ادبي لیکني

ګیله من قلم!

چنار سیوری

د قلم څوکه د غم او ویر په ټغر ناسته وه او له یو داسي چا څخه ګیله منه وه چې هغه چاته د ډیرو په زړو کې ګیلې پرتې دې خو ګیلو یي کوم رنګ نه دی راوړی او ترینه ګیله کول خوشې چټې او عبس کار دی .

هو!دا ظالم مرګی وو چې قلم او کتابچه ترینه بې زاره وو .

زه هم قلم نه ګرموم ځکه داسې خاوند یي له سترګو پناه شوی چې تل به یې قلم د حق په ملاتړ او د باطل په مقابل کي په سپینه صفحه ښوراوه .

رښتیا هم قلم ملامت نه دی د داسي چا له ګوتو پریوتی چې تل به یې ددین او وطن په حق کې په میړانه اوغیرت په سپین کاغذ څرخاوه .

قلمه!د خفګان حق لرې هغه څوک درڅخه تللی چي ستاسره یې رښتنې مینه لرله ستا وعدو ته یې تر پایه ژمنتیا ښودله .

قلمه! لکه څنګه چې غمګین شوې په سوګند سره وایم چې زه یې هم سخت ودردولم او و یې کړولم .

هغه د زهد او تقوا څلی د ځوانيمرګ شهید بشير بابا د لوړ استعداد خاوند مرحوم عبدالله ګل ریان یادوم چې ټول ژوند یې د الله په لار کې تیر کړ او بالاخر ه یې د اجل داعې ته لبیک ووایه (انالله وانا الیه راجعون)

وبشر الصابرین كورنۍ ته یې د صبرجمیل غوښتونکی یم او نوموړې ته له الله تعالی څخه د جنت الفردوس لوړ لوړ اعلې مقامونه غواړم محشر یې د عرش تر سیوري لاندي شه .

آمین ثم آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x