افغانستان

خوست: بې پلوټه الوتکي درې ولسي وګړي وژلي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): نن سهار مهال د خوست ولایت په مرکز کې پر یوه سراچه ډوله موټر د بهرنیو ځواکونو بې پلوټه الوتکي بمبار کړی، چې له امله یې درې تنه په داسي توګه وژل شوي چې له پيژندګلوي وتلي دي.

د خوست د امنیه قومندانۍ څخه یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکي د خوست ښار اړونده د لکڼو په سیمه کې د وړوکي بادشاه په سیمه کې په یوه سراچه ډوله موټر بمبار وکړ.

په پيښه کې موټر له منځه تللی، د درو کسانو مړي په سوځېدلي حالت موندل شوي.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي ښکاري چې سهار وختي له خپلي سیمي د خوست ښار مرکزي سیمو ته پر لاره وه.

د یادوني وړده چې دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایانو بېپلوټه الوتکي ولسي وګړي په نښه کوي، ددې تر مخه یې په ((چار شنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل) د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې ۱۷ تنه قومي مشران هغه مهال وژلي وه کله چې هغوی په یوه ډاټسن موټر کې د جرګې په موخه له یوه کلي بل کلي ته روان وه. د یاد ولایت د والي ویاند نبي الله پيرخیل هغه مهال ویلي وه چې وژل شوي کسان ټول طالبان وه، خو تېره ورځ په ارګ کې د پکتیکا د قومي مشرانو په ارګ کې د ولسمشر سره هم دغه خبره شریکه کړه چې د بېپلوټه الوتکي په بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په پرتله اشرف غني د امریکایانو له لوري د ولسي وګړو په تلفاتو چوپه خوله پاته کیږي، او په دې اړه د هر راز بیان ورکولو څخه ډډه کوي.

د سیاسي شنونکو په قول د ولسي کسانو وژل هم د افغانستان د داخلي قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له مخې یو نا روا او بشریت ضد عمل دی، که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت ریښتیا هم په هیواد کې د ثبات او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.

ډرون یا بې پلوټه الوتکي چې په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې د زیاتو ولسي وګړو د مرګ سبب ګرځېدلي، د امریکا څخه اداره کیږي، ددغه الوتکو د اداره کوونکي او چلونکي په امریکا کې په یوه پوځي مرکز کې ناست وي، په الوتکه کې د کامرو او دوربینونو په واسطه خپل هدف په نښه او بمبار باندي کوي. د سیمي څخه د لیري والي او د افغانستان په اړه د کمو معلوماتو لرلو له وجي ددغه الوتکي اداره کوونکي اکثره غلط هدف په نښه کوي چې له امله یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x