ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۳۳)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

تاسو د انبياؤ، رسولانو واقعات او د صحابه ؤ رضی الله عنهم او له هغوی څخه وروسته د علماؤ او اولياؤ د سيرت مطالعه وکړئ

په دې کې هيڅ شک نشته چې د تاريخ او سيرت په مطالعه کې ډيرې فايدې او عبرتونه دي، کومې چې په ازمايښتونو کې مبتلا مؤمنانو ته ثابت قدمي او تسلي ور بښلای شي، لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايلي ( وَ کُلًّا نَّقُصُّ عَلَیۡکَ مِنۡ اَنۡۢبَآءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِہٖ فُؤَادَکَ ۚ ۚ)  ((هود آية ۱۲۰)).

ژباړه : دا ټول محتاج اليه (اخبار) لولو مونږ پر تا اې رسول الله صلی الله عليه وسلم له احوالو د تيرو رسولانو، هغه چې کلکه وو، قوي او مطمئن کوو مونږ په هغو سره زړه ستا د يقين په زياتوالي سره.

د سورت هود په آخير کې د دغو قيصو ذکر په ځينو حکمتونو باندې تنبيه کوي، يعنې د پخوانيو اقوامو او رسولانو د واقعاتو له آوريدو څخه د رسول الله مبارک زړه لا زيات آرام او مطمئن کيږي او محمدي صلی الله عليه وسلم امت ته داسې حقيقي خبرې ور ښودل کيږي چې پکې لوی نصيحت او پند وي، انسان چې کله آوري چې زما نور هم جنس په پخوانيو زمانو کې په دغه او هغه جرم سره هلاک شوي دي، نو له هغوی څخه د ځان ساتلو په فکر کې کيږي او کله چې ګوري چې د کومې لارې له غوره کولو څخه هغو ړومبنيو اقوامو نجات موندلی نو طبعا دی هم هماغه لور ته ځغلي، په حقيقت کې په لوی قرآن کې د قيصو برخه دومره مؤثره واقع شوې چې د هغو له آوريدو څخه هر هغه انسان چې لږ څه د انسانيت بوی پکې وي او د پاک الله لږ څه خوف او ويره په زړه کې لري نو هرو مرو متاثره کيږي.

الله تعالی خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته حکم وکړ چې خلکو ته هغه واقعات بيان کړي کوم چې د ده صلی الله عليه وسلم په علم کې دي، د دې لپاره چې خلک د تيرو شويو خلکو په حالاتو باندې غور او فکر وکړي او خپل ځانونه پرې قياس کړي او د خپل ځان لپاره د عبرت سامان برابر کړي، که چيرته تير شوي خلک ظالم وي نو د هغوی له روش څخه ليرې شي او که چيرته هغوی نيک وي نو د هغوی عمل او کردار خپل کړي، لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايي ( فَاقۡصُصِ الۡقَصَصَ لَعَلَّہُمۡ یَتَفَکَّرُوۡنَ ) (الاعراف آية ۱۷۶) ).

د اکثر مفسرينو په نزد دغه آيات د (بلعم بن باعوراء) په حق کې نازل شوی دی، کوم چې يو صالح عالم، متصرف او فقير ؤ، وروسته يې د الله تعالی آيات او هدايات پريښودل او د يوې ښځې په اغواء او د دولت په طمع د حضرت موسی عليه السلام په مقابل کې د خپلو تصرفاتو په چلولو او د نا پاکو تدابيرو په کار اچولو لګيا شو، آخير يې موسی عليه السلام ته هيڅ زيان او نقصان ونه شو رسولای او دی په خپله ابدي مردود شو، د هغو الهي آيتونو علم چې (بلعم) ته ورکړی شوی وو که الله تعالی اراده کړی وای نو دی به د هغه په وسيله ډيرو لوړو مرتبو ته رسيدلای وای او دغه هلته کيدای شو چې ده په خپل علم عمل کړی وای، د الله تعالی د آيتونو د اتباع توفيق ور په برخه کيده خو داسې ونشول، ځکه ده په خپله له آسماني برکاتو او آيتونو ځينې مخ واړه وه او د ځمکې د شهواتو او لذاتو په لوري متوجه شو، دی د نفس په غوښتنو پسې رهي شو او شيطان په ده پسې لويدلی تعاقب يې کاوه، تر دې چې د پخو کږو تلونکو او ګمراهانو په سلسله کې ور ننووت، په دغه وخت کې د ده حال د هغه سپي په څير شو چې ژبه يې د باندې وتلي وي او درګرده غاپي او هونګيږي، که حمله پرې وکړې او کورې يې کړې يا يې هماغسې خوشی پريږدې، په هر صورت سره هغه پرله پسې غاپي (هونګيږي) او خپله ژبه يې ايستلې وي، ځکه چې په طبعي ډول د زړه د کمزورۍ له امله د تودې هوا په د باندې ايستلو او د سړې هوا په ننه ايستلو باندې په سهولت قادر نه دی.

همداسې په سفلي غوښتنو کې يې د سختې سا وهونکي سپي حال شو، چې د اخلاقي کمزورۍ له سببه په آيات الله پوهيدل او نه پوهيدل، تنبيه کول او نه کول دواړه حالتونه د ده په حق کې برابر شول ( سَوَآءٌ  عَلَیۡہِمۡ ءَاَنۡذَرۡتَہُمۡ  اَمۡ  لَمۡ  تُنۡذِرۡہُمۡ لَا یُؤۡمِنُوۡنَ ) د دنيا له حرصه د هغه ژبه د باندې راوتلې او ځړيدلې وه او د آيات الله د ترک له نخوسته د بد حواسۍ او د زړه د پريشانۍ نقشه او حال د (پرله پسي غپيدو) په مثال کې ظاهر شو، ممکن دي چې د (بلعم) د باطني او معنوي کيفيت د ظاهرولو لپاره يواځې د يوه مثال په ډول د (إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ) مضمون ذکر کړی شوی وي او کيدای شي چې په دنيا او آخرت کې د ده لپاره دغه سزا تجويز شوې وي، چې په ظاهري او حسي ډول ژبه يې د سپي په څير د باندې وتلې وه.

ځينې وايي چې دغه سړی (اميه بن ابی الصلت) ؤ چې ده ته هم د ځينو پخوانيو کتابونو علم ورکړی شوی ؤ او په دې ښه خبر ؤ چې (محمد) صلی الله عليه وسلم آخرالزمان نبي دی، خو سره له هغه له ډيره کبره، حسده او عناده پرې کافر شو، د آياتونو شان نزول چې هر څه وي په هر حال دلته د هوا پرستانو انجام ښودلی شوی دی چې د حق له قبلولو، يا له ښه پوښيدلو څخه وروسته يواځې په دنيوي طمع او د سفلي غوښتنو په مطابعت الهي احکام پريږدي او د شيطان پر اشارتونو درومي او د الله تعالی د عهد او ميثاق هيڅ پروا نه کوي، بدو عالمانو ته په دغو آيتونو کې لوی عبرتناک پند او عبرت شته که پرې غور او فکر وکړي.

ځينې سلفو ويلي ! قصص او واقعات د خدای تعالی لښکرې دي.

پس نوح عليه السلام او د هغه قوم، هود عليه السلام او د هغه قوم، صالح عليه السلام او د هغه قوم، ابراهيم عليه السلام او د هغه قوم، لوط عليه السلام او د هغه قوم، موسی عليه السلام او د هغه قوم، عيسی عليه السلام او د هغه قوم او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم او د هغه قوم چې له کومو حالاتو او ازمايښتونو سره مخامخ شوي دي په هغوی د ځان خبرولو کوشش وکړئ.

د علم خاوندانو چې د نبي عليه السلام او د هغه د قوم چې کوم حالات بيان کړي هغه ولولئ او په مکه مکرمه او مدينه منوره کې چې له کومو حالاتو سره مخامخ شوي دي هغه مطالعه کړی، علماء کرامو د نبي عليه السلام د صحابه کرامو متعلق چې کوم احوال او اعمال بيان کړي هغه هم ولولی.

همدا شان د هرې علاقې او د هر دور علماء کرامو او ربانيينو او د نيکو خلکو په سيرت باندې غور او فکر وکړئ، ځکه په دې سره تاسو ته يو حکمت او سبق حاصليږي او په تاسو باندې د راتلونکو ازمايښتونو لپاره تاسو ته يوه نمونه په لاس درځي، وګورئ ! په تاريخ کې څومره عبرتونه شته دي.

اقراء التاريخ اذ فيه العبر – ضاع قوم ليس يدرون الخبر

د تاريخ مطالعه وکړئ، ځکه چې په دې کې عبرتونه دي او هغه قوم ناکام دی کوم چې له تاريخ څخه خبر نه وي.

ومن حوی التاريخ فی صدره – اضاف اعمارا الی عمره

چا چې په سينه کې تاريخ محفوظ کړ، هغه له خپل عمر سره د بل عمر زياتونه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x