شهید ملا بورجان

د شهید ملا بورجان (تقبله الله) ژوند او کارنامو ته یوه لنډه کتنه

لیکوال: عبدالله ابن مبارک احمدزی

هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد به عشق
ثبت است در جریده عالم دوام ما    (دیوان حافظ)

ملا امین الله  چې په ملا بورجان پېژندل کېده  د حاجي ملامحمد صادق زوی او د ملا  محمد موسی جان لمسی په ۱۳۷۹ هــ ق ۱۹۵۸م کال  کې د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ دتلکان کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی دی.شهید ملا بورجان صیب خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د سیمې په مدارسو او مساجدو  کې بشپړې کړې.

شهید ملا بورجان دخپلو منځنیو زده کړو په مرحله کي وو چی په هیواد کې کمونستانو دیوې پوځي کودتا له لارې دقدرت واګې ترلاسه کړې  شهید ملابورجان هم هغه وخت له درس اومدرسې سره خدای پامانی وکړه او دنورو افغانانو په څیر دجهاد ګرمو سنګرونو ته یی مخه کړه اوپه ۲۵ کلنۍ کي د کندهارولایت په پنجوایي ولسوالۍ کي دجنوب لویدیځي حوزې دمشهور جهادي قومندان ملا حاجي محمد اخند له جبهې سره یو ځای شو چې بیا یې ان تر ۳۸ کلنۍ پورې آسوده ژوند و نه لید څو شهید شو.

شهید ملابورجان په ډیر لږوخت کي دخپلي بې کچي زړورتیاله مخي په دغې جبهې کي ترټولو دغیرتي مجاهد لقب خپل کړ،چي له امله یې په ټوله سیمه کي دیو شجاع،تکتیکي اوځیرک مجاهد په نوم مشهورشو. ملا بورجان چی د مولوی محمد یونس خالص بابا د اسلامی حزب اړوند یو پیاوړی او مشهور قوماندان وو له ۱۹۸۰ تر ۱۹۸۹ زیږدیزکال پورې یې دهیواد جنوب لویدیځې حوزې په تیره دکندهار ولایت مرکز دکمونستي حکومت په خلاف یې خونړي عملیات رهبری کول چي هره ورځ به یی دروسي پوځیانو په خلاف خونړی جګړې کولې او هغوی ته به یې درانده تلفات اړول . شهید ملابورجان لومړنی شخص و چي په رڼا ورځ به یې په خپله سیمه کي دروسانواوخلقیانو(کمونستانو)په پوځي مرکزونو چریکي حملې کولې. د روسي يرغل په مهال یوه شپه مجاهدینو نیت وکړ چې د کندهار په ښارکې دننه دروسانوپه یوه مهم پوځي مرکز عملیات ترسره کړي ؛ ددغوعملیاتوقومانده د شهید ملابورجان په غاړه وه . نوموړي دمجاهدینوله منځه څوتنه تکړه مجاهدین انتخاب کړل چي دهغوی له ډلې څخه یوهم د اسلامي امارت مرحوم مشر (امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد رح) هم و.هماغه پوځي مرکزته له رسیدو سره سم یې نورمجاهدین دمرکزپه شاوخواکې ځای پرځای کړل اودی خپله دروسانو مرکزته څیرمه دیوې ودانۍ بام ته وخوت هلته یې ولیدل چې ګڼ شمیر روسان اوساتونکي خلقیان یې دمرکز په دننه کي د قمار په لوبو بوخت دي .سمدستي یې له خپلو ملګرومجاهدینوڅخه هغه توغندۍ چي مخکي یې لا دتوغولو لپاره چمتوکړی و دبام سرته ورپورته او له هغه څخه یې په غافل ګیره توګه دروسانو په هماغه بنډاري مجلس باندي ورشارټ کړ چي له امله یې په یادمرکزکې ډیره درنه مرګ ژوبله روسانو او داخلی پوځیانو ته واوښته .

شهید ملا بورجان په (۱۹۸۸)کی دکندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې دروسانو دهغه یو سلو شل زره کسیز پوځ چې مشري یې دجنرال پوریس ګروموف په غاړه وه هم جنګیدلی دی . روسانوځکه ارغنداب ته په دومره لوی شمیرقوه ولیږله چي دغې ولسوالۍ دخپل ستراتيژيک موقعيت له کبله دکندهارولایت د مرکز په ساتلو اوبایللو کي ډير مهم رول در لود. په دغه جګړه کي روسي ځواکونو په جنوب غربي حوزه کي یوبل مشهورجهادي قومندان او دارغنداب دمجاهدینو عمومي مشر ملا تقیب الله دهغه له ټولو مجاهدینوسره ۳۳ ورځي محاصره کړی و. دغه د شر او فساد مخکښ چې په غلا،رهزنیو،شکونو،ډاکو یاندې مشهور و په جمیعت کې یې پایه پخه وه او څو ورځې د مخه بړ بړو سیاف هم د هجران اوښکې ورباندې تویې کړې.شهید ملابورجان چي دامهال دپاشمول اومحله جات په سیمه کي دروسي ځواکونو او دهغوی د مزدروانو له خوا محاصره هم و خو بیا هم وجدان و نه منله چې زه دلته اوسم او دا یې و نشوای زغملای چي په ارغنداب کي دې دده نور مجاهدین وروڼه دروسانو تروژونکو بمباریو لاندې محاصره پاتي شي هماغه و چي له خپلو ګڼ شمیرتکړه مجاهدينو سره سیمي ته ورغی د روسي ځواکونو په حلقوي کرښو یې دشا له لوري ناڅاپه تکتیکي حملې وکړې چي په پایله کي یې دښمن تیت و پرک کړاومجاهدین یې دهغوی دمحاصرې څخه راخلاص کړل چی دملابورجان دغي تاریخي کارنامې دنوموړی شهرت اومحبوبیت نورهم زیات کړ.

شهید ملا بورجان نه کوم حربي پوهنتون لوستی و او نه هم له کومې نظامي اکادمۍ نه فارع و خو پاک الله ده ته  په نظامي او جنګي لحاظ خورا ښه استعداد ور بخښلی و. په چریکې او غلچکي بریدونو کې ښه ماهر و.په جګړه کې د تعجیل له مخې حضرت معاویه ته ورته و خو په مضبوط او کلک هوډ کې بیا د طارق بن زیاد لاروی و. هغه طارق چې درې شپې درې ورځې یې خوراک او څښاک نه کاوه تر څو په همدې طرز یې د خدای دین ان د فرانس تر جنوبه ورساوه. ټول فکر او سوچ به یې له دین،قرآن،شریعت سره و؛ تر دې چې خپل د بال بچ له مصارفو نه یې په پور او قرض سره ځان خلاصولو؛فامیل او کورنۍ ته به یې په وام باندې غذا تیاروله؛

په نظامي بیسونو باندې د هجومي حملو د پلان په ترتیبولو کې خدای ځانګړی مهارت ورکړی و . دجنوب لویدیځې حوزې د فعالو مجاهدینو په قول: چي کله به دپخواني جهاد په مهال شهید  ملابورجان په کندهارښار باندي دعملیاتو پروګرام درلود په هغه ورځ به په ټول ښارکې دکمونستانو حرکت ،تګ راتګ تقریبا له بشپړ توقف سره مخامخ و ځکه هغوی په دې پوه ول چي  د صحرا زمری ملابورجان ددښمن داهدافو د شڼډولو اودهغوی داستهداف ډېر دقیق،منظم اوتکتیکي پروګرامونه طرحه کوي له همدې ویرې به هغوی هیڅ یوه هم له خپل مرکز اوځای څخه د بهر راوتلو هڅه نشوای کولای .د اسلامي امارت په دور کي هم په کوم استقامت کې چي به ملا بورجان شتون درلود هلته به دطالبانو پوځي پرمختګ ډیر ګړندی و او دطالبانو جنګیالي به له جنګي تلفاتوڅخه تر ډیره ځایه خوندي پاتي کیدل.هغه به دهرپوځي اقدام ترعملي کیدو د مخه په هغه کې دخپل ځان دبریالیتوب اوناکامۍ په اړه یوه دقیقه وړاندوینه کوله (نبوي سنت هم داسې دي). دبیلګې په توګه ملابورجان به ویل چي : زما د پوځي تجربې له مخي مونږ کابل دچهار آسیاب اومیدان ښار له لوري نشو نیولای (چې سل په سلو کې حقیقت هم داسې و. جمعیت سره د نښتو له کبله جنوبي کابل کې ډېر تنکي تنکي طالبان په شهادت ورسېدل) هغه داسې چې د ۱۳۷۳ کال د حوت د میاشتې شلمه نېټه وه چې د طالبانو هغه لښکر د جمعیت د بریدونو لاندې راغی کومو چې د غرب له خوا د کابل فتحه موثره ګڼله. متاسفانه چې په یاده نښته کې ډېر طالبان شهیدان شول چې بیا وروسته طالبانو د کابل ولایت چهار آسیاب ولسوالۍ لور ته یون پیل کړ چې د ځینو وجوهاتو له کبله بیاهم کابل فتحه نه شو. شهید ملا بورجان ویلي وو چې د کابل فتحه له یادو لارو نه نا ممکنه ده ، خوکه مونږ همدغه پوځي اقدامات دکابل له ختیځ استقامت(سروبي ولسوالۍ چې د لوګر ازره او د ننګرهار جصارک هم دلته خپل سوق الجیشي اهمیت لري) عملي کړو نو کولای شو چې په لنډوخت کې کابل ترخپلي ولکې لاندې راولو. ریښتیا هم کله چي دده دمشورې له مخي دکابل دنیولو لپاره له ختیځ لوري عملیات پیل شول هماغه و چې د ۱۳۷۵ هجری شمسي کال د میزان د میاشتې په درېیمه نېټه شورای نظار چې مشري  یې احمد شاه مسعود کوله مغلوب شو چې په سبا یې یانې د میزان په څلورمه نېټه د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ پر هسکو غرونو د اسلامي امارت سپین محمدي بیرغ په رپېدو شو چې دا هم د شهید د ښه تدبیر په نتیجه کې و.

شهید ملا بورجان د طارق بن زیاد له سیاست نه کار واخیست.دمه،آرام،نفس اخیستل،ستړیا رفعه کول یې پر ځان او مجاهدینو حرام کړي وو چې همدا د اسلامي امارت د فتوحاتو د ارتوالي عمده لامل ګڼلی شو.چې په ډېره خواشینۍ سره باید ووایو چې په سبا یې یانې د میزان په پینځمه اتل ملا بورجان شهید شو او جانان ته په سرو وینو کې لت پت،ستړی ستومانه ورغی خو د ده له شهادته څو ساعته  وروسته د میزان د میاشتې د شپږمې نېټې په شپه کابل جان فتحه شو.چي څومره وخت نوموړي تعين كړی و په هغومره وخت کې کابل ښارپه مکمله توګه طالبانو ترخپل کنترول لاندي رواست .چې له دې ځایه د ده مبارک سیاسي درک، بصیرت، لیدلوری، اټکل ښه معلومولی شو.

د شهید ملا بورجان زوکړه په یوه دینداره کورنۍ کې شوې وه او له بلې خوا یې د نبي علیه السلام په سیرت او صورت ځان ښه پوه کړی او متعهد ساتلی و نو ځکه یې ژوند نبوي رنګ او خوند درلود. سره له دې چې شهید ملا بورجان خپل د عمر ډېره برخه په نظامي برخه کې تېره کړه اوټول سر و کار یې له جنګي امورو سره و، خو له اخلاقي لحاظه بیا ډیر حلیم ،نرم او نرم مزاجه انسان و . دطالبانو په ټولو پوځي عملیاتوکي ده دا هیله درلوده چي دطالبانو مخالفین ونه وژل شي ،هغوی ته باید داسي زمینه مساعده شي چې یاتسلیم اویاهم دطالبانوله مقابلې څخه دعقب نشیني لاره غوره کړي(کومه طریقه چې سترو سپهسالارانو لکه خالد بن ولید هم ترسره کړې ده).په ۱۹۹۵ میلادي کال د ثور د میاشتې په لسمه نېټه کله چي طالبانو دمیدان وردګ اولوګر ولایتونه ترخپلي ولکې لاندي راوستل دبي بي سي راډيودپښتوڅانګې خبریال (په غالب ګومان داوود جنبش به و) له ملابورجان سره دطالبانو دپوځي پرمختګونوپه هکله مرکه درلوده .دمرکې په ترڅ کې خبریال له  شهید ملابورجان څخه په دې اړه هم وپوښتل چي تاسو ولي خپل ټول پوځي عملیات په ورځ کي ترسره کوئ اودشپې پر مهال په هېڅ کوم ځای کې ستاسوکوم پوځي تحرک نه وي؟شهید په ځواب کې ور غبرګه کړه:

چي: :«مونږ نه غواړو چي په غافلګیرانه توګه خپل مخالفین تر برید لاندي ونیسو (کوم چې د اسلام قهرمانانو او اتلانو پرې پابندي درلوده) ځکه په دې طریقه دهغوی په منځ کي مرګ ژوبله زیاته راځي او ډېر تاوان او زیان عامو،بې غرضو،او بې دفاع وګړو ته رسېږي اومونږ نه غواړوچي هغوی ووژل شي ، بلکي غواړو چي د بې دفاع خلکو سر هم په امن کې وي او هم به سیمي ترخپل کنټرول لاندي راولو.

شهید ملابورجان دبیت المال له پیسوڅخه دشخصي کارونولپاره په هیڅ ډول استفاده نه کوله نوروته به یې هم داخبره کوله چي :که مجاهدین په بیت المال کي خیانت وکړي نو ستونزي یې ډیریږي یعني بشري اومالي تلفات یې ډیریږي .سره له دې چي ملابورجان ټول وخت په لویو مسولیتونو کي تېرکړی و ، خو د کورنۍ اقتصادي وضعه یې ډیره کمزورې وه . .په داسي حال کي چي ده خپل ټول عمر په جهادکي تېر کړی و او دخپل شخصي ژوند لپاره یې په اقتصادی لحاظ هيڅ كار نه و كړی اونه یې هم له بیت المال څخه ناوړه استفاده کړې وه.نو دورځني ژوند ګوزاره یې تر دې اندازې خرابه وه چي دکور دورځنیو اساسي اړتیاوو درفع کولو لپاره به یې له ملګرو څخه پیسې قرض اخیستې اوبیابه یې هغه مشکل  ورباندي حل کاوه.

شهید ملامین الله ( شهیدملابورجان )د ۱۹۹۶ کال دسپتمبر دمیاشتې په ۲۷ مه چې د ۱۳۷۵ مال د میزان د میاشتې له پینځمې نېټې سره برابره ده ،دچهارشنبې په ورځ مازدیګرمهال په ۴بجې دوریښمین تنګي په سیمه کي چې د سروبي ولسوالۍ اړوند سیمه ده د بزدل دښمن (جمعیت چې مشري یې د رباني په غاړه وه)  د روسي ټانګ د مرمۍ د لګیدو له امله په شهادت ورسېد .

انا لله و انا الیه راجعون

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د