افغانستان

د کمکي ماشوم اباسین قاتلین ونیول شول

نن ټکی اسیا (غويي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د نهه خویندو یواځينی ورور اباسین چې شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې تښتول شوی او بیا په دې وروستیو کې وژل شوی و، تښتونکي او قاتلین یې نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ۱۴ کلن ماشوم د سړي تښتوونکو یوې ډلې ۵ میاشتې وړاندې تښتولی او بیا یې په شهادت رسولی و.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د اباسین قاتلین دوی په کابل ښار کې ونیول او د دوی د اعتراف په پایله کې یې د نوموړي د مړي ځای هم وموندلو.

اباسین موده وړاندې تښتونکو وژلی و او بیا يې د خاک جبار ولسوالۍ په چینارکیلي سیمه کې خښ کړی و. امنیتي ځواکونو د تښتونکو پر مټ یاد ځای موندلی او د اباسین جسد یې له خاورو را ویستلی دی.

abasin murderer
تښتونکی دادنګ لونګ

هغه ویډیو چې د ملي امنیت له خوا خپره شوې د دادنګ لونګ په نوم یو تښتونکی اعتراف کوي چې شاهین، داوور عارف او محمد ولي ورته ویلي وو چې یو هلک یې مړ کړی، له دوی سره دې یوځای شي، دوی به پیسې ورکړي. «ما ویل چې مړ کړی مو دی، نو پیسې څه ډول اخلئ». تر دې وړاندې هم ورته ډيرې پېښې شوي چې سړي تښتونکو کس وژلی وي او له کورنۍ يې بیا هم پیسې اخېستي او مړی يې ورته سپارلی وي.

نن ټکی اسیا ته یو شمېر سرچېنو ویلي د داوور اصلي نوم داوود دی او اوس له ټولې کورنۍ سره کوم لوري ته تښتیدلی دی. یادې سرچېنې یو انځور هم نن ټکی اسیا ته رالېږلی خو تر دې دمه نن ټکی اسیا باوري نه ده چې یاد انځور د داوود دی یا د کوم بل کس.

سرچېنې دا هم ویلي چې تښتونکي پخوا نیول شوي وو او دوی ویل چې اباسین له داوود سره دی او که دوی پرېښودل شي، ماشوم به راپیدا کړي. «خو دا چې د پرېښودلو ضمانت یې د چا له وسه پوره نه و، ځکه پرېنښودل شول».

نن ټکی اسیا داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې یاد ماشوم د پکتیا په ځاځی اریوب ولسوالۍ کې هم څه موده ساتل شوی و او هغه مهال چې تښتونکو له ماشوم څخه ګوته پرې کړې وه، د دغې ولسوالۍ په علي سنګي کلي د یوه درملتون ډاکتر يې ګوته پاسمان کړې وه.

سرچېنې وايي چې د دغه ماشوم د قضیې اصلي عامل داوود (مشهور په داور) د فتح خان زوی دی چې پخوا د ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمه کې اوسېده خو اوس له سیمې د ټولې کورنۍ سره تښتیدلی دی.

ذبیح الله مجاهد پرون نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی په خوست او پکتیا کې د سړي تښتونکو د نېولو او موندلو لپاره ډيرې هڅې وکړې خو یاد کسان په حکومتي سیمو کې وو.

په ټولنیزو رسنیو کې ډيری افغانان له قضايي چارواکو غوښتنه کوي چې د اباسین قاتلین په عام محضر کې اعدام کړي.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د نیول شوو اختطاف چیانو سره په امنیتي ارګانو کې د پټو کړیو ملاتړ په کومه کچه وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مریم مسلم

گمان می رانشی چی واکمن مفسدین دی په نوموړو قاتلینو مناسبه جزا تطبیق کړی ځکه مخکی له دی معلومه شوی چی د پغمان په شرموونکی پیښه کی بلعون بورا سیاف مداخله وکړه او د پیښی بعضی کسان یی د جزا څخه وژغورل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x