نظــر

حقوق بشر او په جنګ کې د حلواو ویش

محمد زمان مزمل

په دې کې شک نشته چې غربي هیوادونه په سیاسي او تولنیز لحاظ د نړۍ د ډیرو هیوادونو په پرتله د انساني تهذیب په ځينو اړخونو کې مبتکر تحول راووړ او نن د هماغه تفاوت له مخې چې غربي هیوادونه یې د شرقي نړۍ سره لري د شرق ځلمیان او زاړه د مرګ په لارو باندې سل خطرونه رغمی تر څو هغه پاریس او برلین ته ځان و رسوي چې د کابل او  دمشق بچیان یې د غرب د انساني برترۍ دغه مستند فلم ډکوي؟ .

یوه نیمه پیړۍ مخکې همدې غرب ، اروپا او امریکا ته انسانان د کار او د غرب او امریکا د ابادولو په خاطر لکه مریان په زوره بیول کیدل ولی نن پکې شرق هومره نور هم شاته شو چې د همدی شرق بچیان اروپا او امریکا ته د خشره او شاقه کارونو او اروپایې لارډانو د خدمت لپاره داو طلبنانه او د بلا ډيرو خطراتو په منلو ور روان دي ولی بیا هم غرب پکې د دغو داو طلبو مزدورانو لپاره یا بې نیازه دي او یا هم په خپل تهذیب باندې د یو بل رنګ د غوړیدو نه بیره لري .

منم چې مونږ شرق په تیره مسلمانان د مذهب او دین له مخې پر دغو غربیانو د برترۍ ډير څه لرو ولی د بده مرغه چې زمونږ په شرق کې دا استبدادي نظامونه یا هم د غرب نوکر نظامونه دي چې زمونږ په ملتونو یې دبدترینو حکومتونو چتر غوړولی دي او شرقي ملتونه د همدغه بدو حکومتونو له طفیله هم ډير ټیت ژوند لري او هم دغو حکومتونه په دې ملتونو کې د مذهب او شرقي تهذیب پر ضد هغه اوضاع تپلې ده چې په محتوی او ماهیت کې نه پوره د غرب د تهذیب او علم سره تړاو لري او نه هم زمونږ د شرق ماضي او تاریخ سره .

همدا متفاوت شرق دی چې غرب پکې کله کله دلته د پرګنو د مظلوم حالت او پرګنو د حقوقو په اړه د بشر د حقوقو ادارې جوړوي او کله ، کله د همدی غرب حقوقې ادارې د همدی شرقي ملتونو په اړه کله ښه او کله ګنده راپورونه جوړوي او د ټولو مظالمو ، تفاوتونو ، حقوق تلفیو  پړه پر مذهب او شرقي تمدن اړوی.

د بشري حقوقو د ټولنو راپورونه او نیوکې هغه مهال ډير ترخه شي چې هغه د هغو شرقي هیوادونو په اړه وي چې همدی غرب هلته د جنګ اورونه بل کړي دي لکه افغانستان عراق او نور .

غریبه پکې دا ده چې د بشري حقوقو مخکښې اداري او خپله په غرب کې حامي مرکزونه زیات په دې اړه هغه جهتونه او سیاسي ډلې تورني کوي چې یا یې له اسلام سره رابطه وي او یا هم کم له کمه د غرب او امریکا سره سیاسي مخالفت لري .

که څوک داسرائیلو لخوا د فلسطین د خلکو ځورونې او فلسطینیانو باندې د اسرایئلو مظالم او بیا په هغو ښځینه او ماشومانو چې د اسرائیلو د پولیسو او فوځيانو په واک کې ولویږي د هغوی مطلومیت وګوری او بیا ددغو بشري حقوقو ادارو سکوت ، معافیت او بې طرفي وګوري خپله به پوه شي چې دا ادارې هومره چې سیاسي تبلیغاتي اداري دي د هغه په لسمه هم اصلا پر بشریت باندې او د بشریت پر حقوقو باندې زړه خوږی او باور نلرې .

مونږ په دې کې د دغو ادارو او خپله له غرب سره اختلاف نلرو چې اسلامي حکومتونه او ان اسلامي ډلې په خپلو ډيری اعمالو او اجراءتو کې د مقابل لوري د پت ، عزت ، حقوقو او په هر څه باندې د تجاوز په اړه د ډیرو اشتباوو مرتکب ګرځي ، ولی مونږ له غرب سره په دې کې ډيراختلاف لرو چې دغه هیوادونه او یا هلته د بشر د حقوقو ادارې او موسسات دا ټول د غرب او غربي دولتونو او اسرائیلو مظالم او پر بشریت باندې د تیري په مهال هومره حساس نه دې لکه هغوی چې زمونږ په شرق کې د یوه مخالف حکومت یا مخالفې ډلې پر ضد په دې اړه جدي دریځ نیسي او بده پروپاګنده کوي .

منم چې بېګن  ،شارون د صدام او ایران د حکمرانانو په نسبت څرګند بد حکمرانان او په فلسطین باندې هغه څه کوي چې صدام په خپلو شیعه ورونو نه کاوه ولی بیا هم غرب د اسرائیلو نه دفاع کوي د ویتو ګانو په سیاسات کې د هغو تجاوزونه او بشري سرغړونې نغاړی ولی د صدام پر ضد یې سیمه دده ذوه ځله  پر هغه تجاوزنو ودروله چې نن هر څوک پوهیږي چې که صدام د لسو عراقیانو ازادي او حقوق تر پښو لاندې کړي و د امریکا تجاوز او د شیعه عراق حکمرانانو د عراق په ۵۱ سلنه عراقیانو پر حقوقو او ژوند تجاوز وکړ .

د یوه بل مثال په پرتله که څوک د تروریزم په عنوان د فرانسې او بروکسل قربانیان له هغو سره پرتله کړي چې د افغانستان په دننه کې د همدغه  امریکا او ائیتلافي ملګرو د فوخي عملیاتو په لړ کې په افغانانو روان دي که څوک دا پرتله کړي خپله به وګوري چې د فرانسې او بروکسل د پیښې لس برابره پیښې په افغانستان کې د همدې اروپايي فوځيانو په ذریعه مسلسلې روانې دي ولې هغوی پکې ایله د یوې اشتباه او معذرت په وړاندې کولو پیښې د نسیان او بې دردئ کنکل سجل ته سپاري .

تر دې هم پکې بده دا ده چې بشري حقوق او بشرې ټولنې د همدی اروپایي مخکښو هیوادونو له خوا د تجاوز مورد ګرځي او تکرار او تر هر چا ډير د تهاجم مورد ګرځي ولی وروستی قضاوت هم په دې اړه د همدی امریکایانو ، اروپایانو او د هغوی د حقوقې ادارو په انحصار کې دی .

متجاوز او جنایت کار هغه څوک دي چې همدا امریکا او اروپایي ادارې او مخکښ حکمرانان یي تورن کوي .

دې تعامل هومره میتذل شکل نیولی چې پّ ډې اړه قضاوت هم د هغوی پّ انحار کې دی هغوی ددې په خای چې امریکا او یا اروپایي مخکښ امپراتوي محکومې کړي هغوی په افریقا ، لاتیني امریکا او اسیا کې ان به چین کې د بشري حقوقو پاسداري کوي .

منم چې امریکا او اروپا په داخل کې سیاسي بندیان نلري او هلته سیاسي اداري په یو ډير مناسب حد کې دي ولی همدا امریکا او اروپا بیا د نورو هیوادونو په دننه او د ملتونو په سطحه هومره بر بنډ متجاوز دریځونه لري چې انسان نه پوهیږي چې د هغوی نه چاته شکوه وکړي .

په افغانستان کې د بن لادن د موجودیت په ګناه امریکا د افغانستان ملت د ستمبر د ۱۱ مې د پیښې په تور تورن کړ او په دې تیرو ۱۵ کلونو کې امریکا د تجارتي مرکزي قربانیانو شل برابره افغانانو ژوند په بدترینه طریقه واخیست ولی بیا هم د تروریزم پلمه هغه سند دي چې امریکا یې له مخې جنګ پر افغانانو تپلی دی .

همداسی په عراق کې د صدام زهرجنو وسلو یو اسرائیلي و نه واژه ولی امریکا د یوه دغسی پوچ احتمال او غلط تور په بدل کې د عراق ملت د هغه جنګ سره وتاړه چې د لسو کلونو په تیریدو بیا هم د عراق د بچیانو نه ژوند اخلي .

دا ټول په داسې حال کې چې په شرق کې د غرب تپلې جنګونه روان دي او خپله همدوی بې ګناه پرګنې وژني ولی بیا هم په همدغو جګړو کې خپل مخالفین د بشري حقوقو باندې په تجاوز او تور د جنګي جنایت په تور تورن کوي ته به وایي چې امریکا او غرب په خپل روان کړي جنګ کې له نورو د حلواو ویش غواړي .

دا چې شرق او پکې مسلمانان او بیا ډير ځوانان د امریکا سره په ټکر کې دي لامل یې همدا د غرب غلط قضاوت دی .

په شرق کې امریکا او غرب ډیري استبدادي کودتایي حکومتونه تبلې او هغوی په خپلو ملتونو او په خپلو هغو ډلو ظلم کوي چې هغوی د مذهب او بیان ازادی غواړي ولی له دې پورته پکې لویه جفا داده چې په ديری ځایونو کې همدا غرب او امریکا د خپلو استبدادي تپلو حکومتونو نه په دفاع عملي مداخلې کوي او هغوی مخامخ پر ملتونو هغه تجاوز ته پلمې جوړوي چې هغوی د همدی دموکراسی او بشري حقوقو په پلمې مخالف جهتونه پر تروریستانو او جنګې جنایت کارانو تورن کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x