
د جنازې خبرتیا
ډاکتر عبدالواحد ریان، انجنیر عبدالباسط ریان،عبدالواجد ریان، مولوي عزیز احمد ریان، شفیق احمد ریان او شهید بشیر احمد ریان زامن.
حاجي عبدالخبیر، عبیدالله او قاري رحیم الله وروڼه.
د لغمان پخوانی والي ملا محمد اسحق اخندزاده، شهید ملا عبدالله او شهید ملا محمد ابراهیم جان (د حضرت مولانا شیخ الحدیث بشیر خلیفه صاحب زامن )او ملا عبدالحنان د کاکا زامن.
د هیواد مشهور علمي، سیاسي او جهادي شخصیت پیاوړی لیکوال او څېړونکی او د مظلوم شهید بشیر احمد ریان پلار،د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس استاد انجنیر عبدالله ګل ریان د وفات له کبله چې د پنجشنبې په ورځ د هجرت په دیار کي د ورپیښې ناروغۍ له امله په حق ورسید . انالله و انا الیه راجعون .
دوستانو، متعلقینو او خواخوږیو ته خبر ورکول کېږي چې د مرحوم استاذ ریان صاحب د جنازې لمونځ نن د جمعې په ورځ د سهار لس بجي د بلوچستان ایالت د کویټي ښار د مشرقي بای پاس په لویه هدیره کي ترسره کیږي.
انالله وا انا الیه راجعون