افغانستان

سیاف: که حالات همداسې وي مونږ به یې په بدلون غور وکړو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): پخواني جهادي مشر او د حراست او ثبات شوری غړي عبد رب الرسول سیاف وايي چې که د هیواد اوسنی وضعیت همداسې روان وي، دوی به یې د تغیر په اړه فکر وکړي.

نوموړي چې د شوروي اشغال پرضد د مجاهدینو د بریا څلوریشتمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، ګواښ وکړ چې که حکومت د اوسنیو حالاتو د بدلون په راوستلو کې پاتې شي، دوی به د بدلون هڅه وکړي. خو دا یې واضحه یې نه کړه چې د دې بدلون لپاره به کوم ګام اوچت کړي.

ښاغلي سیاف په افغان ځواکونو غږ وکړ چې د اشخاصو پرځای د هیواد دفاع لپاره وجنګیږي. نوموړي وويل:

«افغان ځواکونه باید د اشرف غني یا بل چا لپاره ونه جنګیږي بلکې د هیواد ساتنه خپل هدف وټاکي، اشرف غني لا تولد شوی نه وه چې افغانستان د یو ازاد هیواد په توګه شتون درلود».

هغه د سولې په غوښتنه ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هر هغه ګام هرکلی کوي چې د سولې لپاره پورته کیږي. نوموړي زیاته کړه چې د جګړې پلوی نه دي او هر هغه افغان چې سوله غواړي «نه یوازې ستونزه ورسره نه لرو بلکې هرکلی یې کوو».

ښاغلي سیاف په ګډ حکومت نیوکې وکړې چې ملت ته د پردي په نظر ګوري او یوازې هغو کسانو ته دندې ورکوي چې د دواړو مشرانو په ټیمونو کې پاتې شوي وي. هغه وویل:

«د نړۍ په سترو هیوادونو کې د حکومتونو په بدلون سره تر زرو کسانو زیات موظفین نه بدلیږي، خو دوی چې راغلل د حوزو تر آمرانو او آن د مغازو تر څوکیدارانو پورې ټول کارمندان یې له دندو ګوښه او پرځای یې د خپل ټیم کسان وګومارل».

د هغه په وینا، حکومت ولس ته حق نه ورکوي او داسې چلند ورسره کوي چې ګویا ولس له بله ځایه راغلی وي. هغه زیاته کړه:

«د خدای لپاره په خپل ګریوان کې سر ښکته کړه، چې ایا ملت د بل ځای څخه راغلی که ته د بل ځای څخه راغلی یې؟».

ښاغلي سیاف په حکومت دا نیوکه هم وکړه چې د دفاع او کورنیو چارو وزارت لپاره یې یوه میاشت په دې بحثونو تېره کړه چې د خپل ټیم د محدودو او مشخصو کسانو له ډلې څخه کوم یو په دغه پوسټ وګوماري، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر بااستعداده جنرالان په هیواد کې شتون لري. د نوموړي په وینا، ته به وایې چې ټول ملت مړ دی او له دغو مشخصو کسانو څخه پرته بل څوک په ملت کې نه شته.

د یادونې وړ ده چې پخواني جهادي رهبر استاذ عبد رب الرسول سیاف په خپلې نننۍ وینا کې د پخوا په پرتله کې دا ځل د طالبانو په وړاندې توند دریځ اختیار نه کړ، چې د کتونکو په باور د سولې او بین الافغاني پخلاینې په لار کې یو ښه پرمختګ بلل کیږي.

د ښاغلي سیاف په موقف کې دغه نرمښت وروسته تر هغه لیدل کیږي چې دوه میاشتې وړاندې د قطر په پګواش نړیوال کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني تره «قیوم کوچي» له طالبانو څخه د ښاغلي سیاف د وژلو غوښتنه وکړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیر محمد عباس ستانکزي یې دغه غوښتنه د «لویدیځوالو توطیه» وبلله او ویې ویل چې «مونږ به هیڅکله د لویدیځوالو د هغې توطیې ښکار نه شو چې غواړي زمونږ او د مجاهدینو ترمینځ اختلافات زیات کړي، مونږ په مجاهدینو او د مجاهدینو مشران زمونږ په لاس ووژني». د طالبانو دغه مشر زیاته کړې وه چې دوی د استاذ سیاف په ګډون ټولو هغو پخوانیو مجاهدینو ته په درنه سترګه ګوري چې شوروي اشغال او د هغوی غلامانو ته یې په افغانستان کې ماته ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x