افغانستان

کرزی: امريکا له ترهګرۍ ګټه اخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۵ل):  پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې د افغانستان اوسنی حالت د دې ښکارندوی دی، چې ځينې هېوادونه د « سخت دريځۍ او افراط» بحران د خپلو ګټو لپاره کاروي.

ښاغلي کرزي ماسکو کې د امنيت په اړه نړيوال کنفرانس کې د ګډون پر مهال روسي تلويزون ته په خپله مرکه کې وويل، چې «هېڅ هېواد بايد دا اجازه ونه لري، چې ترهګري او ترخه حالات د خپلو ګټو لپاره وکاروي،هغه که هر څوک او هر هېواد وي.»

پخواني ولسمشر د روسي يرغل پر مهال د امريکا سړې جګړې ته په اشاره ويلي، چې امريکا او پاکستان د افغانانو قربانۍ د خپلو ګټو لپاره کارولې او هڅه يې کوله، چې د مذهبي وسله‌والو ډلو په مټ شوروي پوځيان مات کړي، د همدغې سړې جګړې د پاليسۍ له امله د روسانو له وتلو وروسته افغانستان د خپلمنځي جګړو ډګر وګرځېد او اوس امريکا هم د خپلو پخوانيو پاليسو «دروند تاوان زغمي.»

د کرزي په وينا افغانستان هغه مهال پوهېده، چې د امريکا دغه پاليسي «يو ناوړه فکر» دی او هغه مهال هم موږ هڅه کړې وه، چې امريکايانو ته ووايو، د مذهبي وسله‌والو ګوندونو ملاتړ ونه کړي.

«واشنګټن د خپلو پاليسو له امله د سپتمبر د يوولسمې پېښې ښکار شو او له هغې ورسته يې د ترهګرۍ ځپلو لپاره افغانستان کې جګړه پيل کړه، مګر اوس هم د افغانستان حالات له ترهګرۍ او سخت دريځۍ سره مخ دي.»

کرزی د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د امريکا په نيت شک کوي او وايي، که امریکايان رښتيا هم د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره هوډ من وي، نو «د ترهګرو مالي سرچينې» دې کنګل کړي.

کرزی پر امريکايي چارواکو نيوکه کوي، که دوی رښتيا غواړي، چې له ترهګرۍ ځان خلاص کړي، نو بايد تر ټولو مخکې «پاکستان کې د دوی پټنځايونه او مالي سرچينې له منځه يوسي.»

پخوانی ولسمشر وايي، که امريکا دغه کار نه شي کولای، نو بيا دې له روسيې، چين، او هند څخه مرسته وغواړي. په ځانګړې توګه روسيه د افغانستان په چارو کې ښه رول لرلای شي او بايد له دې نفوذ او فعاليت څخه په ګټه اخيستو د افغانستان سوله کې ونډه ورکړل شي.

امريکايي چارواکي په دې اند دي، چې په افغانستان کې د دوی ستراتيژي تر ډېره سمه او بريالۍ وه او په ځينو ځايونو کې په تېروتنو اعتراف کوي، مګر کرزی وايي، چې امريکايان بايد خپلې تېروتنې ومني او خلکو ته يې په څرګندو ټکو روښانه کړي.

پخواني ولسمشر وروسته له هغې د امريکا پر پاليسيو نيوکې پيل کړې، چې له ديارلسو کالو وروسته له ولسمشرۍ ماڼۍ ووت.

د چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي، چې کرزی دا ډول څرګندونې د دې لپاره کوي، چې د خپلې واکمنۍ مهال «بدنامۍ» پرې پټې کړي.

د سياسي چارو شنونکی نظر محمد مطمين وايي، چې کرزی د خپلې واکمنۍ پر مهال د سولې د بهير مخالف و او «هره هغه لاره کې به يې خنډ‌ رامنځته کاو، چې د سولې ادرس ته به ورغلې وه.»

د څارونکو په اند کرزی، چې اوس د سولې او پخلاينې په اړه کومې څرګندونې کوي، د ولسمشرۍ پر مهال عملا د دې کړنو مخالف و او نه يې غوښتل، چې مخالفين، په ځانګړې توګه طالبان د خبرو مېز ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x