شعـــــرونه

مسافره! مطيع الله جواد

مطيع الله جواد

اوښکه مې له سترګې په هر پله درپسې ووته
شونډې مې تڼاکې بل مې خوله درپسې ووته
 
زړه مې د فراق نري نري دردونو ونیوی
ستړې اندېښنه مې له مزله درپسې ووته
 
غلی مې یو څو اسوېلي تاپسې رخصت کړله
چیغه مې له واکه څخه تله درپسې ووته
 
تا چې د زړه سره په تلو تلو کې راته وخندل
غم لړلی څو فکره مې غله درپسې ووته
 
یاره چې په تا مې دا زوی مړی ارمان نه ختی
ولې دی زما مېنه باله درپسې ووته؟
 
ګوره ما جواد ته دې څه ستړی وېر را پرېښودی
ستړې اوازه مې تر ځنګله در پسې ووته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x