شعـــــرونه

د شهید مورکۍ ته

م.ثـاقب

وې په خاورو کې پرتې لکـه شندلي مرغلرې
چې له سترګو یې کړي هجر تړمي اوښکي مرورِې

مجهزه په سلګيو جدائي خوره وره وه
چي له خولې نه یې سلګۍ تلې نوک نيولې مسافرې

چې د هجر په ارګ تاؤ شولې ګزمې د اسوېلیو
وې د ساندو په کنډک کې د ښېرا مستې لشکرې

چې پيره د فراق ګرځېده سپره په ماشه باندي
وي د غم لشکر اغوستې د جران فولادي زغرې

وَی د مرګ سيوری ړندي مرمۍ د ژوند پر هوسۍ کړَی
خداي دې واخلي ښکاري زور له دې سر زوري زرورې

د مسکا هستوګن ځاي کې يې د وير کـاروان ديره وو
له پلازميني د زړګي نه یې خوښی تلې مهاجرې

چې ترينګلې چوپتيا ګرځېده د وينو په جامو کې
سرې په وينو ورځي شپې وي د ناخوالو انځورګرې

د شهيد مورکۍ د ستړو ارزوګانو کوربنه وه
په تنکي ژبه يې تل د بيلتانه راتلې سندرې

غرِيو نيولي وه ثاقـبه لاس یې سره وو په سرو وينو
په رنځوره څیره وير يې غوړولې وې وزرې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x