افغانستان

طالبان: که بندیان اعدام شول، عدلي ارګانونه به یې لوړه بیه پرې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۱۰مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د اشرف غني په هغه پریکړه چې په اعدام محکوم شوو طالبانو په اړه یې کړې، توند غبرګون ښودلی دی.

د ګډحکومت ولسمشر، محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ پارلمان ته په وینا کې له عدلي ارګانونو مننه وکړه چې طالبان یې په اعدام محکوم کړي دي. هغه په اعدام د محکومو بندیانو د دوسیو د بیا څېړلو غوښتنه وکړه.

پرون د غويي په ۹مه د ولسمشر د ویاند مرستیال وویل چې په اعدام د محکوم شوو بندیانو نوملړ یې ولسمشر ته لېږلی او نهايي شوی دی.

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې که بندیان اعدام شول، دوی به یې په ځواب کې هغه څه ترسره کړي چې په توان یې پوره وي او عدلي ارګانونه به د دې لوړه بیه پرې کړي.

دوی همدا راز هغه ډلې او پېژندل شوي اشخاص هم ګواښلي چې د محکوم شوو طالبانو د اعدامولو غوښتنه کوي او په وینا یې د دوی په اړه هېڅ بې تفاوته نشي پاتې کېدلای. طالبانو ویلي چې دوی به دغه کسان په «کلي او جزئي ډول د نظامي اهدافو په قطار کې داخل کړي».

د حزب همبستګي په نوم یوې ډلې تېره ورځ په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې د طالب بندیانو د اعدامولو غوښتنه وکړه. دغه ډلې پخوا د «روا» په نوم فعالیت کاوه چې د افغانستان د ګوندونو په تاریخ کې بدنام نوم لري.

وسله والو طالبانو د خبرپاڼې له مخې اوسمهال دوی سره په ټول هېواد کې د بهرنیو هېوادونو اتباع او دولتي عسکر بندیان دي او که دولت طالبان اعدام کړي، د دوی ژوند ته به جدي خطر متوجه کړي.

«اسلامي امارت هميشه د بندیانو سره په عدلیه امورو کې د اسلامي اصولو مطابق له نهايي سهولت [اسانۍ] څخه کار اخیستی دي، که دښمن له بندیانو سره داسې چلند غوره کړي، لکه چې يې ویلي دي او اصلاح نشي، بیا به زموږ شرعي محاکم دشریعت له اصولوسره سم په نهايي مجازاتو باندې غور وکړي».

طالبانو اشرف غني هم کمزوری بللی او په وینا یې خپل زور په بېچاره بندیانو ازمويي. دوی همدا راز په اعدام محکوم شوي کسان بېوسه بللي او له اقتصادي اړخه کمزوري بللي چې قضايي ارګانونو ته د خپل ځان خلاصولو لپاره رشوت نه شي ورکولای.

د طالبانو په باور د بندیانو اعدامول د ازادۍ غوښتونکو مظلومو او بې دفاع بندیانو په حق کې جنګي جنایت دی: « د کابل ادارې دغه ډول کړنې به يوازې يو جنګي جنايت وي چې د آزادۍ غوښتونکو مظلومو، او بې دفاع بندیانو په حق کې به ترسره کيږي، په داسې حال کې چې بندیان په زندان کې دي او په بندي حالت کې يې وژل دکابل شړیدلي رژیم ته هیڅ ګټه نشي رسولای؛ خو داکار به طبعا تر شا سخت عواقب ولري.»

دوی د بشري حقونو د دفاع پر نړیوالو ادارو، خپلواکو رسنیو، سور صلیب او نورو سازمانونو هم غږ کړی چې له خپل اثر رسوخ څخه استفاده وکړي او په دې اړه بې تفاوته پاتې نشي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې ګډحکومت د څومره طالبانو د اعدامولو پریکړه کړې ده او نه هم په اعدام د محکومو کسانو نوملړ رسنیو ته په لاس کې ورکول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مریم مسلم

دا نسخه یو ځل د شوروی لښکرو او دهغوی افغان ګوډاګیانو هم د مظلومو افغانانو پر وړاندی وکاروله خو عواقبو ئی د نظام سر ور وخوړ اوس هم که چیری لاسپوڅی دا چاره په ریښتیا عملی کړی نو د روسانو او د هغوی د داخلی مزدورانو نه دی د کومی ښی پایلی توقع نه کوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x