fbpx

دقسطنطینيي فتح…. او سلطان محمد فاتح

قاري احسان

دحضرت معاویه رضي الله عنه له وخته ډیریو پاچاهانو د قسطینیي د فتح کوشش وکړ، تر څو د نبي علیه الصلاة و السلام د دې بشارت ځان مصداق جوړ کړي چي فرمايي: قسطنطینیه به فتح کیږي، (ددې فتح) امیر به ډیر غوره امیر وي، او هغه لښکر به هم غوره لښکر وي.

ددې بشارت لایق به څوک وي؟

دابه محمد فاتح د عثماني دور د مشهور پاچا مراد ثاني زوی وي.

دمحمد فاتح ماشوتوب او تربیه:

محمد فاتح دسلطان مراد ثاني زوی په (27 رجب 835 ﻫ = 30 من مارچ 1432م) کي نړۍ ته سترګي وغړولي.

دمحمد پلار پاچا مراد ثاني يي ډیر ښه تربیت وکړ، مراد ثاني دعثمانیه دولت اوم پاچا وو، دزوی پر تربیت يي زیاته توجه ددې لپاره وکړه چي په راتلونکي کي د پاچاهي منصب په ښه توګه تر سره کړي، محمد فاتح قرآن کریم یاد کړ، احادیث نبوي يي ولوستل، او علم فقه يي هم ښه زده کړه.

محمد فاتح ریاضیات، فلکیات او حربي فنون په ښه توګه درس کړل، له دې سره يي عربی ژبه، فارسي، لاتینیه او یونانیه ژبي هم یادي کړي. له دې وروسته يي له پلار سره په جنګو او فتوحاتو کي ګډون کاوه.

وروسته يي پلار د یو اداري مسؤل وټاکی تر څو په تدریج سره دپاچاهۍ دمنصب دسمبالولو تربیت حاصل کړي، خو بیا يي هم پلار د لویو لویو علماؤ هیئت ورته ټاکلی وو، تر څو د هغوی په مشورو سره کار پر مخ بوزي، دې کار د فاتح په شخصیت کي مهم رول درلود، په دې سره يي ډیره ښه اسلامي او صحیح تربیت تر لاسه کړ.

دمحمد فاتح په تربیت کي تر ټولو لوی رول د آق شمس الدین وو، دی یوازنی هغه څوک وو، چي د محمد په تعلیم او تربیت کي يي ډیر اهم رول درلود، محمد ته يي جهادي ذهن ورکړ، دې وړکي امیر ته يي د لویو کارو ښه استعداد وروباښه، او دا يي ورته وښودل چي د نبي علیه الصلاة و السلام د بشارت مصداق به دی وي، دې خبري د محمد په ژوند کي خاص بدلون راوست، دمحمد داسي تربیت وشو چي همیشه به يي له جهاد سره مینه درلوده، دلوړ همت خاوند شو، جنګي مهارتونه او حربي فنون يي په ډیر شوق سره زده کړل.

د پاچاهۍ تاج… او د نبوي بشارت پلي کېدل:

دپلار مراد ثاني له وفاته وروسته، په (5 دمحرم الحرام 855هـ = 7 دفروري 1451م) ددولت عثمانیه تاج دمحمد فاتح پر سر کېښودل شو، په دې وخت کي محمد شل کلن ځوان وو، له وړاندي يي لا د قسطنطینیي دفتح فکرونه په ذهن کي ول، تر دې چي کله به يي هم خبري کولي، نو دفتح خبري به يي کولي، په مجلس کي به يي هیچا ته دبلي موضوع د څیړلو اجازه نه ورکوله، یوازي د فتح پر موضوع به يي همیشه خبري کولي.

دقسطنطینيي دفتح پیلامه:

دفتح پیل له دې ځایه وشو چي محمد دبسفور پر تنګه لاره یوه لویه کلا جوړه کړه، په دې سره يي دقسطنطینیي او د اروپا دکومک لار بنده کړه، ددې کلا په جوړولو کي يي ددولت دلوړ رتبه منصبدارانو په شمول خپله هم شرکت وکړ، بالآخیر په دریو میاشتو کي يي دا مهمه کلا جوړه او داستفادي وړ وګرځوله، پر دغه لاره یوه کښتۍ هم دعثمانيي د لښکرو د اجازت نه بغیر نه شوای تېرېدای.

په دې منځ دوخت مشهور ساینسدان نابغه د سلطان محمد فاتح لپاره ډیری توپونه جوړ کړل، خو یو يي داسي توپ ورته جوړ کړ، چي تردې وړاندي يي په چا خیال هم نه وو کړی، ددې توپ یوازي وزن 700 ټنه وو، او یوه ګولۍ يي 1500 کیلو ګرامه وه، ډیر لوی اواز يي وو، په لیري لیري مصافه کي به اورېدل کېده، تاریخ لیکي چي په سل غوایانو د سلو قوي خلګو په ملتیا به يي انتقال کېده، او نوم يي ورته مدفع سلطاني غوره کړ.

دقسطنطینيي فتح او د بشارت نبوي ریښتونی ممثل:

دمحمد فاتح چي کله استعداد کامل شو، نو یو لوی لښکر يي تیار کړ، په دې لښکر کي 265 زره پیاده جنګیالي، او ډیر لوی شمیر آس سپار هم ور سره مل وو، لوی لوی توپونه يي هم دجنګ کولو لپاره تیار کړل، قسطنینیه يي په پوره ډول محاصره کړ، عثماني توپونو شپه او ورځ مسلسل پر دښمن خپل واري جاري وساتل، سلطان فاتح به هر وخت خپله جنګي ستراتیژي بدلوله، دښمن يي حیران کړ، اعصاب يي ورخراب کړل، کله چي به دښمن دسلطان په یو تکتیک پوه کيدی، سلطان به په بل نوي تکتیک سره حمله ورباندي وکړه.

دجنګ په دریم سهار دسي شنبي په ورځ (20 جمادي الاولی 827 ه = 29 دمایو 1453م) عثماني قوواوي وتوانيدي چي دښار تر امنیتي دېوال مات او ښار ته داخلي شي، له دې سره ددښمن قواوي په اضطرابي حالت کي شوي، او مخ په تېښته شول، دقسطنطینیي اوسېدونکو دعثماني دولت بیرغونه دسلطان فاتح دښه راغلاست لپاره دښار پر دفاعي دېوالونو ورپول، او عثماني لښکري ښار ته داخل شو.

وروسته کله چي په قسطنطینیه کي عثماني قوت ټینګ شو، نو سلطان فاتح پر خپل آس سپور او له شا يي وزیران او دلښکر مشیران ورسره وو، ښار ته داخل شو.

په ښار کي ورته دا شعارونه زمزمه کېدل چي: ما شاء الله، ما شاء الله، سلطان دي ژوندی وي، سلطان دي ژوندی وي.

سلطان په ښار کي و “آیا صوفیا” کنیسا ته ورغلی، هلته ښاریان را ټول شوي وو، دسلطان په انتظار وو، کله چي سلطان را ښکاره شو، دا ټول خلګ پر سجده او رکوع شول، په ژړا ژړا يي ناري او اوازونه پیل کړل، دوی نه پوهېدل چي سلطان به څه ډول چلن ورسره وكړي.

کله چي سلطان را ورسېد، دوه رکعته دشکراني لمونځ يي وکړ، بیا خلګو ته متوجه شو، دوی لا په همداسي حالت کي وو.

سلطان ورته وفرمایل چي راپورته شئ، زه سلطان محمد یم، تاسو او ستاسو ټولو وروڼو ته سر له نن نه امن ورکوم.

بیا سلطان محمد فاتح دا مشهوره کلیسا په مسجد بدله کړه، په دې مسجد کي يي اذان وکړ او دا ړومبنی لمونځ وو چي سلطان په دې مسجد کي ادا کړ، دا اوس هم په جامع آیا صوفیا سره یادیږي.

سلطان فرمان صادر کړ، او قسطنطینیه يي د عثماني دولت پایتخت ونوما وه، د”اسلام بول” نوم يي ورکړ، مانا يي وه “دار الاسلام”. بیا په استانبول سره بدل شو.

سلطان داستانبول له اوسېدونکو سره ډیر ښه چلند پیل کړ، څه چي د شریعت حکم وو، هغه رویه يي ورسره وکړه، لښکرو ته يي هم امر وکړ چي له عامو خلګو سره به ښه چلند کوئ، په خپله سلطان دخپل مال نه دډیری بندیانو فدیه ورکړه او ازاد يي کړل. او فراریانو ته يي عامه معافی وکړه.

دقسطنطینيي د فتح وروسته:

دا لویه کارنامه محمد فاتح د خپل عمر په 23 کلنۍ کي تر سره کړه، له دېنه په ورایه ښکاري چي محمد یو ښه پوځي وړتیا درلوده، له دې امله دتاریخ پوهانو په آند د نبي علیه السلام دهغه بشارت لایق وبلل شو چي د دې ښار د فاتح لپاره يي ورکړی وو.

له دېنه وروسته محمد فاتح دبلقان په هیوادو کي دفتوحاتو سلسله جاری وساتله، له دې جملي نه يي صرب، مورة، رومانیا، البانیا، او دبوسنه او هرسک ښارونه فتحه کړل. او فیصله يي وکړه چي په روما کي لویه امپراتوري جوړه او اعلان کړي.

خو ددې امپراتوري د قایمه ولو لپاره ورته لازمه وه، چي ایټالیا هم فتحه کړي، ددې لپاره يي یو لوی لښکر تیار کړ او په لویو لویو او مجهزو وسلو يي سنبال کړ، دایټاليي د اوترانت ښار ته نیږدي يي پړاو واچاوه، په (جمادي الاولی 885ه = جولايي 1480م) کي يي ددې ښار دفاعي کلا فتحه کړله.

محمد فاتح اوترانت دخپل لښکر لپاره یو پوځي ځای وګرزاوه، چي په دې سره به روما ته رسېدل ورته اسان وي، اوروپايي نړۍ يي له دې پلانه ډیره په ویره کي شوه.

خو الله ته منظوره وه چي (4 دربیع اول 886ه = 3 دجولايي 1481م) باندي سلطان فاتح وفات شو، انا لله وانا الیه راجعون.

له دې سره په اوروپايي نړۍ کي ډیره خوشحالي جوړه شوه، بابا روما امر وکړ چي په کلیساوو کي د شکر لمونځ ادا کړئ.

محمد فاتح یو پیاوړی او دپاچاهۍ وړ شخصیت وو:

دسلطان فاتح په دور کي ددولت عثمانیه واکمني ډیره پراخه شوه، چي تر دې وړاندي يي چا مثال هم نه وو لېدلی، خو په دې کي یوازي د سلطان فاتح لور هم نه وو، بلکه په څنګ کي يي داسي قوي وفادار خلک درلودل چي د قرآن او احادیثو نه يي ورته یو ډیر ښه دستور تیار کړ، دا دستور ددولت عثمانیه لپاره پوره څلور پیړي اساسي قانون وو.

دسلطان فاتح له نیکو کارنامو نه یو هم دا وو چي تر (300) زیات مساجد يي جوړ کړل، یوازي داستانبول په ښار کي (192) مساجد او جامعي جوړي کړي، (57) يي مدرسي جوړي کړي، تر ټولو مشهور يي مسجد سلطان محمد او جامع ابو ایوب الانصاري او سرايي طوب قبو دی.

محمد فاتح په دې ډیر مشهور وو چي د ادیبانو سره زیاته مینه لري، خپله هم ښه شاعر وو، قراءت يي ډیر خوښ وو، او همیشه به يي تلاوت کاوو، دعلماؤ او شعراؤ سره به همیشه همراه وو، او له دوی نه يي ځینو ته دوزارتونو منصبونه هم ورکړي وو، کله چي به دیو لوی عالم نه خبر شو، هغه که به په هر فن کي شهرت درلود، له هغه سره به يي مرسته کوله، تر څو په هغه فن کي لاښه کار وکړي، کله خو به يي داستانبول ښار ته را وغوښت چي څه ترینه زده کړي.

دمحمد فاتح شخصیت:

محمد فاتح یو مسلمان پاچا وو، داسلامي احکامو ډیر پابند وو، ډیر نیک او صالح انسان وو، ښه تربیت يي شوی وو، او پوځي وړتیا يي بیا دومره پیاوړي وه چي داروپا په وسطي عصر کي يي مثال نه وو لیدل شوی.

سلطان فاتح دقسطنطینيي په فتح سره دخپل ځان هغه وړتیا چي دتربیت په وخت کي يي خپلو استاذانو ور بخښلي وه په ښه توګه سره وځلوله.

سلطان فاتح د قسطنطینيي دفتح لپاره ښه اعداد او تیاری هم نیولی وو، دجنګ ډیره په زړه پوري او کامیابه نقشه يي جوړه کړي وه، ډیری لوی لوی توپونه يي تیار کړل، دهر هغه څه قوت نه چي الله ورته وکړی وو په ډیره ښه توګه استفاده وکړله.

دلوړ همت، عزیمت، استقامت او دخپل هدف پر لور دزیات کوښښ په برکت سلطان فاتح په دې کي کامیاب شو چي دخوب تعبیر په حقیقت بدل کړي، او امید ته دواقعیت جامه ور واغوندي، تر دې چي دتاریخ اسلامي په نومیالیو او لویو فاتحینو کي خپل نوم ثبت کړي.

یاد دي تل او نوم دي ژوندی وي.

خو کاښ چي نن هم یو داسي فاتح ولرو، او دمظلوم مسلمان غږ واوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د