akhter mubarak

ملا صاحب اختر مومبارک شه

ستاسي لخوا مو د ټولو مسلمانانو او افغانانو په نوم د اختر مبارکي پیغام ولوست نو مناسب مي وګڼله چي تاسو ته هم داختر مبارکي ووایم، اخترمو مبارک شه .

عبادات او اطاعت مو قبول شه زحمتونه، قرباني او جهاد مو الله په خپل دربار کښي مقبول او مبرور وګرځوه .

ستاسي پیغام ته یقینا مسلمانان ډیر سترګي په لاره وي دتیر په څیر داځل مو هم په خپلو ایماني او غیرتي ویناؤ سره دمسلمانانو زړونه خوشحاله او دکامیابي امید هم ورکړ. او د قسما قسم تبلیغاتو لکه په مزاکراتو کښي تنازل ، دامریکا یانو سره دایمي حضور منل په کلکه ردولو سره مو خاص کر زما او د ډیرو مسلمانانو مشوش ذهنونه مطمین او آرامه کړل.

مقابل لوري ته دلازم نصیحت اولارښوني سره سره هغوي ته د وړونو خطاب کول او د هغوي لپاره خپله غيږه خلاصول مو هغه څه ؤو چۍ ستاسي په زعامت، بردباري او رواداري باندي دلالت کوي.

عفوه او درګذر هغه قائدانه روش دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کښي دهغي ښه مثالونه قایم او ملت ته د نمونی په توګه پریښودل.

په خپل پیغام کښي افغان ځوانانو ته ددیني او عصري زده کړو په ترغیب او توصیه سره مو دا ثابته کړه چي تاسي د هغه تعلم په اهمیت ښه پوهیږئ په کوم سره چي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دغزوه بدر بندیانو لپاره دا فديه مقرره کړه چي کوم بندي مسلمانانو ته لیک لوست او دهغه وخت مروج دنیاوي علوم وروښي هغه به آزادیږی .

د هغه علم د اهمیت نه به څوک انکاروکړي دکوم په باره کښي چي علماء فرمايي که مسلمانان دطبابت، زراعت، صناعت او داسی نور حیاتی لوازماتو کښي محتاج او خود کفا نه وي نو دابه په ټولو مسلمانانو لازمه شي چي دمطلوبه علومو په حاصلولو سره د مسلمانانو احتیاجات رفع کړي .

ستاسي په پیغام کښي دملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه هم جدي سپارښتنه شوي وه یقینا ملکي تلفات دافغانستان لپاره پخوا هم یو ناورین وو او ووس هم ناورین دي، زما په نظر ملکي تلفات یو نه بښونکي جنايت دي که هر څوک يي مرتکب کیږي نو هم دالله په نزد او هم دملت په نزد به مجرم وي. اګر چه دملکي تلفاتو اصلی عاملین او مسؤولین خو خارجي ځواکونه دی خو طالبانو ته هم منحیث فریق دجګړي دغه ګوته نیول کیږي.

په آخره کښي ملاصاحب ستاسي څخه مؤدبانه غوښتنه کوم چي تاسي هر وخت او په مسلسل توګه په خپلو صوتي او تحریري پیغامونو او بیانونو سره دمسلمانانو راهنمايي جاري وساتي ځکه تاسي صرف د یو تحریک مشر نه یاست بلکه تاسي ته خو دشرق او غرب مسلمانان د خپل امیر نسبت کوی او په امارت مو اعتراف او اعتماد لری.

زه خپله د هغه فلم څخه ډیر متاثره شوي یم چي د افغانستان نه علاوه د پاکستان، عراق، صومالیه، الجزایر، موریتانیا او فلسطین مسلمانان او مشران ستاسي سره بیعت کوي او د شرعي امیر په توګه ستاسی څخه خپل اطاعت او حمایت اعلانوي دغه یووالي او ایماني تعلق مسلمانانو ته ډیره موده پس نصیب شوي. چي یقینا کفار یي په هیڅ صورت نشي زغملاي.او ددي تعلق او قوت د ختمیده لپاره به هر نوع حربه استعمال کړي . خو زه باور لرم چي تاسی به دغه حالت درک کړي وي او په اړه به مو لازم تدبیرونه نیولی وي.

په ګران هیواد افغانستان کښی د صلح،ارامی او اسلامي نظام په هیله . سرلوړي، سرفراز او ژوندي اوسئ.

لیکوال: ابو حدیر

کالم: توره لیکل کوي

ایمیل: [email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د