ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۲۹)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مور پلار نافرماني کبيره ګناه ده

له حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : لوی لوی ګناهونه دا دي :

(۱) له الله تعالی جل جلاله سره شرک کول.

(۲) د مور او پلار نافرماني کول.

(۳) د کوم نفس وژنه، چې وژل يې شرعاً قاتل ته حلال نه وي.

(۴) په درواغو قسم خوړل (مشکوة المصابيح، ص : ۱۷، رواه البخاري.).

د کبيره ګناهونو فهرست ډير اوږد دی، په همدغه حديث کې د هغو ګناهونو ذکر شوی کوم چې ډير لوی دي، په دې کې له شرک وروسته عقوق الوالدين ذکر شوی، د عقوق په لفظ کې ډير عموم دی، مور او پلار ته تکليف رسول، په قول يا فعل سره ورته ضرر رسول، نافرماني کول، د اړتيا په وخت کې په هغو مصرف نکول دا ټول په عقوق کې داخل دي.

ځينو علماؤ د عاق تشريح داسې کړې چې د عاق لفظ دری حروف لري، يو عين، بل الف او دريم قاف، د عين معنی ده د مور او پلار عيبت کول، د الف معنی ده د مور او پلار اهانت کول، او د قاف معنی ده مور او پلار ته په قهر کيدل، هر څوک چې دا دری کارونه وکړي هغه په عاق کې داخل دی.

د الله تعالی جل جلاله په نزد چې کوم محبوب ترين اعمال دي په هغو کې په خپل وخت له لمانځه کولو وروسته له مور او پلار سره د غوره چلند کولو درجه ښودل شوې، بالکل په همدې ډول د سترو سترو کبيره ګناهونو په فهرست کې له شرک وروسته د مور او پلار ازارول او د هغو نافرماني کول شمار شوي (حقوق الوالدين، ص : ۳۷.).

مور پلار ته کنځل کول کبيره ګناه ده

له حضرت عبد الله بن عمرو رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : له کبيره ګناهونو څخه دا هم ده چې يو کس خپل مور پلار ته کنځل وکړي، حاضرينو عرض وکړ : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! آيا يو کس خپل مور پلار ته کنځل کولای شي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ! د دې صورت دا ده چې يو څوک د بل چا پلار ته کنځل وکړي بالمقابل هغه د کنځل کوونکي پلار ته کنځل وکړي.

او چې د بل چا مور ته کنځل وکړی شي نو بالمقابل د کنځل کوونکي مور ته کنځل وکړی شي (مشکوة المصابيح، ص : ۴۱۹، رواه البخاري ومسلم..

د حديث مطلب دا ده چې په اصل حقيقت کې کنځل کوونکي خپلې مور او خپل پلار ته کنځل نه دي کړي، دا چې بل چا ته د کنځلو کولو ذريعه جوړ شو نو له همدې امله په خپله په کنځل کوونکو کې شمار شو.

له دې معلومه شوه که يو څوک خپلې مور او خپل پلار ته په خپله ژبه کنځل وکړي نو دا له عامو کبيره ګناهونو څخه زياته ګناه ده.

افسوس نن صبا په ټولنه کې زياتره خلک داسې دي چې په خپله ژبه مور پلار ته کنځل کوي، په بدو الفاظو او بدو القابو يې يادوي، انا لله وانا اليه راجعون.

د مور او پلار له لوري حج يا عمره کول

له حضرت ابو رزين رضی الله عنه څخه روايت دی چې دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شو او عرض يې وکړ : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! زما پلار ډير سپين ږيری شوی، د حج يا عمرې کولو قوت او طاقت نلري نه سفر کولای شي، که چيرته زه د هغه له لوري حج وکړم نو په دې کې ارشاد څه دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ته د خپل پلار له لوري حج وکړه او عمره وکړه (مشکوة المصابيح، ص : ۲۲۲.).

همدا رنګه له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چې :

د بنی خثعم قبيلې يوې ښځې عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! د حج فريضه کومه چې د الله تعالی له لوري په بندګانو فرض ده، ما خپل پلار په داسې حالت کې پيدا کړی کوم چې ډير سپين ږيری دی او په سپرلۍ باندې په پوره ډول نشي کيناستلای، آيا زه د هغه له لوري حج وکړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو ! د هغه له لوري حج وکړه، دا واقعه په حجة الوداع کې وه (مشکوة المصابيح، ص : ۲۲۲، رواه البخاري ومسلم.).

له همدغو دواړو حديثونو څخه د مور او پلار له لوري د حج بدل کولو اهميت او فضيلت معلوم شو، او دا هم معلومه شوه لکه څرنګه چې د بل چا له لوري حج بدل کيدلای شي همدا رنګه عمره هم کيدلای شي.

همدا رنګه د حضرت ابن عباس رضی الله عنه له روايت معلومه شوه چې ښځه د سړي له لوري حج کولای شي، او هر کله چې ښځه د سړي له لوري حج کولای شي نو سړی يې د سړي له لوري په طريقه اولی کولای شي.

او له همدغو دواړو حديثونو دا هم معلومه شوه د چا له لوري چې حج يا عمره کيږي د هغه مړينه ضروري نه ده، بلکې د ژونديو له لوري هم حج او عمره کيدلای شي، يوازې دومره خبره شته چې د احرام تړلو په وخت کې به د هغه چا له لوري د حج يا عمرې اداء کولو نيت کوي د چا لپاره چې د حج يا عمرې کول وي (حقوق الوالدين، ص : ۵۷.).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x