fbpx

هغه ویدیويي پیغامونه چې اباسین ځاځي خپلې کورنۍ ته لیږلي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۵): نن ټکی اسیا د کمکي ماشوم اباسین ځاځي هغه ویدیويي پیغامونه ترلاسه کړي چې د تښتونکو په مبایل ثبت شوي او د نوموړي کورنۍ ته لېږل شوي دي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې دغه ویدیويي پیغامونه کله ثبت شوي، خو په ټولو کلیپونو کې اباسین په زېړ رنګه جامو کې لېدل کیږي، ګوته یې پرې او پاسمان وي.

اباسین ځاځي شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې له کابل څخه سړي تښتونکو وتښتولو. د نوموړي تښتونکي او قاتلین څه موده وړاندې دولتي ځواکونو ونیول. ملي امنیت نن د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې د تښتونکو ډله یې نیولې او هم یې د نوموړي د تښتونکو پر مټ موندلی دی.

اباسین ځاځی په دغه ویډیو کې خپل پلار ته وايي چې څو تښتونکو ورته پړي په غاړه کې واچول، غوښتل یې زندۍ مې کړي خو یو ترې خلاص کړم.

په دوهم پیغام کې هغه د خپل پلار، مور او نورې کورنۍ پوښتنه کوي او وايي چې تښتونکي ورسره ښه رویه کوي او تر دې دمه یې نه دی ټکولی.

درېیم پیغام کې بیا د تښتونکو له رویې شکایت کوي، هغه وايي: «هلو، سلام علیکم جان اغا، دوی ما هره ورځ وهي، ټکوي مې، تنګوي مې، کله راته وايي چې وهو دي، کله غوږ رانه پرې کوي، کله مرۍ کې پړی راته اچوي، زر معامله ورسره خلاصه کړه».

څلورم پیغام کې هم نوموړی یاد پیغام تکراروي او د یوه تښتونکي د ښه سلوک په اړه هم خبره کوي.

وروستی پیغام تر ټولو ډیر دردونکی دی، اباسین په کې له پلاره غواړي چې له تښتونکو سره معامله خلاصه کړي او که یې نه خلاصوي بیا دې دی وبښي چې مړ يې کړي، هغه وايي:

« سلام علیکم جان اغا، دوی هره ورځ ما وهي، کشکوي مې، کله غاړه کې پړی را واچوي، دوی کې یو ښه سړی دی، هر وخت ما بچوي، ژر معامله ورسره خلاصه کړه، که معامله نه خلاصوې، بیا خپل حق راوبخښه چې مړ مې کړي».

د اباسین د خولې دغه پیغامونه په ټولنیزو رسنیو کې د اور په څېر خپاره شوي او د عامو افغانانو غوسه یې پارولې ده. افغانان وايي چې د نوموړي تښتونکي او قاتلین دې ژر تر ژره اعدام شي.

ټاکل شوې چې سبا به د اباسین ځاځي د قاتلینو د اعدام غوښتنې لپاره د کابل ښار د عبدالحق په څلور لاري کې لاریون وکړي.

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالاحد
میلمه
عبدالاحد

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته:
محترمو ورنو چي کله مي د اباسين عکسونه په فيسبوک کي وليدل نو ډیر زيات خواشيني سوم
الله رب العزت دي د اباسين ټولي کورني ته دزړه صبر ورکړي بيا موږته او بيا ټولو مسلمانانو ته
خو اوس يو څه خوشحاله سوم چي د اباسين قاتلين نيول شوي
دحکومت څخه دا هيله لرو چي ددغو قاتلينو سره داسلام شرعيت مطابق پریکړه وکړي او ايله يي نه کړي په هيڅ صورت کي
په درنښت: عبدالاحد، د حاجي ميرويس خان نيکه عالي ليسي ذده کونکی. کندهار، افغانستان

مریم مسلم
میلمه
مریم مسلم

مظلوم اباسین ته !
زما ماشوم زړګیه خیر دی که نن و دردیدی
نظام فاسد انتظار کوه سبا به راځی