نړۍ

امریکا پاکستان ته په کم قیمت ایف ۱۶ الوتکي نه ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د امریکا کانګریس په خپل وروستی غونډه کې پریکړه کړې چې پاکستان ته به ایف ۱۶ جنګي جیټ الوتکي په ارزانه بیه نه ورکوي.

د امریکايي جیټ جنګي الوتکو ایف ۱۶ اصلي بیه ۷۰۰ ملیونه ډالره ده، خو امریکا مخکې پر دې موافقه کړې وه چې د جیټ جنګي الوتکو جوړوونکو ته به پاکستان ۲۷۰ ملیونه ډالر ورکوي، پاته قیمت به یې امریکا د خپل بهرني نظامي بودیجې څخه ورکوي.

امریکا په ارزانه بیه ایف ۱۶ الوتکي په اصطلاح د تروریزم پر ضد جګړه کې د کار اخیستني په شرط ورکولې، خو د کانګریس یو شمېر غړي وايي چې پاکستان کیدای شي ددغه الوتکو څخه د هند یا بل ګاونډي هیواد په خلاف ګټه پورته کړي.

پاکستان اوس هم ټینګار لري چې دوی ته باید F 16 الوتکي په ارزانه بیه ورکړل شي، تر څو د تروریزم پر خلاف جګړه کې کار ځیني واخلي.

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت ویاند ندیم رسنیو ته ویلي «د الوتکو د رانیولو پروسه ډېره اوږده او وخت ته اړتیا لري، زه نه غواړم خبري باندي وکړم، خو د تروریزم او وسلوالو په خلاف جګړه کې به پاکستان ته دغه الوتکي ډېر په کار ورسي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي چې د اوباما اداره اوس هم په دې نظر ده چې پاکستان ته باید دغه الوتکي ورکړي، «ځکه چې پر پاکستان باندي د جیټ ایف ۱۶ الوتکو خرڅولو کې امریکا خپله ګټه ویني.» او زیاته کړې، «په هر حال پاکستان که غواړي دغه الوتکي تر لاسه کړي، باید پوره بیه ادا کړي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x