janmohammad and wazeer1

قوې پیغام : قطر دفتر پاکستان ته په سفر

عبدالله مسافر

پرون د دوشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د یوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې ومنل شوه چې د دوی سیاسي دفتر یو لوړ پوړی هیئت پاکستان هيواد ته په رسمي سفر تللی.

د طالبانو اعلامیه د خپل سفر موخې داسی بيانوي:

« دې پلاوي ته د اسلامي امارت د محترم مشرتابه له لوري دنده سپارل شوې چي د پاکستان حکومت له چارواکوسره په هغه هیواد کې د میشتو مهاجرو په ستونزو، په ځینو سرحدي سیمو کې په یو لړ مشکلاتو او په خاص ډول د محترم ملابرادر اخوند او یو شمیر نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبري وکړي»

په لومړيو ورځو کې رسنیو د طالبانو سفر داسي تعبيرولو چې ګواکې طالبان اسلام آباد ته د مذاکراتو یا افغان حکومت  سره د خبرو اترو لپاره پاکستان ته تللی دی؛ خو کله چی طالبانو د خپل سفر اهداف روښانه  کړل نو ویل کیږې چې دوی اصل کې  د پاکستان په بلنه هلته ورغلي دی .

له دې اعلامیې نه له ورایه معلومیږي چې طالبان واقعا یو ازاد جهت او په خپله خبر ټينګ ولاړ خلک دي – ولي دوی په اوایلو کې چې کله څلور اړخیزه پروسه روانه وه، اعلان وکړ چې د دوی له طرفه يوازې د دوی له سیاسې دفتر سره واک دی چې له نړۍ سره تماس ونیسې او که نور هر څوک د هر چا له خوا په زور یا په رضا د خبرو میز ته حاضر شول نو دوی هیڅکله زموږ نماینګي نه شې کولای چې له دې سره یې پاکستان او نړۍ مجبوره کړه چې دې پروسې ته د پائ ټکی کيږدي او د سیاسې دفتر واقعيت او واک په دواړو سترګو قبول کړي.

نو اوس خبره دا ده چې د طالبانو دا رسمي سفر ېوازې په دې معنی تعبیریدلاي شې چې نړۍ د دوي حقیقت درک کړ، او وس هر هیواد د خپلو شخصې موخو د تحفظ لپاره دوی سره تماسونه نيسي او دوی ته د افغانستان رښتيني خپلواک حکومت په سترګه ګوري او د پاکستان سفر د دې لړۍ پیلنامه ګڼل کیدای شي.

د مطبوعاتو له قوله داسي معلومیږی چې چین، ایران او روس هم دا مسلم حقیقت منلی دی. په دې وروستیو کې ویل کیږي چې چین له طالبانو سره خپلې اړیکې ټنګې کړې دی، څه وخت مخکې یې طالب چارواکو سره په قطر هیواد کې هم کتلې وو او ښایي چې د طالبانو په دې سفر کې به هم دوی سره په پاکستان کې ملاقات کوي.

دا په داسي حال کې  چې افغانستان ته د ایران سفیر محمد رضا بهرامي طلوع تلويزیون سره په مرکه کې اعتراف وکړ چې طالبانو سره د «امنیت کنترول » په باب کې پټي اړیکې لري. روس هم ویلې چې دوی طالبانو سره اړیکې لري او زیاته خو دا چې په ۲۵ اپریل په «The Diplomat» پاڼه کې مقاله نشر شوې وه او پکې ويل شوي و چې روس يوازې افغان حکومت سره نظامي بخش کې کومک نه کوې بلکې په دې فکر دی چې طالبانو سره هم باید مرسته وکړي؛ ځکه د افغانستان بې ثباتي روس ته خطر دی او طالبان داسي یو قوت دی چې کولای شي افغانستان له داسې حال څخه وژغوري او هم دوی روس او منځنۍ آسیا لپاره کوم خطر نه جوړه وي.

د عمري عملیاتو له پیل سره داسې بریښي چې طالبان بري ته ورنژدې شوي، نړۍ هم د دوی په خپلواکي اعتراف کوي او لرې نه ده چې هر هيواد به له دوی سره خپلې اړیکي ټینګولو او دوی ته نړیوال مشروعیت ورکولو هڅي پیل کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فهیم
میلمه
فهیم

د تېرې ورځې د شبېتو افغانانو وينو تويولو سره طالبانو د خپلې کامیابي څرګنده کړه او ویې ويل چې دا زمونږ د کامیابۍ راز دی، مونږ وايو الله تعالی دې زمونږ آینده له تاسو وساتي ځکه که کامیاب وئ قتلونه به کوئ او که ناکام وئ نو د تېر حکومت په شان به وئ، طالبان هیڅکله د افغان ولس نمایندګی نه شي کولای، دوی د غلامۍ په شکل په افغانستان کې د بادارانو هدفونه برآورده کوي، د طالبانو سفر په دې حال کې پاکستان ته هيڅکله د افغانانو دمهاجرو قضیې په اړه نه دی، قدرمند مجاهد حکمتيار صاحب په دې… نور لوستل »

jamil
میلمه
jamil

Assalamoalaikum,
Har sok chi pa ghla,pa sharabo,pa zena pa lewatat…..,aw pa nor fesq aw fasad akhta wi hagha ba khamakha da Talibano bad waii,aw da mofsidino aw ploral shawo sara ba yawzai kigi,kho hagha sok chi iman aw ghairat lari da hagha wejdan ejaza na warkawi chi par Talib bad wawaii.Pa Islam aw mosolman ki pa badaio passi ma garzi,aakherat ba khpal tabah ki.
Wassalam