fbpx
Afghan Yoon

د اختر د مبارکي پیغام – افغان یون

د لوی او بښونکي څښتن تعالی په سپیڅلي نامه
افغان یون سراسري ولسي خوځښت ویاړي چې د روژې مبارکې میاشتې په تیریدو او د کوچني نیکمرغه اختر په را رسیدو سره د افغانستان غم ځپلي او دردیدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وایي او له خدای تعالی څخه غواړي چې د اختر دا خوشالي، د ولس او خلکو تل پاتې خوشالي شي او زمونږ له هیواد په خاصه توګه له هغه سیمو چیرته چې تل غم، ویر او درد دی د بد بختیو لمن ور ټوله کړي. افغان یون په ټول افغانستان کې خپلو میړنیو خلکو ته تل خوشالي او سوکالي غواړي او د همدې هدف لپاره کار کوي. د افغان یون ځوانان تل هڅې کوي چې له دې بد بختیو سره ستاسو خلکو، ځوانانو او مشرانو په مټ ټینګه مقابله وکړي.

له تاسې ټولو په درنښت هیله کوو چې د افغان یون له سراسري ولسي خوځښت سره یو ځای شئ او په هیواد کې شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدی.
لکه څنګه چې یې له نوم څخه مالومیږي افغان یون هغه سراسري ولسي خوځښت دی چې د خلکو په مټ به تر هغه مبارزه کوي تر څو افغان ملت له دې ناخوالو څخه سوکالۍ او خوشالۍ ته را اوباسي. ستاسو ملاتړ مونږ پیاوړي کوي.

په پای کې د جنګ له ټولو لوریو هیله کوو چې افغان وژنه بس کړئ. افغان وژنه ودروئ، افغان وژنه دې نوره ختمه شي؛ مونږ افغان وژنه په کلکه غندو.
په درنښت
د افغان یون سراسري ولسي خوځښت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د