افغانستان

د هرات د څارنوالۍ رییس و وژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د هرات د څارنوالۍ رییس نن مازدیګر د دغه ولایت په ښار کې ناڅرګندو وسله‌والو و وژلو.

نن ټکی اسیا ته را رسېدلي راپورونه وايي چې سمیع الدین رهین نن مازدیګر ۳:۳۰ بجې د هرات ښار د صادق ۵۰ کوڅې سره دوه موټر سایکل سپرو ډزې وکړې او نوموړی يې و واژه.

د راپور له مخې نوموړی په خپل شخصي موټر کې له کوم سrahinاتونکي پرته کور ته روان و چې له کور سره نېږدې ترور شو.

نوموړی په ۱۳۹۳ل کال د هرات د څارنوالۍ رییس وټاکل شو. تر دې وړاندې د بشري حقونو کميسیون کې دنده ترسره کوله او د هرات پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې استاد هم پاتې شوی.

د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

د هرات څارنوالۍ رییس تر دې وړاندې ماریا بشیر وه او ویل کیږي چې د رهین او ماریا بشیر تر منځ اړیکې له مودې راهیسې خړې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x