افغانستان

معصوم ستانکزی: د داعش په خلاف طالبان زمونږ ملاتړي نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان سرپرست وزیر دفاع تېره ورځ په ماسکو کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل چې دداعش په خلاف جګړه کې طالبان زمونږ ملګري نه دي.

نوموړي په مرکزي آسیا کې د امنیتي وضعیت په اړه په ماسکو کې جوړ شوي کانفرانس ته خبري کولې.

طالبانو په فراه، هلمند، غزني او نورو ولایتونو کې دداعش جنګیالي له منځه یوړه، خو دغه ډله اوس هم د ننګرهار ولایت په ځینو لیري پرتو او غرنیو سیمو کې وجود لري. چې دولتي ځواکونه یې تر اوسه په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.

بل لوري ته په دې وروستیو کې په مطبوعاتو کې د روسي چارواکو له خولې داسي خبري شوي چې ګواکي دوی د داعش پر ضد د طالبانو ملاتړ ته تیار دي.
سرپرست دفاع وزیر ویلي، «ځینی کسان ګومان کوي چې ګواکي دا امکان لري تر څو د داعش په خلاف د طالبانو څخه کار واخیستل سي، خو دا به کله هم ممکن نه وي، که چیري مونږ د طالبانو ملاتړ وکړو، نو یو بله بلا به مو ځانته جوړه کړې وي ».

د داعش پر خلاف د افغان دولتي ځواکونو پر عملیاتو روسان هغه وخت بې باوره شوه چې د ولسې جرګې لومړي مرسیتال حاجي عبدالظاهر قدیر پر حکومت او ځانګړي ډول امنیت شورا تور پوري کړي چې د داعش په نوم جنګیالو ملاتړ کوي. او کله چې د طالبانو او داعش وسلوالو تر منځ نښته کیږي نو دامریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا یواځي طالبان په نښه کیږي.

کله چې پر افغان حکومت د داعش وسلوالو اړوند نیوکې زیاتې شوي، له هغه وروسته د ننګرهار په اچین کې دولتي ځواکونو عملیات پېل کړل، د سیمې خلک له طالبانو سره ملاتړی شوه او په ننګرهار کې د طالبانو سره یوځای د داعش وسلوالو پر ضد وجنګیدل.

په ننګرهار کې د داعش په نوم وسلوالو څرګندیدو په لومړیو ورځو کې روسانو ژمنه کړي وه چې ۴۰۰ میلیون ډالره به افغان حکومت ته د داعش په نوم نوي ښکارنده د ځپلو له پاره ورکوي‌، کله چې په افغان حکومت د داعش وسلوالو د ملاتړ تورونه په دولت کې دننه او افغان ولس لخوا پوري شوه، روسانو ژمنه شوې مرسته وځنډوله.

په دې غونډه کې د روسي جګپوړو چارواکو تر څنګ د تاجکستان د دفاع وزیر مرستیال، او د قرغیز د پوځ مشر هم ګډون درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x