ویلیمسن په ټیسټ لوبو کې هم د نیوزیلینډ لوبډل مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د نیوزیلینډ کرکټ بورډ په رسمي ډول ومنله چې کېن ویلیمسن يي د ټیسټ، یوه ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو لپاره د خپلې ملي لوبډلې لوبډل مشر ټاکلی.

دا په داسې حال کې دی چې نوموړی له دې وړاندې په نړیوالو یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې د نیوزیلینډ د لوبډلې لوبډل مشر و خو د برینډن میککلم له استعفا څخه وروسته نوموړی د ټیسټ لوبو لپاره هم د دغې لوبډلې لوبډل مشر وټاکل شو.

ویلیمیسن په تیر شل اوریز جام کې هم د دغې لوبډلې لوبډل مشر و. نوموړی په ۳۶ یوه ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کې خپله لوبډله رهبري کړې. له دې وړاندې برینډن میککلم په ټیسټ لوبو د دغې لوبډلې لوبډل مشر و خو په فبروري کې د نوموړی استعفا څخه وروسته نن د نیوزیلینډ لوبډلې په رسمي ډول اعلان وکړ چې ویلیمسن به په ټیسټ لوبو کې هم دغه لوبډله رهبري کوي.

د نیوزیلینډ د کرکټ بورډ مشر ډیویډ وایټ رسنیو ته وویل:« ویلیمسن له اوږدې مودې څخه خپله لوبډله رهبري کوي او ثابت کړی يي دی چې یو وړ لوبډل مشر دی. نوموړی خپل د مشرانو او د کرکټ ټولنې لخوا د لوبې په ډګر کې او د لوبې له ډګر څخه دباندې د خپلو مسلي کړنلارو له امله ستایل کیږي او نوموړی د کرکټ لپاره غښتلی ذهانت لري.»

د نیوزیلینډ لوبډله به د جولايي او اګست میاشتو کې سویلي افریقا ته له زیمبابووي او سویلي افریقا سره د ټیسټ لوبو لپاره سفر وکړي. ویلیمسن اوسمهال ۲۵ کاله عمر لري چې له سټیفن فلیمینګ او جان پارکر څخه وروسته درییم تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د نیوزیلینډ د ملي لوبډلې د ټیسټ لوبو لوبډل مشري په غاړه لري.

ویلیمیسن چې اوس په انډین پریمیر لیګ کې لوبه کوي وویل:« دا په یقیني ډول زما لپاره د سرلوړۍ خبره ده. د لوبډل مشر په توګه ما له خپل وخت څخه خوند اخیستي او تل په دې باور یم چې دغه لوبډله سترې لاسته راوړنې ترلاسه کولی شي.»

نوموړې زیاته کړه:« زه خوشحاله یم چې د ملاتړ لپاره یو شمیر تکړه او تجربه لروونکي لوبغاړي شتون لري او په یقیني ډول به هڅه وکړم د هغوي له وړتیاو ګټه پورته کړم. مونږ ټول یو هدف لرو او هغه هم د نیوزیلینډ لپاره د ویاړ او کرکټ لوبو ګټل دي.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د