نظــر

د روانې جګړې وجودي فلسفه !!!

ډاکټر فیض محمد ځلاند

روانه جګړه له لاندې دوه حالاتو څخه سرچینه اخلي:

لومړی دا چې د ټوپکیانو، پاټکیانو او خپلمنځي جګړه مارانو په خلاف د ولسي غبرګون په پایله کې د طالب تر نوم لاندې په ۱۹۹۴ کال کې ولسي خوځښت رامنځته شو، دا خوځښت په یو منظم ملي حرکت بدل شو، ټوپکمار یې د تاجکستان په کولاب ننباسل، د جګړې ټغر یې له ګرانه وطنه ټول کړ، جګړه به خال، خال په ګران هیواد کې ( په ځانګړې توګه په شمال) کې ترسره کیده، تر څو چې ۲۰۰۱ د اکتوبر وم، د کولاب د پیاده ټټوګانو او د امریکا د ۵۲ الوتکو په مټ د نړیوالي جګړې شومه ناره تر ګران هیواده را غله.

دلته د روانې جګړې دویمه څپه پیل شوه، دا جګړه د نړیوالي ترهګرۍ جګړه وه، د بوش شعار دا وه چې یا به زما سره دریږي یا له ترهګرۍ سره. اوباما ( ۲۰۰۹) چې سپینې ماڼې ته ننوت، د ترهګرو د پوښتنې په اړه یې وویل چې موږ له القاعده سره جنګیږو، طالب د افغانستان داخلې ستونزه ده، افغانان دې حل کړي، موږ یې په خلاف نه جنګیږو.

پخوانې ولسمشر کرزي د همدې فلسفې له مخې له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیکه په شا شو، شرط یې دا وه چې امریکا دې د سولې تضمین وکړي، هله به ورسره امنیتي تړون لاسلیک کوم، خو غني چې د عبدالله تر فشار او د چوکۍ ترشوق لاندې غرقاب و، دې منطق ته پړ شو، له امریکا سره یې تړون لاسلیک کړ، نو د ترهګرۍ نړیواله جګړه له القاعده سره کوي، او له طالب سره د ټلوالۍ بدمرغه جکړه په مخ بیایې. د ملي وحدت د حکومت په راتګ د بهرنیانو تلفات صفر او دافغانانو تلفات زر چنده لوړ وختل، د پولیسو او اردو له لیکو د ځوانانو تیښته له هر بل وخته لوړه شوه، ولس له هیواده په تیښته مجبور شو، داخلي او بهرني مهاجرتونه پیل شول او په دې توګه د حکومتولۍ سټه ځمکه ته اړم شوه.

اوس چې موږ د جګړې خلاف غږ پورته کوو، تاوان په کې د چا دی؟ د نویمې لسیزې د جګړې د ټټوګانو او په لویه کې د ټلوالۍ د ټوپکمارو، هر چا چې د سولې غږ پورته کړ، هغه په اوس وخت کې ستر جهاد ته مخه کړه، او د ګران وطن په وړاندې یې تاریخي مسولیت ادا کړ. ډاکتر صیب اعظم پرون په ارګ کې همدا ناره پورته کړه، ځکه خو نن د ولس له هرکلي سره مخ دی، غني او دواک په ګدۍ تش په نامه پښتانه باید پوه شي چې روانه جګړه د نویمې لسیزې د بدمرغې جګړه ادامه ده، دا ورسره نه نړۍ مني او نه افغانان. راتلونکې تاریخ به ددوی په واندې د ګوډاګیتوب تمغه په سینه ور وټومبي.

روانه جګړه د پښتون وژنې له دسیسې پرته نور هیڅ کومه بله پلمه او ارزښت نلري، کور، ښوونځی، جومات او پټی په کې د پښتون ورانیږي، پړسیږي، غټیږي په کې د ټلوالۍ داړه ماران او غله.

د حل لار ! د سولې ملي خوځښت رامنځته کول، سوله حتمي کول دي. دواک له ګدۍ څخه د ټوپکمارو، درغلګرو، پردي پالو او وطنپلورو را ښکته کول دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close