باغي- د سید احسان الله الهام شعر

څوک چي سرخم نکړي دنياکي درحمـــان ج پــه وړاندي

هــغــــه باغي دى معــتبـــــر دى دشـيــطـــان پــه وړانــدي

منکـــر رقــيـب ته تــوري خـــاوري وي کـيمـيـا شي ورته

چي مسـلمــان غــدار څــرګنــد شــي د ايمــان په وړانــدي

دبــدبـخــــتـــۍ اوبــــدرنـــګۍ دســــتــــړولارومــــل شي

انســان چي نفـس راهنمــا کــړي دخپل ځـان په وړاندي

ابليــــس بدبين دى ديـــهـــــــــودو نــصـــــــاراوو په څــېـر

دخــداى احــکام بې معنــاغــواړي دانســان په وړانـدي

شيطان غازي نه دى چي شنډ سائنسي تخنک دى ورته

اورنه پيـــــــدادى اورکي ســـوځـــي داذان پـــــه وړاندي

هـيــڅــکلــه هــــــم ورتــه رحـــمــت اوبــرکــت نـــه راځــي

ها چــي په بـدنـيـت غلى ناست وي دمهمان په وړاندي

غيبت تهمت غلا او دروغ چي څوک عادت کړي دځان

بيا به محشـــرکي ترې  ناتوان وي د نيــــران په وړانـدي

زړه يې پرېشان وي شـونډي وچي ځمکه تنګه وي پرې

څوک چــي بــاورلــه لاســه ورکــړي دجــانان په وړاندي

الهـــامــــه ! ګــوډ او مـات به ځي که خداى کول سرټيټى

بيا شيـطـــانــي لښکــــــر ولاړ دى دافــغــــان په وړانــدي

سيد احسان الله الهام

2011/08/25  رمضان المبارک



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.