افغانستان

پاکستان وايي چمن کې یې د ملي امنیت یو افسر نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۰مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني څارګره اداره ادعا کوي چې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې یې د افغانستان د ملي امنیت یو افسر نیولی دی.

ډان نیوز د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سرچېنو له قوله لیکلي چې څارګرو ادارو یو شکمن کس چې له افغانستانه پاکستان ته د غیرقانوني لارې داخلېدو، ونیولو.

دوی وايي چې له یاد افغان څخه د تحقیقاتو وروسته معلومه شوې، چې نیول شوی کس روزي خان نومیږي او د ملي امنیت په اداره کې دوهم بریدمن دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني چارواکو تېره میاشت هم ادعا کړې وه چې په چمن کې یې د ملي امنیت یو «جاسوس» نیولی دی.

افغان چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x