افغانستان

بهرنۍ ښځه په جلال اباد کې له خپل دفتره تښتول شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د یوې بهرنۍ خیریه موسسې یوه ښځینه غړې نن سهار په جلال اباد کې له خپله دفتره تښول شوې.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د اسټرالیا هیواد یوه ښځینه تابعیت لرونکې په جلال اباد ښار کې د اختطاف چیانو له لوري له خپله دفتره تښتول شوې.

نوموړي ویلي چې اختطاف چیان د افغانستان د ملي اردو په پوځي لباس کې وه.

ددې تر مخه داسي راپور ورکړه شوی چې ګواکي د ډاکار (ډانیش نون فرافیټ اورګنایزیشن) موسسې دغه بهرنۍ کارکونکې د جلال اباد او کابل پر لاره له موټره کښته شوې، خو د والي ویاند د پيښي د تایید تر څنګ ویلي چې له خپله دفتره تښتول شوې او داچي تښتوونکو د ملي اردو یونیفارم په تن وو.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دوی ته داسي خبرونه رسیدلي چې په جلال اباد ښار کې یوه اسټرالیايي میرمن تښتول شوې، دوی یې په اړه پلټني پیل کړي دي.

د پلازمیني کابل په شمول د افغانستان په لویو ښارونو کې د پیسو لپاره تښتوني د ورځي معمول ګرځیدلی خو تر اوسه دداسي پيښو په وړاندي د حکومت له لوري د کوم جدي عکس العمل نه ښودل کیږي، بلکي ځیني مدني فعالان د نوم نه ښودلو په شرط په ښار کې دننه د اختطاف مسؤولیت په امنیتي ارګانونو کې جګپوړو چارواکو ته کوي او زیاتوي چې د همدې چارواکو په همغږي د پيسو لپاره داسي کارونه تر سره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x