fbpx
writing

سیکولر مخلوق!

زموږ دهیواد سیکولریست مخلوق وایې: د مرګ او اخرت کیسې مه راته کوئ ، دژوند ښکلې اړخونه را برسیره کړئ ، دقبر دعذاب په کیسو مو مه ویروئ ،د لندن ، واشنګټن او اروپا دښکلې ژوند داستانونه راته بیان کړئ ، اوداسې نور …د دوی داخبرې چې مې واوریدلې دقرانکریم دا لاندې ایتونه رایاد شول په دې ایتونو کې یې د دوی عجیب او ښایسته انځور بیان کړی دی ، قاروني اندود نن هم زموږ په منځ کې په ښه زور سره شتون لري ، د دې ایتونو پښتو ژباړه ستاسو درانه حضور ته ږدم .نو هغه )قارون( په خپل قوم کې په خپل ښایست کې راووت ،

کومو خلکو چې د دنیا ژوند غوښت هغوی وویل : کاش موږ هم دقارون په څیر شتمنې لرلی ، هغه دلويې برخې څښتن دی ، او کومو خلکوته چې علم ورکړل شوی وو هغوی وویل : افسوس ستاسو پر حال ، څوک چې ایمان لرې او ښه عمل کوې هغوی ته دالله اجرونه غوره دي ، او هغه به یواځې صابر خلک ترلاسه کوي .فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنيَا يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ)79( وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِّمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحاً وَلَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ ) 80 سورت القصص

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د