افغانستان

افغان هوايي شرکتونه د بندیدو له ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): افغان هوايي شرکتونه د ماليې د ډيرښت او د خوندیتوب اصولو، د بندیدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

وال سټریټ ژورنال د افغانستان د ملکي هوايي چلند مسوولینو له قوله لیکلي چې افغان دولت له شرکتونو څخه میلیونونه ډالر د مالیې په توګه اخلي خو په الوتکو نه پانګونه کوي او نه یې جوړښت او زړښت ته پاملرنه کوي.

د ملکي هوايي چلند ادارې او د صافي هوايي شرکت مسوولینو ویلي چې د دوی څخه ۱۶ میلیونه ډالر د ماليې په توګه غوښتل شوي چې ډيری يې زړې ماليې دي. همدا راز د کام ایر ته د ۱۴میلیونه ډالرو د ماليې بېل استول شوی او ترې غوښتل شوي چې ژر دغه مالیه تحویل کړي. دایسټ هورزینټن له شرکت غوښتل شوي چې نوې الوتکې واخلي ځکه اوسنۍ الوتکې زړې دي او د استعمال وړ نه دي.

یاد شرکتونه دا نه ردوي چې په دوی دغه ماليې نه دي جمع شوي خو دوی وايي چې اوس د هوايي شرکتونو ژوند ته خطر دی او له همدې کبله دې دولت دوی ته وخت ورکړي.

د صافي هوايي شرکت مشر غلام حضرت صافي ویلي چې دولت دې له دوی سره مرسته وکړي، ځکه اوس ټول هوايي شرکتونه د ختمېدو په درشل کې دي.

دصافي شرکت مشر د دغو مالیو د تحویلولو لپاره له دولت څخه وخت غوښتی او کام ایر بیا په دې اړه له نظر ورکولو ډډه کړې خو د ملي هوايي چلند ادارې ویلي چې کام ایر د ماليې جمع کولو لپاره پلان جوړ کړی دی.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې امریکايي ځواکونو په کامر اییر هوايي شرکت بندیزونه لګولي او له دغه شرکت سره هېڅ ډول تړون نه کوي. دوی کام اییر په دې تورن کړی چې تاجکستان ته یې اپیوم قاچاق کړي.

د ایسټ هاریزون مشر فهیم هاشمي د ملکي هوايي چلند ادارې په پریکړې نېوکې کړي، هغه ویلي چې د ساتنې کوم نوي مقررات چې وضع شوي، ټول غیرمعقول دي. د هاشمي له قوله د نوې الوتکو اخېستل او یا یې هم په اجاره رانیول له امکانه وتلي دي.

دولتي سرچېنې وايي چې اوسمهال له پلازمېنې کابل څخه لرې پرتو ولایتونو ته ټول دولتي چارواکي د الوتکو له لارې سفر کوي، ځکه د لویو لارو تګ د امنیتي خطرونو څخه ډک دی او په تېر یو کال کې سلګونه زره کسانو د الوتکو له لارې سفر کړی دی.

د یادونې وړ ده چې اروپا افغان هوايي شرکتونه باندې بندیز لګولی او دغه الوتکې د اروپا له لارې سفر نشي کولای چې له کبله يې افغان هوايي شرکتونو اړوند الوتکې څو هېوادونو ته سفر کولای شي. افغان دولت وايي چې د دغه بندیز د لرې کولو لپاره دوی لاس په کار دي او تمه ده ژر به دا بندیز لرې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x