ادبي لیکني

انسان تښتوونکي «لنډه کيسه»

حمدالله حلمیار

ماشوم په خواره خوله او اوښلنو سترګو د کوټې په دروازه کې ولاړ سړي ته وویل: کاکو ما به کله کورته بیایاست!!! ادې، ابا او خورانې مې ډیرې یادیږي… :

هلکه غلی کینه! ته که حرامزاده نه وای او رښتیا دپلار زوی وای اوس به یې پیسې درپسې راوړې وای او ځان سره به یې بولی وای! په ګړز د کوټې دروازه بنده شوه…

ماشوم په زوره زوره وژړل او په ګنګوړه غږ یې د ابا او ادې نارې وهلې….

په برنډه کې څلور کسان ناست وو او پر دې یې خبره ګرمه کړې وه چې څنګه د هلک پلار راضي کړي چې پیسې راوړي او دوی له ښکار څخه ګټه واخلي.

له لنډې خاموشۍ وروسته یو غنمرنګي پنډ ځوان چې په پلاستیکي چوکۍ کې ناست وو او تسپې یې په ګوته کې څرخولې وویل: د هلک ګوته پرې کړئ او ویډیو یې کورته ورولیږئ!!! بس خلاص…

دوهم ځوان چې ببر ویښتان یې په خولۍ کې شاته اړولي وو او د نورو مشر ښکاریدی موسکی شو: یاره پالوانه ته هم کله کله سم پر موکه هوښیار شې! زه وایم چې کیسه سباته نه پرېږدو بس دا نن یې په مورو پلار پسې ډوډۍ زار کوو…

په یوه سلا کوټې ته ورننوتل ماشوم په کتابچه کې په لیکلو لګیا وو د دروازې له درب سره یې شاته وکتل…

پالوان لکه ساطول لویه چاړه په لاس کې وه په شیطاني موسکا د هلک خواته ورغی بل ځوان موبایل په لاس کې صحنه عکاسي کوله…

هلک ته یې وویل: د میرزا زو! تا بیا څه میرزایي کوله! هلک وارخطا ورته وویل: هغه… هغه ما…ما خپل درسونه تکرارول…او…او… امتیانونه مو رانژدې شوی…

پالوان د هلک له لاسه کتابچه واخیستله سترګو ته یې ور نژدې کړه په ګډو وډو کرښو کې لیکلي وو: ابا جانه! تاسي دې خلګو ته روپۍ ورکړئ … کنه دوی ما وژني… دوی په ما هر ماښام په وهلو وهلو ډوډۍ خوري او په لغتو مې ویدوي…

ابا جانه زما امتحانونه به اوس شروع شوي وي… ما ته به خورکۍ ویل امتحانونه مه قضا کوه ځکه څوک چی امتحان ورنکړي هغه ناکامه کیږي او څوک چي ناکام شي هغه بیا ډاکټر کیدلای نشي… اوس به زما….

لیک یې د کامرې مخې ته ور نژدې کړ او په لوړ غږ یې وویل: ای د خپل زوی قاتله! د خپل زوی د راتلونکي او ارمانونو قاتله! پیسې راولیږه کنه نو بیا به ….

د هلک خپړه یې راکش کړه د اوکلۍ (آونګ) پر شا یې کیښوه او…له یوې کړیکې سره د وینو داره پورته شوه او ویډیو یې بنده کړه….

د محلې ټول لوی او واړه را جمع شوي وو، د ارمانونو او هیلو یو جهان یې خاورو ته سپاری د ټولو خلګو ستوني غریو بند کړی وو… ټولو کایناتو بر څو قاتلو څیرو لعنتونه ویل او…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x