د قرآن کريم د هنري انځورونو لس بېلګې

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

د شهيد سيد قطب رحمة الله عليه د” التصوير الفني في القرآن“ له کتاب څخه

د عبدالمالک همت ژباړه

خيال او اند پاروونکي تصويرونه راوړل يا انځورَوَنه او انځور کښنه يا په بله وينا په انځور ايستني سره د يوې موضوع بيانول او څرګندول د قرآن کريم د بيان د اسلوب ( سبک ) تر ټولو ستره ځانګړنه او په ذهن کي د قرآني مطالبو د کښېنولو لپاره تر ټولو اغېزمنه ذريعه ده. قرآن کريم داسي مطالب او معناوي چي فکري او ذهني وي، يا د انسان اروايي حالات، کيفيات، واقعات او پېښي وي يا انساني بېلګې او طبايع وي، ګرده د داسي انځورونو او تصويرونو په بڼه وړاندي کوي چي موږ يې د سترګو په تصور ليدلاى او احساسولاى  سو. بيا چي قرآن کريم دا انځور باسي هغه ته رنګ ورکوي، روح په ننباسي او ژوند او خوځښت پکښي پيدا کوي. په دې توګه يوه ذهني معنا په متشکل کېدو او متحرک کېدو سره مخي ته راځي. اروايي حالت د يوه انځور بڼه غوره کوي، يوه انساني بېلګه ژوندى شخص جوړ سي، د سترګو په وړاندي څرګند سي او انساني طبيعت په مجسمه توګه ليدل کېدلاى سي. همدغسي د قرآني تصوير په مټ پېښ سوي واقعات او مشاهدات، کيسې او انځورونه را پاڅي او د سترګو په وړاندي ودريږي او ژوند او خوځښت پکښي مونده سي. کله چي قرآن د دغو انځورونو سره خبري او مکالمه هم يو ځاى کوي، نو د تخيل د تصور لپاره ټول عناصر يوځاى کيږي. بيا چي د هغو وړاندي کول پيلوي، نو اورېدونکي ليدونکي سي. تر دې چي قرآن دوى د اصلي پېښي صحنې ته رسوي. کله چي يو انځور يو په بل پسې را څرګنديږي او تر هر خوځښت وروسته بل نوى خوځښت رامنځ ته کيږي، نو د خبرو اورېدونکى په دې انځورونو کي محو سي او هېر کړي چي دا  کومه خبره ده چي لوستل کيږي يا کوم مثال دى چي ورکول کيږي، بلکي د هغه په خيال کي راوګرځي چي يو انځور وړاندي کيږي او يوه پېښه پېښيږي. دغه انځورونه دي چي د نندارې پر غولي باندي را څرګنديږي او پنا کيږي. او دغه د ډول ډول مطالبو د انفعال نخښي دي چي د پېښو سره يو ځاى د نندارې پر دريځ رامنځ ته کيږي، او دغه کلمې دي چي ژبي پر هغو ګړيږي او پټ احساسات را سربېره کوي.

نو دا دلته کټ مټ ژوند باله سي نه له ژوند څخه حکايت. څنګه چي موږ وايو چي هغه آلات چي ذهني معنا او اروايي کيفيت او انساني کړنه يا پېښه سوې حادثه انځوروي جامد الفاظ دي، نه هغه رنګونه چي انځور باسي او نه هغه څه چي د يو څه تعبير کوي، نو موږ  د قرآن د تعبير په دغه انداز کي د اعجاز ځيني اسرار مومو. البته د دغو خبرو چي موږ يې کوو ټول قرآن کريم مثال او بېلګه باله سي. کله چي قرآن د دغو چارو په هکله چي موږ يې يادونه وکړه څه وايي نو د انځور ايستني دغه اسلوب غوره کوي. هر ځاى چي موخه د يوې داسي معنا او مفهوم څرګندونه وي چي مادي نه، بلکي يوازي ذهني وي، يا موخه د اروايي حالت او معنوي صفت يادونه وي يا د کومي انساني کړني يا د پېښېدونکي واقعې يا د تېري کيسې په هکله رڼا اچولو ته اړتيا وي يا د قيامت له احوالو  څخه د کوم حالت بيانول وي يا د جنت او دوږخ د ښېګڼو او عذاب يادونه وي او يا د بحث او بيا ځلي ويلو او يا په کومه شخړه او نزاع کي د کوم مثال راوړلو اړتيا وي يا په عامه توګه بحث او مجادله په پام کي وي، په دغسي ټولو مواردو کي قرآن کريم په عامه توګه د کوم محسوس يا خيالي انځور پر اسلوب باندي اعتماد کوي.

څنګه چي موږ وويل چي «انځور يا د انځور ايستل د قرآن کريم د اسلوب ( سبک ) تر ټولو ستره څانګړنه ذه » نو زموږ موخه همدا وه. له انځور ايستلو څخه نه د اسلوب ښکلا مقصد ده او نه دا انځوروني بې موقع او بې ځايه، په پېښکي توګه په قرآن کي کارول سوي دي. بلکي انځور ايستنه د يوې ټاکلي قاعدې او يوازنۍ طريقې له مخي کيږي. که څه هم دغه انځور ايستنه د حال او محل له مخي په بېلو بېلو لارو او مختلفو اوضاعو کي کارول کيږي، خو په نهايت کي هماغي يوې ستري قاعدي ته ورګرځي، کومه چي موږ د انځور ايستني قاعده ورته وايو.

موږ ښايي چي د انځور په معنا کي پراختيا ومنو، څو په قرآن کي د فني او هنري انځور په پولو او حدودو پوه سو. انځور د رنګ په مرسته هم کښل کيږي او د خوځښت او تخيل په مرسته هم. کله کله په تمثيل کي انځور په نغمه سره د رنګ  پر ځاى دريږي. کله چي د توصيف، خبرو اترو، د الفاظو له خوندورو آوازونو، د عبارتونو له نغمو او ترنم او د خبرو د اسلوب او جمله بندۍ له موسيقۍ څخه يو انځور څرګنديږي او متبارز کيږي، نو سترګي، غوږونه، احساس، خيال او اند او وجدان ټوله له هغه څخه خوند اخلي.

دا د ژونديو له نړۍ څخه يو را بېل سوى ژوندى انځور وي، نه د بې روحو رنګونو او جامدو کرښو انځور. دا دا سي انځور وي چي په هغه کي د ګوښو او واټنونو کچه په شعور او وجدان اټکل کيږي، په دې توګه معناوي د انځور په بڼه ترسيميږي او د ژونديو انسانانو زړونه تر اغېز لاندي راولي يا پر هغو طبيعي مناظرو اغېز اچوي چي د ژوندانه جامې ور اغوستل سوي وي.

اوس موږ د دغو قرآني انځور ايستنو څو بېلګې وړاندي کوو :

 

د ذهني مفاهيمو حسي انځورونه:

لومړۍ بېلګه : قرآن کريم غواړي څرګنده کړي چي کفار او د هغو هيڅ شى به هيڅکله د لوى څښتن په حضور کي ونه منل سي، جنت ته به په هيڅ ګون دننه نه سي او دا چاري دوى ته ناشوني او محالي دي.jamal

دا خو د دې ساده خبرو او معناوو د تعبير لپاره ذهني طريقه ده. اما د انځور ايستني اسلوب د دغه حقيقت انځور داسي وړاندي کوي:

قال الله تعالى :

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ﴾ [ الاعراف ٧ :٤٠]

ژباړه:(اى خلکو!) باور وکړئ چي کومو خلکو (کفارو)چي زموږ (پر وحدانيت باندي دلالت کوونکي دلايل او)آيتونه درواغ بللي دي او د تکبر (او لويى) له مخي يې له هغو څخه مخ اړولى دى (زموږ په شريعت يې عمل نه دى کړى او سرغړونه يې ځني کړې ده) ، هغو ته به(د هغو عملونو ته به په ژوندانه کي او اروحونو ته به يې د مړيني پر مهال) د آسمان ورونه هيڅکله پرانه نيستل سي (دعاوي او عملونه به يې ونه منل سي) او دوى به جنت ته تر هغو ننه نه وزي تر څو چي کوم اوښ د يوې ستني په سپم ننه نه وزي.(جنت ته د دغو کفارو تګ دونه ناشونى دى، لکه د ستني له سپم څخه د اوښ تېرېدل). او موږ مجرمانو ته د هغو د کړنو دغسي بدله ورکوو.(هغو کسانو ته چي جرمونه يې ډېر سي او سرغړوني يې زياتي سي دغسي جزا ورکوو).

د دغه آيت لوستل تاسي وربولي چي په خپل خيال او تصور کي د آسمان د دروازو د پرانيستلو انځور ترسيم کړئ او بل د ستني په سپم د يوه پنډ واښکي د ننايستلوانځور وکاږئ. د پنډ واښکي لپاره دلته په ځانګړې توګه د ” الجمل “( اوښ ) لفظ کارول سوى دى. په دې توګه حس پرېښوول کيږي او خوشي کيږي چي د خيال له لاري له دواړو انځورونو څخه تر هغي کچي چي لا زمه وي اغېزمن سي، څو په نهايت کي د منلو او ناشونتيا معناوي د روح په ژورو کي ځاى ونيسي. په داسي حال کي چي روح د سترګو او حس له لاري هغو ته ور دننه سوې او د خيال په مټ له بېلا بېلو لارو د هغو په لټه کي لوېږي. هغه هم په ځانګړي زغم او نرمښت سره نه د ذهن له يوازني منفذ څخه چي هغه هم په سرساموونکې بېړه او چټکتيا سره وي.

دوهمه بېلګه : قرآن کريم غواړي څرګنده کړي چي د قيامت په ورځ به د کفارو اعمال د هيڅ غوندي وي. د دې خبري انځور په دې الفاظو ترسيموي:

﴿وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا (23)﴾ [ الفرقان  ٢٥ : ٢٣]

ژباړه : او هغو چي (په دنيا کي د خير ښېګڼي) هر څه عملونه تر سره کړي دي، موږ به هغه را واخلو (باطل او بې ارزښته به يې کړو ، هيڅ ګټه به نه ورته کوي)د دوړي غوندي به يې والوزوو(او دوى به د هغو له اجر او ثوابه بې برخي کړو ، دا ځکه چي په آخرت کي هيڅ عمل تر هغو ګټه نه کوي چي تر سره کوونکي کي يې پر الله ايمان رانه وړي، هغه ته اخلاص ونه لري او د هغه د پيغمبر صلى الله عليه وسلم متابعت ونه کړي).

﴿هَبَاءً﴾ هغو کوچنيو ذرو ته وايي چي له کوم سوري څخه د خوني د ننه ته په لوېدونکو وړانګو کي ښکاري. خو په لاس کي نيول يې امکان نه لري. د قيامت په ورځ به د کافرانو اعمال د دغو ذرو غوندي بې ارزښته وي. په دې توګه کله چي تاسي دغه آيت ولولئ دې ته مو وربولي چي په خپل خيال او تصور کي د﴿ هَبَاءً مَنْثُورًا﴾ ( د الوتو دوړو ) انځور ترسيم کړئ. په دې توګه د اعمالو د ضايع کېدو مفهوم يو ډېر څرګند او ښکاره انځور جوړ سي او مخي ته راسي.

درېيمه بېلګه : په لاندي آيت کي بيا پورتنى مفهوم په دې ډول انځوروي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِرَبِّهِمْ أَعْمَالُهُمْ كَرَمَادٍ اشْتَدَّتْ بِهِ الرِّيحُ فِي يَوْمٍ عَاصِفٍ لَا يَقْدِرُونَ مِمَّا كَسَبُوا عَلَى شَيْءٍ﴾ [ ابراهيم ١٤ : ١٨ ]

ژباړه : کومو خلکو چي د خپل پالونکي سره د کفر چلند غوره کړی دی، (په دنيا کي) د هغو د کړنو، (لکه ښو چارو، خيراتونو، احسانونو، پر ضعیفانو او بې وزلو باندي لورونو) مثال د هغو ايرو غوندي دی، چي د تندو بادونو د الوتو په ورځ يې باد په چټکۍ سره والوزوي(او هري خوا ته يې وشيندي، تر دې چي هيڅ نخښه يې پاته نه سي، همدغسي دي د کفارو عملونه چي د هغو کفر يې والوزوي او) د هغو ترسره کوونکي به يې (د قيامت په ورځ) هيڅ ګټه ونه ويني. دغسي کړني (کومي چي د ايمان پر بنسټ نه وي رامنځ ته سوي)، د حق له لاري څخه ليري ورکلاري ده.

په توپاني ورځ  کي د دوړدوړکي په ځوښت او حرکت سره د انځور خوښځت او ژوند هم زياتيږي. ايرې داسي په هوا کيږي چي بيا هيڅ نه سي سره يو ځاى کېدلاى.

څلورمه بېلګه : قرآن کريم غواړي خلکو ته څرګنده کړي چي هغه صدقه او خيرات چي د ريا لپاره ورکول کيږي او بيا يې پر اخيستونکي احسان اچول کيږي او زورول کيږي، نه يې څه ثواب

وي او نه باقي پاته کيږي. نو خلکو ته دغه ساده او مجرد مفهوم په داسي حسي او متخيل انځور کي وړاندي کوي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُبْطِلُوا صَدَقَاتِكُمْ بِالْمَنِّ وَالْأَذَى كَالَّذِي يُنْفِقُ مَالَهُ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لَا يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِمَّا كَسَبُوا ﴾ [ البقره ٢ : ٢٦٤]

ژباړه : اى هغو کسانو چي پر خداى او د آخرت پر ورځ مو ايمان راوړى دى ! د خپلو خيراتونو (ثواب) په احسان  اچولو او تکليف رسولو سره مه ضايع کوئ. دا د هغه چا سره ورته والى دى  چي خپل شته مازي خلکو ته د ښوولو (ريا او نامه) لپاره لګوي (چي خلک يې ښه ووايي) او هغه پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان(باور) نه لري. د هغه (د خير ښېګڼي او لګښت) مثال داسي دى، لکه يوه ښويه ډبره چي  خاوره پر پرته وي ، کله چي زورور باران پر واوري، نو ټوله خاوره ځني يوسي او ډبره بېرته همغسي ښويه پاته سي. همدغسي (چي دغو رياکارانو) د دوى په اند څه ګته کړې ده ، له هغې څخه (د الله په نزد) هيڅ شى لاس ته نه سي راوړلاى (او پر خپلو ورکړو باندي هيڅ ثواب نه ترلاسه کوي). او الله (د دغسي)  کافرانو ډلي ته (د دوى په ورکړو او نورو چارو کي حق او) سمه لار نه ښيي.

دلته د يوې ښويي ډبري کاڼۍ سترګوته راوړاندي کوي. پر دې کاڼي باندي د خاورو د دوړو يو نرى ورغ پروت دى. هيله داده چي له دې دوړي څخه شينګيا را شنه سي، خو کله چي پر هغې باندي د اورښت اوبه اوريږي، نو د دې پر ځاى چي له دې خاورو څخه شينګيا را پورته سي ـــ لکه چي د آسمان د فيض د نازلېدو په وخت کي د مځکي فطرت دى ــ د غه خاوري ايسته سي او کاڼۍ ښکاره سي.

په دې بل آيت کي د ريا له امله او د احسان اچولو او زوروني په سبب د خيرات د ضايع کېدو بل ډول انځور رامخي ته کيږي:

﴿وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاتِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (265)﴾ [ البقره ٢: ٢٦٥]

ژباړه : او د هغو کسانو (د ورکړو او د صدقو) مثال چي خپل مالونه يوازي د الله د خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره او (د الله د ژمني پر رشتينولۍ باندي) د زړه له کومي د اعتقاد او ثبات پر بنسټ  لګوي، داسي دى، لګه پر يوه لوړه (او ښه)  مځکه باندي يو باغ، چي که ډېر (او په شېبو شېبو) باران پر وسي، نو يو په دوه مېوه ورکړي او که  زيات اورښت پر ونه سي، هم يو څه پرخه (شبنم؛  نرى باران ورته بس وي چي ډېره ميوه ورکړي. همدغسي دي د مخلصو خلکو ورکړي او خيراتونه چي د الله په نزد قبليږي او دوه چنده کيږي، لږوي که ډېر) او الله ستاسي (په پټو) کړنو خبر دى  او (ظاهر او باطن) مو ويني(او هر يوه ته د هغه د اخلاص په کچه بدله ورکوي).

دلته د انځور بل اړخ ښوول سوى دى، که شته د لوى څښتن د رضا او خوښي لپاره ولګيږي، هغه د يوه بڼ غوندي وي، په داسي حال کي چي د ريا لپاره لګول سوي شته د خاوري د دوړي غوندي وه. هغه دوړه پر ښويه ډبره پرېوتلې وه، خو دا بڼ پر يوه لوړه مځکه باندي دى. اورښت په دواړو صورتونو کي اوري، خو په لومړي حالت کي هغه د خاورو دوړه ايسته کوي او د شينګياد راټوکېدو مخه نيسي، ځکه چي ډبره خو د شينګيا د زرغونولو وړتيا نه لري. په دې انځور کي اورښت د بڼ سمسورتيا زياته کړې ده. په لومړي انځور کي اورښت پر ډبره وو چي دا ډبره بيا هم هماغه ډبره پاته سوه ګواکي د هغې بد ډوله څېره څرګنده سوه . خو په دوهم انځور کي اوبه پر بڼ وارورېدې او چي د اورښت اوبه خاورو ته ورسېدې نو شکوفه او مېوې ځني پيدا سوې. که زورور باران  هم نه واى پر سوى هم د زرغونېدو وړتيا پکښي وه.

زه نه غواړم دلته نور تفصيل ورکړم چي د دواړو انځورونو په موقع او مقام کي څوني اړيکي او توافق سته او په جزئياتو کي څونه ورته والى سته او د هغو په نظم او نسق کي څوني ښېګڼي نغښتي دي. مثلاً پر ډبره باندي د دوړي د نازک ورغ له پرېوتو څخه زوروونکى انسان مراد دى چي د ريا او ښکاره کېدو په موخه خيرات ورکوي او دا خيرات تر يوه بريده د هغه پر عيبونو پرده غوړوي. دا ځکه چي رياکاري يوه نازکه غوندي پرده ده چي د سخت زړه پرده پوښي کوي. همداراز څنګه چي بڼ پر لوړه مځکه ښوول سوى دى د هغه پرتلنه پر ډبره باندي د خاورو د دوړو د نري ورغ سره سوې ده. د دې ډول تشريح او شنني لپاره تفصيل ته اړتيا ده، چي بيان به يې پر خپل ځاى راسي.

پنځمه بېلګه : بل ځل دغه مضمون داسي بيان سوى دى:﴿مَثَلُ مَا يُنْفِقُونَ فِي هَذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ﴾ [ آل عمران ٣ : ١١٧]

ژباړه : څه شتمني چي دغه خلک(دغه کفار) په خپل دنيوي ژوند کي(د خير ښېګڼو پر چارو) لګوي، (او د ثواب هيله يې لري) ، نو د دې لګښت مثال داسي دى، لکه يو سوړ تېز باد چي د هغو خلکو پر کښتونو والوزي چي هغو خپله پر خپلو ځانونو باندي(په ډول ډول نافرمانيو سره) ظلم کړى وى( او بيا هم له خدايه د دغه کښت د حاصلاتو تمه لري)  او دغه سړوکۍ تند باد دغه کښت تباه او برباد کړي.(او هيڅ شى ورپاته نه سي . دغه کافران به همدغسي په آخرت کي هيڅ ثواب ترلاسه نه کړي).الله پر هغوباندي(په دې کار سره) ظلم نه دى کړى ، په حقيقت کي هغوى خپله پر خپلو ځانو(په خپل کفر او نافرمانۍ سره) ظلم کوي.

په دې آيت کي د يوې کروندې انځور کښل سوى دى، چي پر هغې باندي تند بادونه والوزي، د دې بادونو سره ساړه هم مله وي او دغه کرونده او د هغې حاصلات پوپنا کړي او پايله يې داسي چي د کروندې د څښتن ټول زيار او خواري بې ګټي سي او له خپلو هلو ځلو څخه هيڅ تر لاسه نه کړي. کټ مټ همدغه ډول دى چي يو څوک د کفر په حال کي د نېکو موخو لپاره شته ولګوي او د ثواب په هيله وي، خو د هغه کفر د هغه ټولي هيلي د خاورو سره خاوري کړي.

همدا راز بايد د :﴿ صِرٌّ ﴾ د لفظ په خوندور او مترنم تلفظ کي د هغه د مدلول او مفهوم د څرګندولو انځور له پامه ونه باسو ګواکي په دې توګه له کوچنيو کوچنيو توپونو څخه توغندۍ ويشتل کيږي او کښت په ورانيږي. په دې توګه د دې الفاظو او معناوو په منځ کي يو له بله توافق او تطابق راغلى دى، چي موږ به وروسته رڼا پر واچوو.

شپږمه بېلګه : قرآن کريم غواړي دا خبره څرګنده کړي چي: يوازي الله تعالى د دعا کوونکي دعا قبلوي او هيله يې تر سره کوي. له ده پرته چي نور معبودان د ده سره پالل کيږي هغه د هيڅ شي واک نه لري او نه څه خير ور رسولاى سي. که څه هم هغه خير ښېګڼه چي پالونکى او غوښتونکى يې په هيله دى ډېر نژدې هم وي. د دې مفهوم انځور يې عجيبه ښکلى ايستلى دى:

﴿لَهُ دَعْوَةُ الْحَقِّ وَالَّذِينَ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ لَا يَسْتَجِيبُونَ لَهُمْ بِشَيْءٍ إِلَّا كَبَاسِطِ كَفَّيْهِ إِلَى الْمَاءِ لِيَبْلُغَ فَاهُ وَمَا هُوَ بِبَالِغِهِ وَمَا دُعَاءُ الْكَافِرِينَ إِلَّا فِي ضَلَالٍ (14)﴾  [ الرعد ١٣ : ١٤]

ژباړه: (د الله د مخلوقاتو له خوا) د حق، يعني: د توحيد ( لا إله إلا الله )بلنه او دعا يوازي الله (سبحانه وتعالی) ته ځانګړې ده( نو ښايي چي په دې بلنه او دعاکي بل هيڅوک شریک نه سي او عبادت ورته ونه سي او  ونه بلل سي). او هغه بتان چي مشرکان يې له الله پرته (په هره مسئله کي) بولي (او مرسته ځني غواړي) په هيڅ ګون د هغو بلنو او دعاوو ته هيڅ ځواب نه ورکوي، البته د هغو د دعاوو مثال د هغه تږي غوندي دی چي(له ليري) د اوبو خوا ته خپل دواړه لاسونه لپه کړي، چي اوبه پخپله د هغه خولې ته ورسيږي(او دی يې ځني وڅښي)، په داسي حال کي چي هغه يې هيڅکله پخپله تر خولې نه سي رسېدلای. او (له بتانو څخه) د کافرانو د دعا (او لمانځني) پايله له ګمراهۍ (له نېکچارۍ  څخه د ډېر ليري والي) پرته بل څه نه ده (ځکه دوی نور د الله سره شريکان کوي). 

يوه ژوندي سړي د اوبو اخيستلو لپاره لاسونه اوږده کړي دي، ولاړ دى، اوبه نژدې دي. دى غواړي ويې چيښي، خو نه يې سي چيښلاى. هر څونه چي لاسونه وراوږده کړي او کوښښ وکړي خو لاسونه يې نه ور رسيږي. دا ډېر د پام وړ انځور دى چي حس او وجدان خپل لوري ته ورکشوي. له دې انځور څخه به سترګي په خورا ډېر تکليف  پټيږي. په الفاظو سره تر دې غوره او ښکلى انځور نه سي ايستل کېدلاى.

اوومه بېلګه : د قرآن کريم موخه داده چي څرګنده کړي چي: له لوى څښتن پرته چي دکومو معبودانو پالنه او لمانځنه کيږي، هغه نه اوري، نه څه وايي او د عقل، شعور او خبري کولو له ځواک څخه هم بې برخي دي. له دې امله دوى د چا سره هيڅ مرسته نه سي کولاى، ځکه نو د دوى د لمانځونکو لخوا له دوى څخه څه غوښتل چټي کار دى. نو د دې خبري د څرګندولو لپاره داسي يو انځور غوره کوي چي دغه خبره څرګنده او دا حالت مجسم کړي او نفس او احساس د هغو عادي ځواکمنه توګه وپوهوي:

﴿وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ (171) ﴾ [ البقره  ٢ :١٧١]

ژباړه: او کومو خلکو چي (د خپلو پلرونو او نيکه ګانو په پيروي) د کفر لار نيولې ده، هغو ته (د حق د بلني) مثال داسي دى، لکه کوم  شپون يا ګوروان چي  خپلو څارويو ته په زوره په زوره نارې وهي ، او هغوى د شړني او بلني له چيغو پرته نور څه نه اوري(او د خبرو په معنا يې نه پوهيږي. نو ګواکي ). دوى  کاڼه دي (د حق خبره کومه چي ګټه ځني واخلي) نه اوري، ګونګيان دي (ژبي يې له حق ويلو څخه ګونګۍ سوي دي).ړانده دي (حق او سمه لار نه سي ليدلاى،) ځکه نو (په هغه هدآيت چي دوى ور بلل کيږي) نه پوهيږي.

مطلب دادى چي د بتانو د بلونکو او له هغو څخه د حاجت غوښتني مثال داسي دى، لکه څوک چي کوم څاروي ته نارې وهي چي هغه د ږغ له اورېدو  پرته په خاورو هم نه پوهيږي.

کفار چي د کومو معبودانو لمانځنه او عبادت کوي، هغه نه څه اوري او نه په څه پوهيږي. له دې امله د خپلو معبودانو آوازونه نه پر بېلېږي او نه يې په موخه او مقصد پوهيږي. دا يو تمثيل دى. په دې آيت کي د يوې داسي ډلي انځور کښل سوى دى چي له خپلو معبودانو غوښتني کوي. د دوى مبهم ږغونه معبودانو ته رسيږي، خو هغوى يې په موخه او مطلب هيڅ نه پوهيږي له دې انځور څخه هم د عبادت کوونکو غفلت او د هغو بې ګټي بلني ليدل کېداى سي او هم د هغو د معبودانو په هيڅ خبرتيا. دغه راز څرګنديږي چي دغه معبودان د جواب ورکولو له وړتيا څخه هم بې برخي دي.

اتمه بېلګه : قرآن کريم غواړي د دغومعبودانو يا په عمومي توګه له خدايه پرته د دغو عبادت کوونکو د اولياوو بې واکي په ګوته کړي او وښيي چي دغه عبادت کوونکي چي کوم څه ته پناه وروړي هغه دوى ته د پناه ورکولو وړتيا نه لري. نو د دې ټولو يو ډول دوه اړخيز انځور ترسيموي:

﴿مَثَلُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ أَوْلِيَاءَ كَمَثَلِ الْعَنْكَبُوتِ اتَّخَذَتْ بَيْتًا وَإِنَّ أَوْهَنَ الْبُيُوتِ لَبَيْتُ الْعَنْكَبُوتِ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (41) ﴾ [ العنکبوت ٢٩ : ٤١]

ژباړه :کومو کسانو (مشرکانو) چي له الله څخه پرته نور (بتان) کالخوايان (اومرستيالان) نيولي دي(او له هغو څخه د ګټي ترلاسه کولو يا د هغو د شفاعت په هيله يې عبادت کوي)، د هغو مثال د غڼي غوندي دى، چي خپل ځان ته يې کوم کور جوړکړى وي(څو يې له تودوښي، سړو او د چا له تېري څخه وساتي). او څرګنده خبره ده چي په ټولو کورونو کي د غڼي کور بېخي ډېر کمزورى وي(چي نه ساړه دفع کوي او نه تودوښه. همدغسي دي د دغو مشرکانو بتان چي نه ګټه رسوي، نه تاوان او نه د چا شفاعت کولاى سي). کاشکي دغه خلک پوهېدلاى.(په هغه صورت کي به يې له الله پرته بتانو ته عبادت نه کولاى).

د باطلو معبودانو پالونکي خپله هم د بې واکو غڼو په څېر دي، او چي د کومو دروغجنو خدايانو او مرسته کوونکو په کوم کور کي پناه اخلي هغه هم د غڼي د ځالي غوندي کمزورى دى او د څه ورهڼي نه دى. خو دوى ان دغه څرګنده خبره هم نه سي درکولاى. په دې توګه څرګنديږي چي دوى د ضعف او سستۍ سره يوځاى په غفلت او جهالت هم اخته دي، او دغه لامل دى چي دوى د يوې څرګندي خبري په پوهېدو کي پاته راغلي دي.

نهمه بېلګه : قرآن کريم غواړي څرګنده کړي چي: څوک لوى څښتن ته شريک نيسي، نو نه به پر آسمان ستورى لري نه پر مځکه سيورى او له بقا او قرار څخه به بې برخي وي، نو په ذهن کي
د دغي معنا د کښېنولو لپاره په يو ډول انځور کښنه سره هغه د يوه داسي شي سره ورته ګڼي چي ډېر چټک درومي، خو په دې خوځښت کي د سختو ستونزو سره مخامخ کيږي:

﴿حُنَفَاءَ لِلَّهِ غَيْرَ مُشْرِكِينَ بِهِ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَكَأَنَّمَا خَرَّ مِنَ السَّمَاءِ فَتَخْطَفُهُ الطَّيْرُ أَوْ تَهْوِي بِهِ الرِّيحُ فِي مَكَانٍ سَحِيقٍ (31)﴾ [ الحج  ٢٢ : ٣١]

ژباړه : او هر چا چي له الله سره شريک ونيو ، نو (له هدآيت څخه په لیری والی کی یې  او په هلاکت او د ايمان له لوړتيا څخه د کفر تيارو ته په لوېدو او له هره لوي د شيطانانو له خواپه غولولوکي يې مثال داسی دى) لکه چي له آسمان څخه راولوېدى. اوس به يې يا الوتونکي په الوزولو وتښتوي(غوښي او هدوکي به يې ټوټه ټوټه کړي) يا به يې تېز باد کوم ليري ژور ځاى ته و غورځوي.

په دې آيت کي د مشرک انځور داسي ترسيم سوى دى: هغه له ډېره لوړه آسمانه لاندي را ولوېد. دا چي له کومه ځايه ولوېد او چيري وغورځېد چاته معلومات نسته او نه يې چا خبر واخيست. بيا هغه پر مځکه هم يوه شېبه پاته نه سو. الوتونکو پورته کړ يا تندو بادونو په مخه کړ او داسي ځاى يې وغورځاوه چي چاته يې معلومات نسته.

لسمه بېلګه : قرآن کريم غواړي په آخرت کي د دغو اهل کتابو ( يهودو، عېسويانو او زردشتيانو ) بې برخيتوب او له پامه غورځول جوت کړي کومو ته چي لوى څښتن تر اسلام دمخه خپل کتاب استولى وو ،خو هغو له پامه وغورځاوه، سره د دې چي دوى د لوى څښتن سره پر هغه باندي د ايمان راوړلو ژمنه هم کړې وه، مګر دوى د لږي مادي ګټي لپاره هغه داسي له پامه وغورځول چي لکه ګردسره چي يې څه ژمنه نه وي کړې او نه پر دوى باندي د لوى څښتن د کلام څه درناوى لازم وي. نو دغي معنوي له پامه غورځوني ته حسي انځور ترسيموي او فرمايي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ وَلَا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (77) ﴾ [ آل عمران ٣ : ٧٧]

ژباړه: کوم خلک چي د الله سره پر کړې ژمنه (او سپارښتنه کومه چي د الله په هغو کتابونو کي راغلې چي پر پيغمبرانو يې نازل کړي دي) او پرخپلو(په درواغو سره) خوړلو قسمونو لږ (او خسيسه او حقيره دنيوي) بيه (متاع او عوض او بدل) تر لاسه کوي، نو دوى ته به په آخرت کي (د ثواب)  کومه برخه نه وي او نه به د قيامت په ورځ الله (داسي) خبري ورسره وکړي(چي په خوشاليږي) او نه به (د رعآيت او رحمت په نظر) ورته وګوري او نه به يې (د ګنهونو او کفر له ککړتيا) پاک (سپېڅلي) کړي او د دوى برخه به بس زښت زيات دردوونکى عذاب وي.

لوى څښتن د اهل کتابو د له پامه غورځولو مفهوم څرګند کړ، خو نه د له پامه غورځولو په الفاظو، بلکي دغه معنايې د داسي حرکاتو په ترسيم څرګنده کړه چي پر دغو الفاظو دلالت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د