نړۍ

جاپانيانو د اتومي بمبار د کليزي په مناسبت يو لړ مراسم ترسره کړل


د جاپان په هيروشيما ښار باندي د امريکا له خوا د اتومي بمبار ۶۸ کاله پوره شول، نن د اګست په ۶مه دچاپان اولس ددغې ورځي د ۶۸مي کليزي په مناسبت يولړ مراسم ترسره کړل.
په مراسموکې د جاپان لومړي وزير شنزوايبي هم ګډون کړی وو.

په جاپان کې د هيروشيما په ښار باندي د امريکا له خوا د ۱۹۴۵ کال د اګست مياشتي په ۶ نېټه د بي۲۹ الوتکي په توسط اتومي بمبار شوی وو، نن د امريکا د دغه تېري په ترڅ کې درامنځته شوې پېښي يادګاري مراسم ترتيب شوي وو.
د هيروشيما ښار د سولي په پارک کې ۵۰ زره تنه راټول شوي وو او د يوې دقيقې له پاره يې چوپتيا غوره کړه، په دې وخت کې لومړی وزير شنزوايبي او نور لوړپوړو چارواکو هم شتون درلود.
په هيروشيما کې د امريکا د اتومي بمبار له امله له يولک او څلويښت زره نه زيات کسان وژل شوي وو، له دغې پېښي درې ورځي وروسته د ناګاساکي په ښار باندي هم د امريکا له خوا بمباري وشوه چې د ګڼو خلکو ژوند يې واخيست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x