ادبي لیکني

دشپې سره خواله

حکیمي

داځل دمسافرۍ شپه دبېلتانه چوپې چوپتیا بیخې غلې کړې وه ، یوه خبره ېې په زر روپۍهم نه کړه ، په داسې کس پسې یې سترګې غړولي چې له ډېرې چوپتیا اودملګرو راتګ ته يې باڼه دلااله الله دلامونو په څیر درولي وي ناپامه یې استاد حیات الله سعید او حکیمي ته خپلې معصومانه سترګې ورواړولي اوپه وړه ژبه یې ورته وویل : په حقیقت کې زه هم مسافره یم د صبح صادق سره سم درنه ځم دماښام سره سم د( الله اکبر ) په لوړه ناره به بیا ستاسووړو وړو سترګو ته غټه غټه کیږم ؛ خو زه بیا ددغه ژوند سره مینه لرم ، ځکه یووخت بیا داسې وي چې دخپل حقیقت سره وصال ومومم اوپه مودو مودو به مې له ورځې خور څخه بیله وم، شپې په خپلومینه ناکوخبرواوارامه فضاکې په دواړواستادانو دوصال اوبېلتون هغه شراب وڅښل کوم چې له مینې څخه جوړشوي وي ، شپې او دوی دواړودمینې په دې نشې سره خپل دزړه بارونه په دې اهنګینو جملو سپک کړل .

عشقه! د لمبو سرتـه ختلــــی يــــې
چاپـــه دغـــــه ځای کې درولـــی يــې

(حکیمي )

ځکه داسمان کنارې سرې ښکاري
اخ په دې ماښام کې چاویشتلی يې

( حکیمي )

رنګ دې چې الوتی دومره پوه شومه
خامـــخایوښکلــــــي ځورولــــــــی يې

(سعید)

لارې سره خو ځه په تکبیرو باندې
بس به همدغې شیانو ښکلی یې

( شپه دحکیمي په خوله )

ځان خو دې مهار کړه څپې مه وهه
وه دکابل سینده ! چېرې تللی يې

( حکیمي)

دلته کاڼي مه وله ورانــــۍ کـــوي
دلته دشیشو کور ته راغلـــی یـــې

(حکیمي )

زه بــــه درنه غلې لمن ټــــوله کـــــړم
ته مې په یوازې خدای سپارلی یې

(شپه دسعیدپه خوله )

نن به درته ډېره مینــه درکـــــــــړمه
نن خو مې جونګړې ته راغلی یې

(سعید )

زه دې پټې سترګې اطاعت کړمه
ته مې لکه پیر غوندې منلی يې

(شپه د سعیدپه خوله )

نن شپې حکیمي سعید ته وویل
پټه خوله ښکلالاس نه نیولی يې

(شپې حکيمي )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x