fbpx
مرحوم انجینر عبدالله ګل ریان

استاد ریان د ابدیت په لوري!

عبدالرحیم (ثاقب)

” أَنَّ لِلَّهِ مَا أَخَذَ، وَلَهُ مَا أَعْطَى، وَكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى، فَلْتَصْبِرْ وَلْتَحْتَسِبْ”

“له شکه پرته هغه څه چې د الله مال وو هغه يي واخیست او څه چې یې ورکړي وي دهغه مالک هم (هغه جل جلاله) دی، د هرچا او هرڅه لپاره د الله په نزد ټاکلې نیټه وي، نو ته صبرغوره کړه او دا هرڅه د ثواب په نیت ومنه”

پورتنۍ جمله د هغه متفق علیه حدیث شریف یوه برخه ده کوم چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپلې لورته د هغې د زوی د وفات کیدو په مهال د اسامة بن زيد بن حارثة په وسیله د تسلي په خاطر ورلیږلی و.

ريښتیاهم چې د هرچا او هرڅه لپاره د الله په نزد ټاکلی وخت وی ، { فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لاَ يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ يَسْتَقْدِمُونَ} .

له الهی قضا او تقدیر سره سم نن زمونږ له فاني نړۍ څخه یوه بله ژوندۍ هستي د ابدیت په لوري وکوچیده.

استاد عبدالله ګل (ریان) وتلی جهادي مؤرخ، لیکوال او فرهنګی شخصیت کوم چې زما په څیر ډیر شاګردان یې له علمي فیوضاتو نه برخمن شوی نور د تل لپاره زمونږ له منځه ابدي نړۍ ته ولاړی.

انا لله وانا الیه راجعون، اللهُمَّ أْجُرْنِي فِي مُصِيبَتِي، وَأَخْلِفْ لِي خَيْرًا مِنْهَا.

ارواښاد استاد عبدالله ګل (ریان) یو الګو شخصیت، یوه روزنیزه مدرسه او یو فکري مکتب و.

د ژوند هره مرحله یې له خاطرو ډکه او ژوند یې ټول د اسلام له برحق دین څخه په دفاع کې تیر شو.

د استاد ریان ژوند ډیرې ځانګړتیاوې لرلې ، لومړنۍ هغه یې داوه چې ټول عمریې د اسلام او جهاد له نوم څخه ناوړه استفاده ونه کړه ، له مخلوق څخه استغناء او بي طمعي یې د ژوند اساسي مشخصه وه.

مرحوم استاد (ریان ) په واقعیت سره چې د زُهد، تقوا ، فضیلت، راضت او سپیڅلتیا نمونه و، ژوند یې پاک ، سلوک یې پاک اخلاق یې پاک اوعمل یې پاک و، ولا نزکي علی الله احدا

سره له دې چې د ارواښاد استاد (ریان ) ټول ژوند په مهمو تنظیمي او دولتي دندو کې د مسؤل په حیث تیرشوی ، خو ده ده ژوند ډیر فقیرانه و، داسې چې ټول عمر د خلګو د پور تراحسان لاندې او کله یې هم له دغو مواقفو څخه د شخصي ژوند جوړولو لپاره ناوړه استفاده ونه کړه .

استاد (ریان) په واقعي معنا مجاهد و، داسې مجاهد چې د الله د دین د خدمت په خاطر د دار تر کړۍ هم رسیدلی خو الله ورته نجات ورکړ.

اروا ښاد استاد (ریان) د اسلام د لارې نه ستړی کیدونکی مبارز او په خوږه ژبه د الله جل جلاله د دین لورته بلونکی داعي و.

نوموړي دجهاد او مبارزې په لاره کې ډیرې ستړیاوې ولیدلې ، د کمونیستانو د واکمني په مهال د اګسا(خاد) په زندانونو کې له اسلام څخه د دفاع په جرم سخت وکړول شو، تر دې چې د وخت د کمونیستي رژیم له نشراتي وسائلو (راډیو ، ټلویزون) څخه یې د ځان د اعدام اعلان په خپلو سترګو ولید، د شوروي او امریکايي یرغل په مهال یې له خپل هیواد څخه د مهاجرت له ستونزو ډکې ورځې تیرې کړي، خو له دې هرڅه سره سره د ژوند تر پایه خپل اسلامي او جهادي موقف ته متعهد او وفادار پاتي شو.

د ژوند ستړیاوو یې نه کلکه اراده بدله کړای شوه او نه په ټول ژوند کې د سیاسي او فکري تزلزل ښکار شو.

سره له دې چې نوموړی اوس د خپل ژوند په شپږمه لسیزه کې و خو د اسلام د خدمت په لاره کې یې اراده او عزم لاهماغسې تاند و.

یوه نیمه میاشت وړاندې چې د سرطان د ناروغۍ د درملنې لپاره لاهورته په لاره کې و زما ورسره وروستۍ لیدنه وشوه ، سره له دې چې د ناروغۍ نښې ور باندې ښکاره خو دالله په تقدیر باندې په ایمان لرلو یې وضعیت ډیر ډاډه و.

نوموړی په لاهور کې د سرطان د وژونکې ناروغۍ پر بستر پروت و چې د کشر زوي بشیر احمد ریان د شهادت بوږنوونکي واقعه یې رامنځته شوه ، ما دا زړه نشوای کولای چې نوموړي ته په هماغه حالت کې د بشیر احمد د شهادت تسله ووایم ،خو چې کله مي په ټلیفون ورسره خبره پیل کړه نو په دې اړه ده ماته ډاډګیرنه راکوله ، په ډیر جرأت سره یې د هغه دشهادت مبارکي راته ویله، او دا شهادت یې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره یو تر ټولو لوي ویاړ باله .

د استاد ریان د ژوند محصول اته اولادونه دي چې۶ یې نارینه ځوانان او ټول تحصیل کرده زلمیان دي، کشر زوی بشیر احمد يې یوه میاشت وړاندې تورزړه قاتلانو شهید کړ او پنځه واړه نور یې د ده په څیر په جهادي او ټولنیزو چارو بوخت چې ماشاء الله ټول د نوي نسل د ځوانانو لپاره د پوهي، او علم نمونې دي.

استاد (ریان) زمونږ د هیواد په کچه یو سترعلمي ، سیاسي او جهادي شخصیت و.

زما دغه ماته او ګوډه لیکنه په هیڅ ډول د مرحوم استاد د څو بُعدي شخصیت د ټولو مشخصاتو او ځانګړتیاوو د یادولو ظرفیت نه لري ، ځکه استاد د خپلو عالي افکارو او علمي او ټولنیزو خدمتونو له وجې یواځې د یوه فرد حیثیت نه ؛ بلکې د یوه فکري مکتب حیثیت لري.

د دې ایجاب کیږي چې د نوموړی پر هر اړخیز سیاسي ، جهادي او علمي ژوند یو بشپړ کتاب ولیکل شي.

الله تعالی دي پرمرحوم استاد رحمتونه وکړي، او د ده امثال دي زمونږ په ټولنه کې الله زیات کړي.

په اخیر کې زه د استاد (ریان) د وفات له کبله د نوموړي جهادي کورنۍ او ټولو متعلقینو ته خپل د خواخوږئ او تسلیت مراتب وړاندې کوم.

خدای تعالی دې هغوي ټولو ته د دې سترمصیبت په عوض کې جمیل صبر او جزیل اجر ورپه برخه ورکړي.

امین یارب العالمین

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د