افغانستاننړۍ

پاکستان وايي له افغانستانه ۱۱ سرتیري بریدګر ورغلي

نن ټکی اسیا (غويي۹مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني څارګرې ادارې او پولیس ادعا کوي چې په تېرو ۲۲ ورځو کې ۱۱ سرتیري بریدګر له افغانستانه پاکستان ته ورغلي چې له منځه یې دوو په خیبرپښتونخوا کې بریدونه هم کړي دي.

پاکستاني رسنیو دا نه ده څرګنده کړې چې یاد بریدونه په کومو سیمو کې په چا شوي دي.

ډان نیوز د استخباراتي سرچېنو له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستاني طالبانو اړوند (سجنا) ګروپ پورې اړه لري. دوی همدا راز ادعا کړې چې سرتیري بریدګر ښايي په پنجاب او په ځانګړي ډول لاهور، راولپنډۍ او اسلام اباد کې بریدونه کولای شي.

پاکستاني څارګرو ادارو پولیسو ته امر کړی چې د احتمالي بریدونو د مخې نېولو لپاره باید په ډيری سیمو کې امنیت نور هم قوي کړي.

ډان نیوز وايي چې یو لوړپوړي پولیس چارواکي ورته ویلي چې د استخباراتي ادارو د راپور وروسته يې په مهمو سیمو امنیتي ځواکونه ډیر کړي او د کلیوالو سیمو څارنه یې پیل کړې ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو خړېدو سره دواړه لوري پر یوه بل تورونه لګوي چې مخالفین یې ساتي. پاکستان ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې اوسیږي او له هغه ځایه په پاکستان کې د بریدونو لپاره پلانونه نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x