افغانستان

تښتوونکو د نهه خویندو یواځېنی ورور وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): تښتوونکو د نهو خویندو یواځېنی ماشوم ورور چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې یې د پلازمېنې کابل څخه تښتولی و، پرون وژلی او کورنۍ ته یې مړی سپارلی دی.

اباسین د حاجي عبدالغفور زوی چې د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ اوسیدونکی و،  شاوخوا دوه میاشتې وړاندې تښتونکو له کابل ښار څخه وتښتولو. تښتونکو د نوموړي د خلاصون په بدل کې د نوموړي له کورنۍ څخه ۱۰۰زره ډالر غوښتل.abasin 3

نن ټکی اسیا ته یو شمېر سرچېنو ویلي چې د اباسین کورنۍ تښتونکو ته ویلي و چې ماشوم دې خوشې کړي، پیسې به هم ورکړي او هم به د دې ضمانت ورکړي چې نه به یې حکومت او نه هم طالبانو ته په لاس ورکوي.

د اباسین کورنۍ ته نېږدې سرچېنې وايي چې د یاد ماشوم څخه تښتوونکو لومړی ګوته له نشې ورکولو پرته پرې کړې وه، او ویډیو یې کورنۍ ته لېږلې وه. تښتونکو ګواښ کړی و چې که پیسې ژر ور ونه لیږي، له ماشوم څخه به پښه پرې کړي.

د سرچېنو په وینا د تښتوونکو له جملې ۱۶ کسان نیول شوي او یواځې د داوود په نوم یو تن چې دغه ماشوم ورسره و، نوموړی له یوه ځایه بل ته لېږدولو او په پای کې یې و وژلو.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو ویل چې تښتونکو دغه هلک د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو ته تښتولی دی. د بلېنډې بدرۍ په نوم یوې شاعرې ملا خیر په نوم طالب قومندان په دې تورن کړ چې تښتونکو د نوموړي په سیمه کې شپې کړي خو ده نه دي نیولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څخه چې مو په دې اړه پوښتنه وکړله هغه وویل چې تښتوونکو د نېولو لپاره دوی په خوست او پکتیا کې ډیرې هڅې وکړلې.

هغه زیاته کړله چې تښتوونکو ځانونه په حکومتي سیمه کې پټ کړي وو او لا ندې نیول شوي: «نور خبره په غلو او حکومت کې ده».abasin 2

له مجاهد سره مو یو شمېر هغه عکسونه چې نن ټکی اسیا ترلاسه کړي وو، شریک کړل، هغه دا رد کړله چې یاد کسان دې طالبان وي: «نه، دا طالبان نه دي، ممکن دغه غله وي. خو دقیق نشم ویلای چې دغه سړي تښتوونکي دي که نه».

دولتي چارواکو تر دې دمه د دغه ماشوم د وحشیانه وژنې په اړه څه نه دي ویلي.

اباسین جنازه نن د کابل په کارته نو په نهم سرک کې ادا او خاورو ته وسپارل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو عمر المدني

د شهيد اباسين شهادت زيات خفه كرم
الله تعالى د د والدينو او أهل والأقرباء ته صبر جميل وركري
د افغانستان اسلامي امارت مجاهدين د دي ضرور انتقام وأخلي
كه دا مجرمين د امارت كي ددننه وي
الله تعالى د د اباسين والد ته نور نارينه صالح اولادونه وركري
اللهم امين

مریم مسلم

د افغانستان خادستان او د بهرنیو مزدوران باید د دی پیښی په اړه ځواب ووائی چاچی د افغان معصومو پیغلو عفت د ذلیلو کرسیو او یا یو څو ډالرو په داسی چا پلوری د کومو له لاسه چی اقسی ژړیږی

Qari yar muhammad

اللہ دی کورنی تہ صبر جمیل ور نصیب کی ڈیر یئ خفہ کڑم د دعا نہ پرتہ ھیس می پہ وس نہ کیژی اللہ دی ظالمان تبا او برباد کی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x