سپيڅلى انقلاب

 

له غــريــوه ډک زړه مي کـو ګل  کي ناقـرارغــو ندي دى

لکه پر هــــروينــي ترې څــــاڅــي او بيمـــــارغـوندي دى

غليـمـه تنـــده به کـــړي مــــاتــــــه ستــــاپه تـــــويـــو وينــو

بيامــو سپيڅـــلى انقـــلاب درته خمــــارغـــونـــــدي دى

داڅــه دنـــن خـــبــره نـــده چـــي تــــر ې ګـوډ او مـات ځــــې

انګــريزښکيـلاک په اريانا کي  تــل بې کارغــوندي دى

غـــيرت دي نشته  تــش کالبـــوت يې څـه کــــولى نه شې

غيرت  په جسم کي کــټ مـټ  ستنــه کي تارغوندي دى

دسپــيــنې لارې لاروى  ګــــــران شـــاه زلــــمى لالى مـــى

نازک تـــرګل دى او هـــم دنګ لکـــه چنـــارغــــوندي دى

دپاک الله په عشــق رنځـــوردى ايسي ښـــکلى شـــان ته

فرلاره خـــم ځـــي په زړه چــــاک لکـــه انــارغـــــوندي دى

دمظـــلــوم آه دى لـکـــه غشي سيــــــخ په زړه ويشــتـــلى

ظالم غاصب لاس ورته خاص دتورښـامــارغونـدي دى

شهيدمو وينوکي لت پت  په سپين کفن کي پروت دى

والله ژونـــدى دى  راشۍ وګـــورۍ سنګار غــوندي دى

دبـې نـنـــګۍ اوبــدرنـــګۍ سهـــــاره تـــښـتـــه تــر ېـــنـــه

الهـام : ته توره شپه په پت کي سپين سهــارغوندي دى

سيداحسان الله الهام

2011/08/19  رمضان المبارک



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.