انجینر عبدالله ګل ریان وفات سو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د غزني ولایت مشهور لیکوال، عالم او جهادي شخصیت عبدالله ګل ریان د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات سو.

استاد عبدالله ګل ریان د سرطان په ناورغۍ اخته شوی وو، د پاکستان په لاهور ښار کې د سرطان په یوه روغتون کې تر تداوي لاندي نن ورځ د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې نړۍ رخصت سو.

څه موده مخکي د مرحوم استاد ریان زوی بشیر احمد ریان هم په کندهار کې د جنرال رازق په شخصي زندان کې تر تعذیب وروسته په شهادت رسول شوی وو.

عبدالله ګل ریان خپل په وروستي پيغام کې چې د زوی د شهادت په اړه یې نن ټکی آسیا ته را لیږلی وو، وویل:
« دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو. له ځان سره مي وویل : که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و. یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرګ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي او… »

عبدالله ګل ریان:

عبدالله ګل ریان د عبدالظاهر زوی په ۱۳۳۲ هجری لمریز کال کی دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ د محمد نعیم په کلی کی دنیا ته سترګي پرانیستلي وې.

نوموړی یو افغان لیکوال او څیړونکی وو چی زیات شمیر اثار یی لیکلی او یو شمیر نور یی له فاړسی، عربی، انګریزی او اردو ژبو ژباړلی، ډیری څیړنیز مقالی او سیاسی شننی یی دهیواد په ګڼ شمیر چاپی رسنیو کی چاپ شوی ښاغلی ریان په پښتو او دری ژبو روانه لیکنه کلی او له عربی، انگریزی او اردو ژبو یې ژباړی کولې، ښاغلی ریان دوه ځلی دکمونستی رژیم په وخت کی زندان ګاللی او دوه ځلی هجرت کولو ته اړ شوی وو.

انجینر عبدالله ګل ریان په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې یوه دیني او عصري مدرسه جوړه کړې وه، چې هلته یې هم د مدرسې مشري په غاړه وه او هم یې د استادۍ دنده تر سره کول.

د عبدالله ګل ریان د چاپ شویو او ناچاپ اثارو لپاره د ویکیپيډیا لاندي ادرس ته مراجعه وکړئ:

عبدالله ګل ریان – ویکیپيډیا

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نثار احمد صمد واصفی
میلمه
نثار احمد صمد واصفی

انا لله و انا الیه راجعون . الله تعالی دی استاد ریان وبخښی او الله تعالی دی یې جنت الفردوس ابدي ځای کړی . مرحوم استاد ریان په رښتیا چی یو مجاهد ، مبارز او علمی شخصیت و . ما د هغه مرحوم لیکنی په اتیایمه لسیزه کی لوستلې او ډیر څه می ترې زده کول . درې کاله مخکی ما د هغه مرحوم څخه هیله وکړه چی زما کتاب ( قرآني ریاضی ) د پښتو څخه په دري ژبه ترجمه کړی او هغه مرحوم په خوښۍ سره زما ناز ومانه او هغه یې وژباړی خو متأسفانه تر اوسه نه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

انا لله وانا اليه راجعون، الله تعالی دې جنتونه په نصیب کړي، هرګوري په افغاني ټولنه او په تېره په مهاجرتونو او د هيواد په بدو حلاتو کي اوسېد، که نه ستره هستي وه او بايد ډېر قدر يې سوی وای، څنګه چي يې بايد قدر سوی وای هغسي ونه سو. د ده پاته کسانو، دوستانو، آشنايانو او مينه والو ته د دې ستري ضايعې له امله تسليت وايم او جميل صبر ورته غواړم

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

انا لله و انا الیه راحغون ، مرګ حقه لیار ده ، هر ژوندی شی د مرګ څکونکی دی مرګ څلور ډوله خلکو ته راځی ، یوه هغه چه په رښتینی شهادت ورسیږی ، د هغوی مرګ ته مرګ نه ویل کیږی دا زما نه د الله ج وینا ده . دوی ژوندی دی او خوراک کوی دوهم هغه کسان چه دغه امانت ژوند یی د الله ج په لیار کی خرځ کړی وی لکه عبدالله ګل ریان صاحب الله ج دی وبخښی هغوی له دی نړۍ سترګی پټی کړی مګر د الله ج امانت یی نه دی خیانت کړی… نور لوستل »