افغانستان

پکتیکا: د والي د ویاند پلار وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): تېره ورځ په غزني ولایت کې د یوې چاودني له امله یو قومي مشر مړ او په موټر کې ورسره سپاره دوه کسان نور ټپیان شوې وه.
د غزني امنیه قومندان ویلي وه چې د غزني په مرکز کې یو قومي مشر د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی او د کورنۍ دوه غوړي یې ټپيان شوي.

نن د پکتیکا والي امین الله شارق رسنیو ته ویلي چې د والي د ویاند نبی الله پيرخیل پلار میرزا خان چې د غزني ولایت د پښتنو د سراسري شورا مرستیال وو، په غزني ښار کې په مقناطیسي بم وژل شوی دی.

نوموړي وویل چې پيښه تېره ورځ ناوخته را منځته شوې، دا کار یې د هیواد د دښمنانو وباله او د خپل ویاند د پلار پر مړینه یې خواشیني ښودلې.

طالبانو تېره ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غزني ولایت په مرکز کې «د جاسوسي ادارې یو مهم کارمند د ریموټ کنټرول ماین په واسطه وژلی».
او زیاته کړې چې د میرزا احمد خان په نامه دغه کس د غزني ولایت د یک ولسوالۍ اړوند د الو خیلو د کلي اوسیدونکی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x