افغانستان

په لغمان کې یوه پولیس خپل درې ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۹مه ۱۳۹۵ل): د لغمان ولایت چارواکي وايي چې د طالبانو نفوذي عسکر تیره شپه په مهترلام کې خپل درې تنه ملګري وژلي او د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

ددې پيښي په تړاو طالبان وايي چې تیره شپه یې جنګالیو په مرکز مهترلام کې په یوه پوسته برید وکړ او تر کامیابو عملیاتو وروسته یې پوسته ونیوله، درې تنه پولیس یې د پوستي د قومندان (وحید) په شمول په جګړه کې ووژل او یو تن عسکر یې ژوندی نیولی دی.
طالبانو همداراز د یادي پوستې څخه د ۴ میله کلاشنکوفونو ، ۳ چانټو، ۳ صندوقه د پیکا مرمۍ او نورو غنیمتونو د ترلاسه کولو خبر ورکړی.

خو امنیتي چارواکي بیا دا پيښه درسنیو سره په بله توګه شریکه کړه، هغوی وايي چې د طالبانو همکار پولیس تېر شپه ناوخته د مهترلام ښار په یوه پوسته کې خپل ملګري وژلي او بیا د طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند شفیق الله نن ورځ رسنیو ته ویلي چې دغه پولیس د خپلو ملګرو تر وژلو وروسته په بریالیتوب سره د طالبانو لیکو ته تښتېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x