د کابل – جلال اباد پر لاره یوه بهرنۍ تښتول شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د یوې بهرنۍ خیریه موسسې یوه غړې میرمن د جلال اباد او کابل پر لویه لاره د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوې ده.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې کابل ته پر غځېدلي لويي لاري یوه میرمن چې په بهرنۍ موسسې کې کار کوه، د جلال اباد څخه کابل ته پر لاره د نامعلومو وسلوالو له لوري تښتول شوې ده.

د یادي میرمني تابعیت نه دی څرګند او نه هم ددې موسسې په اړه معلومات ورکړه شوي، خو ویل کیږي چې د ننګرهار په ولایت کې د واکسین ورکولو یوه خیریه موسسه ده.

تر اوسه د پيښي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړه شوي او نه هم د ددې میرمني د تښتولو پړه چا پر غاړه اخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د