د لومړي ځل لپاره د انټرنټ پر مټ په ژوندۍ بڼه د اختر میاشت وڅارئ

miasht

د (نوې میاشت لیدنې اسلامي پروژې) اعلان کړی چې د چهارشنبې له ورځې به په ژوندۍ بڼه د اختر د میاشتې د لیدنې انځورونه خپروي.

د دې خپرونې له لارې به هرڅوک پخپله د اختر میاشت څاري او ویني.

د میاشت څارونکې ډله به د اردن د پلازمینې عمان او د لیبا د طرابلس ښار څخه د نوې راختلې میاشت د لیدنې هڅه کوي.

که د میاشت څارونکې ډلې میاشت پیدا کړه نو لیدونکي به ئې په هماغه شیبه کې ویني.

په اسلامي نړۍ کې د میاشت د څارنې په برخه کې دا یو نوی ابتکار دی، چې یاده پروژه (المشروع الاسلامي لرصد الاهله) ئې ویاړ د خپل ځان ګڼي.

دا انځورونه به د نوموړې پروژې په رسمي ویب پاڼه کې په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د ویب پاڼې د عربي برخې لینک په لاندې ډول دی:

http://www.icoproject.org/live.html?&l=ar

او د انګلیسي لپاره لاندې تړوني ته ټک ورکړئ، او د اختر میاشت پخپله ووینئ:

http://www.icoproject.org/live.html?&l=en

ددغې پروژې اداره وايي چې د یو تخنیک په واسطه چې CCD Imaging ورته ویل کږی، به د میاشت د لیدنې هڅه کوي.

خو دا چې ددغې نوې تکنالوجۍ په واسطه د میاشت شروع ته اعتبار ورکول څه حکم لري، دا به علماوو او فقهاوو ته راجع کیږي.

د نوموړې پروژې ادارې ویلي چې ددوی کار تخنیکي او عملي شکل لري، اما شرعا پرې استناد کول، قبلول او یا ردول د دیني علماوو کار دی. 

د ټولو دې مخکې له مخکې اختر مبارک وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د