ورزش

اتلتیکو ماډرېډ د بایرن مونیخ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه د چمپینز لیګ دوهمه نیمه پایلوبه د اتلتیکو ماډرېډ او بایرن مونیخ تر منځ ترسره شوه.

دغې لوبې کې اتلتیکو ماډرېډ وتوانید له سختې لوبې وروسته په خپل کور کې د بایرن مونیخ لوبډلې ته یوازې په یو ګول ماتې ورکړي.

د اتلیتکو ماډرېډ لوبډلې د لوبې له پیل څخه غوښتل خپل پیاوړی او غښتلی سیال ته ماتې ورکړي چې له همدې امله يي د بایرن مونیخ په ګول يي پرلپسې حملې پیل کړې.

خو لومړی او یوازینی لوبغاړی چې دغې لوبې کې د ګول په وهلو بریالی شو هغه د اتلتیکو ماډرېډ ۲۱ کلن هافبک سایول میګویز و چې وتوانید د لوبې په ۱۰مه دقیقه کې د اتلتیکو ماډرېډ د بریا ګول ترسره کړي.

د لومړی ګول له ترسره کیدو وروسته بایرن مونیخ سختې حملې وکړې تر څو دغه لوبه بیرته مساوي کړي خو د لومړۍ نیمايي تر پایه د ګول په وهلو بریالي نه شول.

لوبه د لوبې دوهمه نیمايي له پیل څخه په بشپړه توګه د بایرن مونیخ په واک کې وه خو د اتلتیکو ماډرېډ د لوبډلې دروازه ساتوونکی بارین مونیخ ته د ګول وهلو اجازه ورنکړه.

لوبه بیا هم د بایرن مونیخ په واک کې خو د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې په دوهمه نیمه کې هم یوه ستره حمله ورکړه خو توپ د ګول له پایي سره ولګید او ګول ترسره نشوه.

بایرن مونیخ د لوبې په ۹۰مه دقیقه کې فرصت ترلاسه کړ تر څو دغه لوبه مساوي کړي خو یو ځل بیا د اتلتیکو ماډرېډ دروازه ساتوونکي د بایرن مونیخ هڅه ناکامه کړه.

که څه هم اتلتیکو دغه لوبه خپل کور کې په ډیره سختۍ سره وګټله خو د بایرن مونیخ کور ته په تلو سره به نور هم سختۍ سره مخامخ شي. د دغو لوبډلو تر منځ دوهمه لوبه راتلوونکې سه شنبه ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x