شعـــــرونه

شهید اباسین ته!

عبدالفتاح فاتح

زما په سترګو کی غړیږی یو سپیڅلی تصویر
ما می د سترګو په اوبو باندی مینځلی تصویر

په یو تصویر کی د یو چا ګوتی په وینو سری دی
د چا له ویری په سلګو دی غریونیولی تصویر

خوب ته می نه پریږدی له زړه می ورته وینی څاڅی
د درد په ګوتو، سویو څړیکو نه جوړ شوی تصویر

د یوی مور د نازولی جنازه باریږی
څوک په ژړا دی چا په غیږ پوری نیولی تصویر

یوه شیبه می له یاد نه وزی معصوم اباسین
ما د بڼو په نری تار باندی پییلئ تصویر

اوس دی د قبر خاوری خورم ځان ته شفا لټوم
تا د “فاتح ” په زړه کی پریښود دردیدلی تصویر

۲۰۱۶/۴/۲۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x