له حضرت خديجې رضی الله عنها سره د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم واده

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

هر کله چې بيرته مکې مکرمې ته راغی او حضرت خديجې په مال کې هغه امانتداري او برکت وليد چې پخوا يې بيخي ليدلی نه وو، او ميسره هم د ده مبارک د خوږو اخلاقو، لوړو کړنو، روغ فکر، رښتنيو خبرو، او د باوري راکړې ورکړې په هکله د خپلو سترګو ليدلی حال هغې ته بيان کړل نو خديجې ته ورک شوی جوهر په لاس ورغی.

له دې مخکې لويو لويو سردارانو او رئيسانو له هغې سره د واده کولو هيله ښکاره کړې وه، خو دې ټولو ته په (نه) ځواب ورکړی وو، خو اوس يې زړه له لاسه ورکړ او د زړه هيله يې د خپل راز ملګرې نفيسه بنت منية نومې ته ښکاره کړه، نفيسه ولاړه او محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې له خديجې سره د واده کولو خبر وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم ومنله او له خپلو ترونو (کاکاګانو) سره يې خبر وکړه، ترونه (کاکاګان) يې ولاړل او د خديجې له تره (کاکا) څخه يې هغه وغوښته، او په همدې ترتيب رسول الله صلی الله عليه وسلم د شام له ستنيدو دوه مياشتې وروسته څلويښت کلنه  خديجه ځانته واده او د واده په مراسمو کې يې د بني هاشم او مضر مشرانو ګډون (شرکت) درلود، رسول الله صلی الله عليه وسلم شل (۲۰) اوښان په مهر کې ورکړل، خديجه بي بي په همدې وخت کې د خپل قوم اوښياره، مالداره او د ښې (غوره) کورنی (خاندان) ښځه وه.

د زياتره راويانو په قول کوم وخت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خديجې سره واده وکړ په دې وخت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم عمر پنځه ويشت (۲۵) کاله وو او د حضرت خديجې رضی الله عنها عمر پنځه ديرش (۳۵) کاله وو (تاريخ ابن کثير، ج : ۲، ص : ۱۸۵).

دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم لومړی (اوله) بي بي وه او د هغې په ژوندې کې رسول الله صلی الله عليه وسلم بل واده نه دی کړی، له ابراهيم پرته د نورو ټولو بچيانو مور وه.

لومړی يې قاسم زوی پيدا شو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کنيه هم (ابوالقاسم) وګرځيده، بيا زينب، رقيه، ام کلثوم، فاطمه او په اخير کې عبد الله پيدا شو، عبد الله په طيب او طاهر سره هم کله کله ياديده، زامن يې ټول په کوچنيوالي (ماشومتوب) کې وفات شول او لوڼه يې ټولې د اسلام تر زمانې ژوندی وې، چې ټولې مسلمانې او هجرتونه يې وکړل، له فاطمة الزهری پرته نورې ټولې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ژوند کې وفات شوې، فاطمه د ده مبارک صلی الله عليه وسلم له رحلت شپږ مياشتې وروسته وفات شوه (الرحيق المختوم، ص : ۸۱ – ۸۲.)