افغانستان

عاجل: د پل چرخي د ساتونکو په ډزو ګڼ شمېر سیاسي بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د پل چرخي زندان په دریم بلاک کي د زندان ساتونکو پر سیاسي بندیانو مخامخ ډزي کړي، چي له کبله یې یو شمېر بندیان شهیدان او ټپيان شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم نن ورځ (7/8/2013) د پلچرخي زندان په دریم نمبر بلاک کي بندیان وروسته تر هغه ووهل شول، او ټپيان کړل شول کله چي هغوی خپل د هغو ملګرو پوښتنه کول چي د زندان ساتونکو څه وخت مخکي ایستلي وه.

بندیان وايي چي ددوی ملګري له زندانه ایستل شوي دي، او تر اوسه لا درکه دي، او په اړه یې د زندان چارواکي دوی ته معلومات نه ورکوي، چي له کبله دوی په احتجاج لاس پوري کړ، او د خپلو ملګرو په اړه یې د معلوماتو او درک معلومولو غوښتنه وکړه.

د زندان دننه څخه یوه بندي د نن ټکی آسیا همکار ته وویل چي د زندان ساتونکو لومړی دوی ووهل، او وټکول، او بیایی وروسته ورباندي مخامخ ډزي وکړې، چي له کبله یې څو تنه بندیان شهیدان دي، او څو تنه نور ټپيان دي.

هغه غوښتنه وکړه چي زمونږ اواز دي نړی ته ورسیږي، او د بشر د حقوقو او ټولو هغو ټولنو ته دي ورسیږي، چي تش په نامه د بشر د حقوقو نارې وهي، او په کابل کي د دوی او ټولو نړیوالو سازمانونو تر پوزي لاندي پر بندیانو داسي ظلمونه او وحشت کیږي.

هغه زیاته کړه چي د خپلو ملګرو د درک او معلوماتو لپاره دوی هر رنګه شکنجو، ظلمونو او قربانیو ته تیار دي، خو هیڅ کله به خپل د ملګرو د بی درکتوب ونه زغمي.

په دې اړه د نن ټکی اسیا همکار ویل: د بندیانو کورنیاني، او طالبان عموما د مشرانو څخه تر کشرانو پوري ټول د اختر په شپو ورځو کي تر بل هر وخت په زندان کي خبل بندي دوستان او ملګري یادوي، او که دا ثابته سي، چي د افغانستان واکمن او د زندان چارواکي د هغوی سره د اختر په دې شپو کي ظلم او زیاتۍ کوي، مخامخ ډزي پر کوي، ا و نور ناوړه چلند ورسره کوی، نو دا به ډیري بدي پایلي ولري، او کیدای سي انتقامي عملیات یې د افغانستان حکومت ته په ډیر قیمت تمام سي، او کیدای سي هغه ټول جریانات تر سوال لاندي راسي چي په افغانستان کي د سولي را وستلو په نامه تر سره کیږي، او له کبله به یې د بی اعتمادۍ خوره فضا نوره هم پراخه سي.

په دې اړه تر اوسه د طالبانو رسمي ویاندویانو څه نه دي ویلي، او نه یې په اړه معلومات خپاره کړي، که په دې اړه نن ټکی آسیا ته نور معلومات ورسیدل، ان شاء الله سمدستي به یی په خپل وخت نشر کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x