم ډېره مهمه ده اودلوی خدای جل جلاله په قدرت اوپوره کمال سره داشبکه په ډېره ښکلې بڼه سره غوړېدلې ده، داناتومی دعلم (تشریح الاعضاء) مطابق تقریبادانسان په بدن کی پنځه اربه داډول واړه اونري رګونه شتون لری، که چیری دانري رګونه ټول سره یوځای وتړل شی نواوږدوالی ئی تقریبا۹۵۰ کیلومتروته رسیږی اوبل لورته وینه چي کله ددې نریورګونوڅخه تیریږی اووټول بدن ته رسیږی که چیری اوبه کمی اووینه دخټوالی (Vicosity) سره مخامخ شی نودوینې نظام اودوران فلجیږی اوله فعالیته غورځی۔
نوربه ددې واړورګونوپرارزښت باندی رڼانه اچوو، اوواصلي موضوع اوتودټکی (په اوبوسره روژه مات) ته راشو، دروژې په میاشت کی فوراپه طبعي ډول سره دانسان تنده زیاتږی، اودروژه ماته وروسته دتندې جنازه پورته کیږی، اوانسان اودانسان روح پوره دسکون اواراموالې احساس کوی اویوځل بیادانسان ژوندژواک بیااحیاء کیږی چې دایوفطری شعوردی۔
دامعلومه خبره ده چي یوانسان دروژه مات پرمهال دومره اوبه نشی څیښلای لکه په ټوله ورځ کی ئې چې څیښی، خوداټوله ورځ چي یوانسان اوبه نه وی څیښلې اووینه ئې څه خټه شوی وي نوضعیفه خلک اوهغه خلک چي دډېرعمردرلودونکی وي دروژه مات پرمهال اویاهم مخکی دضعف په حالت کی وي، چې داوبوپه څیښلوسره ئې داټولې ستونځې له مینځه ځی اوانسان دپوره تازګۍ اوپوره ښکلی احساس پرټغرباندی کښېنې اودرست کیږی، په طب کی دامسلمه اوفطري معادله ده چي کله یوانسان اوبه ونه څیښی نودې دمایعاتودکمښت (Dehydration) سره مخامخ کیږی اوکله چي یوانسان په یوه ریګستان اویاهم سفرکی ډېرتږی شی، دبدن مایعات(اوبه) ئې خوله شی، اویاهم ئې دبدن اوبه دبولوله لاری ووځی، نوانسان دمرګ سره لاس اوګرېوان کیږی، چې داسی کمښت په روژه کی نه راځی داځکه چي اکثره وخت روژه د(۸- ۱۸) ساعته پوری وی، اوبله داچي ټول مسلمان اُمت پېشلمی کوي، چې دامرګونی حالت دی، خوپه هرحالت داوبوکمښت دپښتورګواودینې دناروغیوسبب هم ګرځی، چې په روژه مات باندی داوبوڅیښل داټوله ناورین اوناخوالې دخاوروسره خاوری کوي، اوودې ټولوتکلیفونوته دپای ټکې اېږدی اوهرڅه نارمل کوي، داځکه چې دانسان ټوله بدن بیاداحیاء ولورته دورمی، نوی ساه پکښې چلیږی اودپوره خوښې احساس کوي۔
هغه ناروغان چي دپښتورګوډبره (Renal Stone) لری دلږواوبوپه استعمال سره داډبرې غټیږی اوکه چیری اوبه ډېرې استعمال کړی نودپښتورګودتکلیف به ئې څه سپک شی، اوپښتورګې به ئې صفاء شی اودبولوسرعت به ئې تیزصورت ونیسی چې دډبرودویلې کېدواوټوټه کېدواووتلولپاره ډېره ښه زمینه اوموقع ده، ډاکتران وداسی ناروغانوته دروژه مات پرمهال داوبودڅیښلوتوصیه کوي۔
هغه ناروغان چي دشکرې په ناروغۍ اخته دی، دهغوی لپاره هم په اوبوسره روژه مات کول اړین دی، داځکه چي دده اړتیانسبت وعاموانسانانوته داوبوډېره ده۔
هغه خلک چي پښتورګې ئې کمزورې وی، نودپښتورګوفعالیت اوحرکت ئې هم کمزوری دی، اودبولووتل ئې هم ډېرلږصورت نیسی، چي دادوینې لپاره زهردی، دداسی ناروغانولپاره دعسلواوبه(چې عسل اواوبه سره ګډکړل شی) اوروژه په ماته کړی ډېره ښه اوغوره ده۔
یوه خبره عموماپه یادساتل دی هغه داچي دفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم چې کوم عمل کړیدی اویائې هم حکم اوامرکړیدی هغه دحکمتونوڅخه ډک دی؛ چې داحکمتونه ورځ په ورځ څېړل کیږی، کتابونه ورباندی لیکل کیږی، اودنړۍ ټولومفکرینواوساینس پوهانودامنلې ده چي دبشریت سترلارښودصلی الله علیه وسلم په هره وینااوفعل کی ښې ګڼې نغښتې دی، نوځکه داُمت مسلمه وهروګړی (نراوښځې) ته لازمه ده چي دامام الانبیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم په هرامرباند عمل وکړی اودهرنهی څخه ئې پوره ډډه وکړی بېله دې چي ددې امراونهی وفلسفې اوحکمت ته نظرواچوي۔
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

————————–

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۲۸)

دمبارکې روژې په برکت سره می اسلام قبول کړ

(فاطمه سکاټ)

زمادمسلمانېدولړۍ يوالهامی کاروو، هغه په دې مطلب چي زمادبدن په یوه رګ کی  هم داسی احساس اونښې نښانې نه وې چي اسلام قبول کړم؛ خوچي هدایت راشی نوضلالت ځی، چي رڼاراشی تاریکه خپل ځان ټولوی، چي ورځ پیل شی شپه خپل کډه کوی اوچي کله دحق څرک دانسان پردماغ اواحساس دښکاری په شان راښکاره چي نودباطل جنازه پورته کیږی اوله خاورورسره خاورې کیږی۔
مخکی اسلام راوړل په اروپاکی یوپېغوراوشرم احساسېده، په ځانګړی ډول سره په هغوسیموکی چي هلته به کلیساوې ډېرې وې، دعیسایت لمن به پراخه غوړېدلې وه اوهرځای به دبایبل پوهان ، مبشرین اومبلغین ناست وه، اوخلک به ئې وعیسایت ته رابلل اودعیسایت دمینې تخم به ئې پکښې شینده، وکلیساته به ئې  بلنه ورکول اوکله کله خوبه ئې په کرسمس کی یوه نسخه دبایبل هم دسوغات په ډول سره ورکول، نوپه داسی سیموکې ومسلمان ته په سپکه سرګه کتل، سپکې سپورې ورته کول، تجاوزورباندی کول دایوه عادی خبره وه،داټولې هلې ځلې دعیسایی مبلیغینووې اودوی تراوسه داپوره کوښښ کوی چي داټوله نړې (Christianized) کړی، یاپه بل عبارت داټوله نړۍ عیسایی کړی، خوداناشونې اودامکان نه وتلې خبره ده، چي په دې خوبوکی ډېرپاپان، راهبان اوکشیشان ترخاورولاندی شول اوداارمان ئې پوره نشواونه به هم  پوره شی۔ دایوحقیقت دی چي عیسایی ګروپواوکړیواسلام وموږ(ښځو) ته ډېرسپک معارفی کاوه، اوحال داچي کومی کامیابۍ، خوښۍ، سکون اوښکلی احساس چي په اسلام کی شته په بل هیڅ دین کی ئې زرمه برخه هم نشته؛ نوځکه که یوچااسلام قبول کړې وای نوهغه به دلوی ګواښ سره لاس اوګرېوان وو، اوداسی خولاهم پېښه شوه چي زمایوه دوسته (عایشه اسلام) چي کله په اسلام مشرفه شوه نودعیسایی وحشی ځناورولخواڅخه په مرموزډول سره لومړی هغه وتښتول شوه، ووهل شوه، په ژوندئې ویښتیان ورڅخه وکښل شول اوبیائې په ډېربدحالت کی شهیده کړل، چي ددې شهادت دټول امت مسلمه لپاره یونه هېرېدونکی ویاړدی،پخپله عایشه اسلام یوه ډېره نیکه، رېښتنې، مخلصه اوزړه وړونکی څهره وه، اوداسلام لپاره ئې دومره کوښښ شپه اورځ کاوه چي لکه داسلام درڼاغوړېدل چي پردې باندی فرض وی، اوحال داچي عایشه اسلام مخکی یوه متعصبه عیسایی وه، خوچي کله مسلمانه شوه نوواسلام ته ئی چوپړنه هېرونکی دی، اوتراوسه دچانه ده هېره، اودټولوپه زړونوکی پوره ځای لری، هرچاودې ته احترام کاوه، داځکه چي داپه ډېرومذهبونوکی ماهره وه، اوپوره معلومات ئې درلودل اوله همدې کبله ددې په جنازه کی علاوه دمسلمانانوڅخه هندوان، عام عیسایان، زردشتیان، یهودان اودنورومذهبونوخلکوګډون درلودی، مادشهیدې خورپه جنازه کی دخپلې بلې ملګرې (مریمې) سره دومره وژړل چي وروسته دتګ نه وم، اوهغه دومره بوګنونکې ورځ وه، چي یادول ئې دسړی له دماغ اوفکره څخه لوړدی؛ خدای بخښلې عایشی به تل ماته داتوصیه کوله چي مسلمانه شه ،اودابه ئې هم راته ویل که دی په اسلام کی دزړۀ مراداودژوندهدف ترسره نشواوټولې نیمګړتیاوې دی بشپړې نشوې نوبیاماته سزاراکه!!! خومادهغې وخبرې ته کومه توجه نه کوله اوارمان ارمان!!! چي زه هم په هغه وخت کی مسلمانه شوې وای اودشهادت ویاړمی ګټلی وای، اواوس هم  زه داسلام په لاره کی دلوړشهادت انتظارکوم، الله جل جلاله دی رانصیب کړی۔
نوپه داسی ټولنه کی اسلام راوړل ومرګ ته ښه راغلاست ویل وو، خودعایشې اسلام دشهادت څخه وروسته په دروکلونوکی چاپېریال په مکلمل ډول سره بدلون ومومی، اوددې وینه ضایع نشول اودومره انقلاب په ځوانانوکی راغی چي اوس اسلام دشرم پرځای یوویاړدی، هرڅوک داکوښښ کوی چي قران ولولی، احادیث نبوی صلی الله علیه وسلم زده کړی، په سیرت نبی صلی الله علیه وسلم ځان خبرکړی اوداسلامی ویاړلی تاریخ اواسلامی فکرمطالعه خپله کړی، لله الحمد!!!اودپوره مطالعې اوڅیړنی څخه وروسته ډېرځوانان هره ورځ زماپه شان اسلام راوړی، لله الحمد!!! اوس ډېراسلامي مرکزونه جوړشویدی، دمسجدونوډبرې کښېښودل کیږی، اواسلامي حجاب ډېرعام دی، خلک خپل شخصی کورونه نړوی اومدرسې اومسجدونه ورڅخه جوړوی چي داهغه ویاړدی چي موږئې شُکرنشواداکولای؛ دپوره ویاړځای خولادادی چي ځوانانوپه پوره لیوالتیاسره داسلام نه ستړې کېدونکی چوپړکوی، اوداسلام لپاره هرکوښښ دخپل ځان لپاره ددې دنیااوداخرت سعادت اونیکرغی ګڼې۔
مخکی پرمسلمانانودومره سختۍ وې، چي بیانول ئې ناشونې اودردونکی دی، خوزه دخپلې سیمی یوه بېلګه وړاندی کوم:
هغه داچي یووړوکی مسجددعمرفاروق رضی الله عنه په نامه تعمیرشو، اود(25ـ 35) پوری به مسلمانان ورته راتلل، اذان هلته ددې سیمی دعیسایانوله خواڅخه بنداعلان کړل شو، مسلمانان ووهل شول، دمسجدامام بې عزته شو، اودخنځیرپه وینوباندی په عام محضرکی ولمبول شوهغه وخت راورسېدی چي مسجدشهیدکړل شی اومسلمانا ن له دې ځایه پسی وشړل شی، ژردولت مداخله وکړل اودمسلمانانوپرټولوسیموئې دپولیسوځنځیرراتاوکړاودمرګ اودردڅخه ئې وژغورل، اوفیصله په دې وشول چي اذان دی بندکړل شی اوپه مسجدکی داذان پرځای یو ګروپ ولګول شی ترڅخه دګوتوپه شمېرمسلمانان ورته راشی، په مسجدکی به هیڅ ډول تبلیغ نه کیږی، دقرانکریم تعلیم دی نه وی، غیرمسلمانان دی واسلامی مراسیمواومسجدته نه دعوت کیږی اوداسی نور۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

خواوس الحمدلله په هغه سیمه کی ډېرمسجدونه، جامع مسجدونه، مدرسې اودمسلمانانوټولنې اومرکزونه شتون لری اواسلام په چټکۍ سره خپله لمن غوړوی۔
چي اوس په اروپااوامریکاکی داسلام دحقانیت څخه هیڅوک انکارنشی کولای چي دایونړیوال کوټلی واقعیت دی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x