شعـــــرونه

ډالۍ!

ډاکټر فيض محمد ځلاند

بارانه مه راځه زه دلته وریدلی یمه
ستا له اسمانه زه په ځمکه را لویدلی یمه

په دې ویجاړ ښار کې اسانه دی د شګو مزل
په دې اغزنه لاره څو ځلې زه تللی یمه

هر یو ځنځیر له ځانه لري کړي په مخه خلاص شي
زه چې د هر کور دروازې ته دریدلی یمه

خوشبو لاسو کې ګل په شونډو خال په زنه ښکلی
جانانه زه دې تماشې ته بیا راغلی یمه

ستا له ډالۍ نه بیا مننه زندګې جانانه
ځلانده شکر چې له لاسه یې نیولی یمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close